لیکوال: عبیدالله نیمروزی


امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله (لومړۍ برخه)

د محتویاتو لنډیز
حضرت امام ابوحنیفه رحمه الله چې د “اعظم (لوی) امام”  لقب ورکړل شوی، د اسلامي امت او په ځانګړې توګه د «ماوراء النهر» خلکو له ویاړونو څخه دی چې بې له شکه د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم یو له معجزو او د اسلام د دين د بشپړتيا ثبوت او د جامع او مانع حجت په توګه یې پیژندلی شو؛ د دې ادعا د ثبوت لپاره د فقهاوو اثار، تصنیفونه، د عالمانو، شاګردانو او د اسلامي نړۍ د سترو مفکرینو اقوال د نوموړي د ستاینې په اړه ذکر کېدی شي.
بنسټیزې کلمې: امام اعظم، ابو حنیفه، نعمان بن ثابت، فقه
امام ابوحنیفه رحمه الله په یوه نظر کې؛
د هغه نوم نعمان بن ثابت بن زوطی دی. هغه په ​​۸۰ هجری قمری کال د کوفې په ښار کې وزېږید.
امام ابوحنيفه له ماشومتوبه د خپل پلار حجرې(کوټې ) ته تللو او ورسره اوسېده او له پلورونکو، پېرودونکو او مشتریانو سره يې د چلند او تعامل اصول او بنسټونه زده کول؛ تر هغه چې هغه د خپل پلار مسلک ته دوام ورکړ او هوسا او سوکاله ژوند یې غوره کړ. د هغه دنده “بزازي”  یا د جامو او ټوکرو سوداګرۍ وه او په حجره کې یې یو ملګری درلود چې په سوداګرۍ کې یې ورسره مرسته کوله.
د امام ابوحنيفه رحمه الله د زده کړې دوران؛
هغه په ​​یوه متقي، مسلمانې ،شتمنې او سخاوتمندې کورنۍ کې وروزل شو او داسې ښکاري چې هغه د خپل مور او پلار یوازینی اولاد و؛  پلار یې په کوفه کې د ټوکرانو په دوکان کې کار کاوه.
د امام ابوحنيفه رحمه الله زده کړه لومړی د کلام په علم کې وه؛  وروسته يې د فقهې علومو ته مخه کړه او له حماد بن ابي سليمان سره يې شاګردي وکړه او شاوخوا اتلس کاله يې ورسره ملګرتيا وکړه.
 امام «زفر» چې د امام ابوحنیفه له شاګردانو څخه دې، د فقهې په لور د امام د  متوجه کیدو لامل د امام له خپل قول څخه داسې بیانوي: « د کلام په علم کې داسې لوړې درجې ته رسیدلی وم چې د عوامو او خاصو پام راته اړول شوی و؛  زموږ درسي حلقه د حماد بن ابي سليمان درسي حلقې ته نژدې وو؛ یوه ورځ یوې ښځې رانه وپوښتل چې یو سړی غواړي خپلې ښځې ته د دود له مخې طلاق ورکړي؛ نو څو طلاقونه ورکړي؟  ما هغه ته وویل: چې له حماد څخه وپوښته او د ځواب څخه خبر کړي؛ حماد ورته وویل:  ښځه باید له میاشتنۍ حیض څخه خلاصه وي او میړه یې له هغې سره  ویده نه شي، نو هغې ته دې یو طلاق ورکړي هغه باید د دوه نورو حیضونو وروسته غسل ​​وکړي، چې په دې کې یې میاشتنۍ حیض تېر شوی وي، نو هغه کولی شي واده وکړي». امام ابوحنيفه رحمه الله وايي: له هغه وروسته مې د کلام علم پرېښود او د حماد ټولګي ته لاړم او له دې امله چې د هغه په ​​درسونو ښه پوهېدم او سم ځوابونه مې ورکول، د حماد د درناوي وړ وګرځېدم».
 امام ابوحنيفه د حماد فقهي افکارو او آراءو ته مخه کړه او د هغه له مشهورو او ممتازو شاګردانو څخه شو؛ له همدې امله حماد هغه ته د ټولګي په سر کې ځای ورکړ. له خپل استاد حماد سره يې چلند هم د حيرانتيا او تعجب خبره ده؛ د بېلګې په توګه، هغه به د خپل استاذ د کور د دروازې تر شا ناست و، تر څو چې د هغه استاذ له کوره ووځي او پوښتنه به یې ترې کوله او یا به یې اړتیاوې پوره کولې. هغه ۱۸ کاله د خپل استاذ په حضور کې و، تر دې چې حماد وفات شو او شاګردانو یې امام ابو حنیفه رحمه الله د هغه ځای ناستی وټاکه؛ امام ابوحنيفه رحمه الله وايي: « له هغه وخته چې حماد وفات شو، هر وخت چې لمونځ کوم، د هغه او مور او پلار لپاره  مې له خدايه بخښنه غواړم».
د امام ابو حنیفه رحمه الله استاذان:
۱ـ  عکرمه د عبدالله بن عباس مولی د وفات نیټ 104 هـ.
۲ـ عطاء بن ابي رباح چې په ۱۱۴ هجري کې وفات شوی دی.
۳ـ نافع د ابن عمر  مولی چې په ۱۱۷ هجري کې وفات شو.
۴ـ  حماد بن ابي سلیمان چې  په ۱۲۰ هجري کې وفات شوی دی.
نور بیا…
Leave A Reply

Exit mobile version