په غربي ټولنه کې د سیکولارېزم د خپرېدو او رامنځته کېدو لاملونه:
په لویدیځو ټولنو کې د سیکولاریزم خپرېدل بې شمېره دلایل او موخې لري چې په دې موضوع کې یې یادونه کولای شو، خو دا لاملونه او اسباب د دوی د ټولنو په تاریخ کې یوه نادره پېښه وه او هغه مسئله د دوی د دین او شرعي احکامو پراخه تحریف و. موږ لومړی د تحریف په مسئله بحث کوو.
لویدیځې ټولنې د عیسویت د نزول له پیل راهیسې د دې دین او د هغه تعلیماتو ته غاړه اېښې ده. دغه دین توانیدلی و چې خپلې ټولنې ته د الهي او دیني لارښوونو ریښتیني او سم نظر وړاندې کړي او د الهي احکامو پلي کولو او د هغه رضا ترلاسه کولو ته وهڅوي. عیسی علیه السلام لکه د ټولو الهي پیغمبرانو په څیر چې د دین او انساني نجات احساس بیرته راګرځولو او د خپل ملت د ژغورلو لپاره رالیږل شوی و، هغه هم د خپل قوم او امت ته د ژغورلو او په آخرت کې د توحید او عقیدې د ژغورنې پیغام رسولو لپاره لیږل شوی و.
تر هغه وخته پورې چې هغه په ځمکه کې موجود و او د خپل ولس مشري یې کوله، تر ټولو ښه فعالیت او اصلاحي حرکت یې درلود او خپله دنده یې په ښه توګه ترسره کړې وه، خو د ده د پیروانو یوې ډلې، کله چې دی آسمان ته پورته شو نو په خپلو کې یې تحریف پیل کړ. او د ده په دیني لارښوونو کې یې بدلون راوستل او د ده د رسالت او ژغورنې پیغام بڼه یې بدله کړه.
د عیسی علیه السلام په دین کې د تحریف مسئله چې کابو لس پېړۍ یې دوام وکړ او حتیٰ ویلای شو چې تر اوسه پورې هم دوام لري، ډیر ژر پیل شو. یعنې هغه وخت چې رسولان لا ژوندي وو. همدا رنګه دا حرکت په یوه ستونزمنه ادعا سره پیل شو چې آسانه او سپک نه وه او هغه دا وه چې ادعا وشوه چې عیسی علیه السلام یو الهی طبیعت لري، په داسې حال کې چې د برتانوي دائړة المعارف اعتراف کوي چې : «هیڅ دلیل چې ثابت کړي چې حضرت عیسی علیه السلام یو الهي عنصر یا یو لوړ عنصر لري، د عیسی علیه السلام لخوا نه دی خپور شوی.»
عیسویت چا تحریف کړ؟
ټول منابع او تاریخي سرچینې په دې موافق دي چې د عیسی او د هغه د تعلیماتو په تحریف او بدلون کې اصلي رول د رسولانو پیروانو څخه یو مبشر ته ورګرځي چې تحریف کوونکي عیسویان یې”پاول رسول” بولي. هغه ادعا کوله چې حضرت عیسی علیه السلام د خدای زوی – نعوذبالله – دی او دا ادعا په عیسوی مذهب کې د تثلیث لومړنی اساس و. په خپل لومړي اقدام کې، پاول وتوانید چې د عیسویانو د توحید عقیده له منځه یوسي، کوم چې د عیسیٰ د ماموریت لوړه ډالۍ او موخه و.
هغه د اب (پلار)، ابن (زوی) او روح القدس (جبریل) نظریه د عیسویانو د توحید او صحیح عقیدې په توګه تبلیغ او پراخه کړه. د پاول دا غلط نظریه، هغه وخت قانوني بڼه پیدا کړه چې د هغه یو پیروان هڅه وکړه چې څلورم انجیل ولیکي، کوم چې یوحنا رسول ته منسوب شوی و.
په دې توګه، توحید، چې د ټولو پیغمبرانو او عیسی علیه السلام ډالۍ وه، په تثلیث بدل شوه او عیسویان له دې مسېلې څخه اغیزمن شول. دا نظر د عیسویت د پوهانو ترمنځ د پوهېدو او حل کولو وړ نه و. انساني عقل تل په کلیسا ټینګار کړی چې د قناعت وړ ځواب ورکړي چې دا څنګه ممکنه ده چې 1+1+1=1، دا څنګه “1” کېږي؟
مګر کلیسا تل ځواب ورکړی چې دا یو اسرار دی او ذهن په هغه نشي پوهېدلی. نو د دې نظریې د باطلېدو د پټولو لپاره، دوی تل دا ادعا کوله چې د انجیلونو دیني تعلیمات باید د دلیل له مخې ونه څېړل شي.