لیکوال: م. فراهي توجګي


 د رسنیو رول او د مسلمانانو په هویت د هغې اغېزې (دوه دیرشمه برخه)

د اسلام په پیلامه کې رسنۍ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له نظره د هغوی دندې
نن ورځ د نړۍ د عامه افکارو د لارښوونې په برخه کې د ډله ییزو رسنیو پراخ شتون یو له هغو نه منلو حقیقتونو څخه دی چې په معاصره نړۍ کې یې د جوړښت او محتوا له پلوه اغیز کړی دی. دا مفهوم دومره پرمخ تللى او ريښې يې نيولې ده، چې اوسنۍ زمانه د رسنيو د عصر په نامه يادېږي او ژوند يې په هغه پسي تړلې دی. هغه دوره چې د معنویت کړکیچ د ټیکنالوژیکي پیړۍ خلک یې اغیزمن کړي، تر هغه حده چې موږ په پراخه ساحه کې د راڅرګند شوي دینونو د رامینځته کیدو شاهدان یو، په ځانګړې توګه په صنعتي ټولنو کې.
بې له شکه، دې مسئلې د دودیزو دینونو اهمیت د دوی د بنسټونو د بیا تعریفولو په سیسټم کې ځای پر ځای کړی او د نورو سیمو سره یې د سیسټمیک اړیکو جوړولو لپاره فعال کړی دی، او د دین او رسنیو په ډګر کې یو له مهمو اړیکو څخه ښکاري. له همدې امله د رسنیو فعالیتونه هم د دې ډول اړیکو له امله اغیزمن شوي، چې د دین په برخه کې دا کټګوري د دیني خلکو د بیانونو په مینځ کې ښه لیدل کیدی شي.
قرآن کریم او د رسنیو اخلاق؛
لوى څښتن چې د خپل پېغمبر صلی الله علیه وسلم په وسيله يې خپل پيغام خلكو ته رسولى دى، تل ټينګار كوي چې د اطلاعاتو او د دیني کلتور جوړونې په برخه كې بايد اصلي پيغام له كومې نيمګړتيا پرته د خلكو غوږونو ته ورسېږي او په دې سپېڅلې لاره كې د دیني او اسلامي هیلو پرته هیڅ حقیقي یا حقوقي شخص لحاظ مه کوئ. لکه څنګه چې الله تعالی جل جلاله خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته د ډېرو ستونزو په وخت کې امر وکړ: «وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ؛ « او خپلو نږدې خپلوانو ته انداز ورکړه.” (الشعراء: 214.) په بل ځای کې فرمایي: «یا أَیهَا الرّسُولُ بَلِّغْ ما أُنْزِلَ إِلَیک مِنْ رَبِّك وَ إِنْ لَمْ تَفْعَلْ فَما بَلّغْتَ رِسالَتَهُ؛ «اې رسوله، هغه څه چې د الله جل جلاله له لوري تاته راغلي دي، هغه ورسوه، او که دا کار ونه کړې، نو خپل رسالت دې نه دی پوره کړی.” (مائده: ۶۷)
پر دې موضوع سربېره، د قرآن له نظره، اطلاعات او تبلیغات له ځینو اصولو او اخلاقو سره تړلي دي او باید د ناسمو او غیر واقعي موادو له خپرولو ډډه وشي؛ د خلکو په منځ کې یوازې هغه مواد نشر او خپاره شي چې اسناد لري او اسلامي اخلاقو ته وده ورکوي؛ لکه څنګه چې په دې اړه قرآن کریم فرمایي: «وَ لا تَقْفُ ما لَیْسَ لَکَ بِهِ عِلْمٌ؛ « او د هغه څه پیروي مه کوئ چې تاسو په هغه اړه علم نه لری.» (اسراء: 36).
رسول الله صلی الله علیه وسلم او رسنیز اخلاق؛
له شک پرته، موږ کولی شو د ټولنې مختلف رسنۍ د نن ورځې مبلغین وبولو. څوک چې د ایمان او اخلاقو د خپرولو دنده په ښه توګه ترسره کړي، هغه د دیني او اخلاقي رسنیو په کټګورۍ کې شامل کېږي. رسول الله صلى الله عليه وسلم په شخصي توګه د قرآن کریم او د هغه د فصيحه بيانونو له لارې ستر ديني معلومات وړاندې کړل؛ له همدې امله د اسلامي رسنیو خلک باید ځینې اخلاق او دندې په پام کې ونیسي چې دا دي:
۱. صداقت او رښتینولي؛ د رسنیو ارزښت په دې کې دی چې هغه پروګرامونه په خپل اجنډا کې ځای په ځای کړي چې له دروغو، مبالغې او اغراق څخه لرې وي. کله کله په ځینو پروګرامونو کې داسې محتوا وړاندې کېږي چې کوچنۍ مسائل لوی او لوی مسائل کوچني ښکاره کوي او دا لارښوونې په ټولنه کې پلي کېدای نشي. اسلامي رسنۍ باید دا یقیني کړي چې راپورونه ریښتیني وي او خپرونې یې د خلکو د عادي او اوسط پوهاوي په کچه وي او په ټولنه کې داسې مسایل ترویج کړي چې د خلکو له عملي دائرې څخه بهر نه وي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د خبرو او اخلاقو په ګډون په ټولو چارو کې صداقت خوښاوه او ویل به یې: «الصدق ینجی والکذب یهلک؛ “حقیقت انسان ژغوري او دروغ انسان هلاک کوي.”
