د الله تعالیٰ جل جلاله توره «خالد بن ولید رضي الله عنه» ژوند ته لنډه کتنه (پنځه ویشتمه برخه)
حضرت خالد رضي الله عنه د صدیق اکبر رضي الله عنه په زمانه کې
په تېرو برخو کې په مختلفو غزواتو کې د اسلام له پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره د حضرت خالد رضي الله عنه د ونډې اخیستنې او ګډون په اړه خبرې شوي او اوس په دې برخه کې غواړو د حضرت صدیق اکبر رضي الله عنه د خلافت دورې په جګړو او فتوحاتو کې د نوموړي د ګډون په اړه څېړنه وکړو، نو مخکې له دې چې اصلي موضوع ته لاړ شو، د اسلام د ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته د مسلمانانو حالت په لنډه توګه تر بحث لاندې نیسو او بیا به موضوع ته ننوځو.
د مرتدانو او د نبوت د مُدعیانو په وړاندې جهاد
وروسته له دې چې د اسلام ګران پیغمبر صلى الله عليه وسلم “٢۳” کاله په جزيرة العرب او ګاونډيو سیمو کې د ايمان دعوت ورکړ، خلک د اسلام په سپېڅلي دين مشرف کېدل، خو دا چې د شاوخوا خلکو ایمان لا ټینګ شوی نه و او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره نه وو ناست ترڅو د ایمان خوږوالی یې په زړونو کې ځای پر ځای کړی شوی وای، رسول الله صلی الله علیه وسلم فاني نړۍ ته الوداع وویل او ژوند یې ژوند پیدا کوونکي ته تسلیم کړ.
دې کار په ځينو نويو مسلمانانو منفي اغېزې وکړې، تر دې چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات خبر په اورېدو سره ځينې خپل پخواني دين ته راستانه شول او ځينې نور بيا د اسلام په دائره کې پاتې شول، خو له زکات او داسې نورو څخه يې ډډه وکړه. یو شمېر منافقانو له دې خلا څخه ګټه پورته کړه او غوښتل یې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځای ناستی شي او د پیغمبرۍ دعوه وکړي، خو حضرت صدیق له خپلو متقیو یارانو او ګرانو صحابه کرامو سره لاس تر زنې ارام نه وو، بلکې د دغو فتنو د مخنيوي لپاره يې سمدستي د جهاد اعلان وکړ او د ټولو هغو کسانو پر ضد وجنګېدل چې مرتد شول، یا یې زکات رد کړ او يا يې د نبوت دعوه وکړه، ټول يې د هستۍ له پاڼې څخه محو کړل تر څو هيڅوک دا فکر هم ونکړي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم لاړ او د هغه ټولې هڅې او قربانۍ له هغه سره لاړې، نه؛ بلکې هر څوک باید پوه شي چې د اسلام سپیڅلی دین د الله تعالی جل جلاله له لوري دی، هغه تل ژوندی دی او نه مړ کیږي، له همدې امله هیڅوک نشي کولی خپل سر د فتنې لپاره پورته کړي.
یو له هغو کسانو څخه چې د حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه تر امر لاندې و او په مختلفو برخو او ډګرونو کې له هغه سره ملګری او اوږه په اوږه ولاړ و، هغه حضرت خالد بن ولید رضي الله عنه وو چې په خپلو سرښندنو او رشادتونو وتوانېد چې ډېر فتوحات او لاسته راوړنې د مسلمانانو په برخه کړي. موږ هم په دې برخه کې غواړو د حضرت خالد رضي الله عنه د لاسته راوړنو یوه برخه ولیکو.
حضرت خالد رضي الله عنه او طلیحه اسدي ملعون
یو له هغو کسانو څخه چې فکر یې کاوه د اسلام ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفات شوی دی او د دعوت مېدان د ده لپاره پاتې شوی دی نو اسلامي اُمت به له سپیڅلو اسلامي زده کړو او لارښوونو څخه غافل کړي او خپلو شومو او ناوړه درسونو او موخو ته یې را وبلي، طلیحه ابن خویلد اسدي و، هغه چې دعوه يې کوله چې د نبوت دروازه نه ده تړل شوې او د انبياوو د کاروانونو لړۍ روانه ده. هغه وویل: زه یو له هغو خلکو څخه یم چې وحی پرې نازلېږي، تاسو باید پر ما ایمان راوړئ او خپل پخوانی دین هېر کړئ.
علامه شلبي رحمه الله لیکي: هغه ادعا وکړه چې حضرت جبرائیل امین علیه السلام پر ده نازلېږي او الهي وحی ورته کوي، له همدې امله هغه خپلو پیروانو ته امر وکړ چې په ولاړه لمونځ مه کوئ او له سجدې نه ډډه کوئ او هغه کسان چې له هغه سره یو ځای شول، د ده خپلوان او عرب ژبي وو او د نژادي تعصب له مخې یې ملاتړ کاوه. څرنګه چې بني اسد، غطفان، طي، عبس او ذبيان د هغه د مرستې لپاره ورغلي وو.