۲. مخاطب پېژندنه؛ یو له مهمو شیانو څخه چې باید تل د رسنیو اصلي پالیسي وي د مخاطبینو ( لیدونکو، اورېدونکو او ویونکو) علمي ظرفیت او ساحې ته پاملرنه ده. که څه هم ډېری مسائل سم او منطقي دي، خو کله ناکله د عامه افکارو د وړاندې کولو وړ نه وي. ځکه چې مخاطبین د دې ډول محتوا د ترلاسه کولو، پوهېدو او هضم کولو ظرفیت نلري. اسلامي رسنۍ بايد داسې محتويات غوره کړي چې د مخاطبینو د اوسط درک وړ وي، او د داسې محتوياتو او خبرونو له وړاندې کولو څخه ډډه وکړي چې د خلکو له ظرفيت او علمي کچې څخه لوړ وي؛ مخاطب پېژندنه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په ژوند کې یو له مهمو مسائلو څخه ده.
۳. اسلامي احکامو ته ډېره پاملرنه؛ د اسلامي ټولنو خلک داسې دي چې اسلامي رسنۍ د اسلامي ارزښتونو د خپراوي سټیج ګڼي او هر هغه څه چې له دې رسنيو خپرېږي د ځان لپاره ثبوت ګڼي. له دې شرایطو سره اسلامي رسنۍ باید د خپل کار په سر کې اسلامي احکام په پام کې ونیسي او تر ټولو مهمه دا ده چې د دوی د خپرونو محتوا او بڼه له اسلامي احکامو سره سمه وي. دا هغه هیله ده چې ټول خلک یې له با ارزښته او با نفوذه رسنیو څخه لري.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم اخلاق د الهي حکم او د قران کریم له احکامو سره سم وو او هیڅکله یې له دې محور څخه انحراف نه کاوه. لکه څنګه چې په روایت کې راغلي دي: «کان خلقهُ القرآن؛ «د رسول الله صلی الله علیه وسلم اخلاق د قرآن پر بنسټ وو.»
۴. د مخاطبینو سره ملګرتیا او خواخوږي؛ بې له شکه اسلامي رسنۍ کولای شي په اسلامي ټولنه کې د انسانيت او هماهنګۍ مرکز وي او د الهي احکامو تر سیوري لاندې د خلکو اسلامي وحدت راولي. رسنۍ دنده لري چې تل د اسلامي ټولنې د ویاند په توګه په ټولنه کې د مناسبو پروګرامونو په جوړولو او خپرولو سره او د اسلامي خلکو د وقار په خاطر د مینې او همکارۍ روحیه رامنځته او پیاوړې کړي، ؛ په دې ډول چې اسلامي ټولنه د خلکو تر منځ یو ډول مینه او دیني یووالی احساسوي.
۵. د تفرقې (وېش) او ټولنیزو شخړو د رامنځته کولو څخه مخنیوی؛ اسلامي رسنۍ بايد په ټولنه کې اسلامي اتحاد ته وده ورکړي او د هر هغه کار څخه ډډه وکړي چې په ټولنه کې د تفرقې سبب ګرځي. په خلکو کې د عیب موندل او د خلکو په کمزورو ټکو باندې تمرکز او داسې نور هغه څه چې د ټولنې یووالی کمزوری کوي. له همدې امله رسنۍ باید دې ټکي ته ځانګړې پاملرنه وکړي. البته، دا فورمول په هر ځای کې نشي پلي کیدی. که چیري ځیني خلک وغواړي په خپلو خیانتونو سره ټولنه تباه کړي او د اسلام اساسات او هویت تر پوښتنې لاندې راولي، رسنۍ دنده لري چې دغه کسان او حرکتونه خلکو ته وروپېژني او د هغوی له فتنې څخه ټولنه خبر کړي.
په پای کې د یادولو وړ ده چې هر نظام او پوځ په هره بڼه کې باید داسې اصول او چوکاټونه ولري چې د همدې تعلیماتو په محور حرکت او عمل وکړي. د رسنیو د خپرونو په پلانولو کې د توازن د رامنځته کولو لپاره تر ټولو لوړ او تر ټولو معتدل اخلاقي اصول اسلامي اصول دي، چې انفرادي او ټولنیز اخلاق او د هر شخص محرمیت ته درناوی لري. په اسلامي چاپېريال کې اسلامي رسنۍ بايد د دغو اسلامي او اخلاقي اصولو او احکامو روښانه بېلګه او استازي وي.
نور بیا…
Leave A Reply

Exit mobile version