لیکوال: شکران احمدي


اعتدال او په اسلام کې د هغه دریځ (لومړۍ برخه)

روڼوالی
که موږ د قرآن او سنتو لارښوونو ته ځير شو، نو معلومه به شي چې اسلام او مسلمانان د اعتدال دين او “منځني او وسط امت” بلل شوی دی. دا د اسلامي ټولنې په ټولو برخو کې د اعتدال اهمیت په ګوته کوي؛ ځکه چې د اسلام فطرت د ژوند په ټولو چارو کې اعتدال دی او د وخت او ځای محدودیت نه لري. بلکي په فکر، عقیده، عبادت، تقوا، اخلاق، چلند، راکړې ورکړې، سیاست او داسې نورو کې یوازې “اعتدال” دی چې سمه لاره له باطل څخه جلا کوي او د حق او باطل ترمنځ پوله ټاکي. په دې ډول چې اعتدال د اسلام له عمومي او هر اړخيزو ځانګړنو او د هغه له ځانګړو ايډيالوژیو او نښو څخه دی.
په دې بحث کې غواړو چې د قرآن او نبوي سنتو له نظره د اعتدال او انډولوالې په اړه لنډې خبرې وکړو او په عین حال کې د قرآن او نبوي احادیثو له نظره د هغې لغوي او اصطلاحي مانا او مفهوم څرګند کړو. او په آیتونو او حدیثونو کې د هغه اهميت، ارزښت او رول په فردي او ټولنيز ژوند کې وڅېړو، تر څو د انسان کمال ته په رسېدو او د اسلامي تمدن په وده کې د اعتدال رول څرګند شي.
بنسټیزي کلمې: منځنی ملت، اعتدال، میانه روي، عدالت، زیاتی، انډول او….
مقدمه
بې له شکه د اسلام سپېڅلی دين د خپل عروج له پيله ټول قومونه او ملتونه اعتدال او عدالت ته رابللي دي. د دې الهي دين له نظره د زياتو کندو څخه د خلاصون يواځينۍ لار اعتدال ده. د وحې د لارښوونو او د اسلامي شريعت د تعالیم په څېړلو سره دا حقيقت ته رسيږو چې اسلام د نړۍ نظام د اعتدال د نظام په توګه معرفي کړی او انسان يې د ژوند په ټولو اړخونو او برخو کې د اعتدال او عدالت لور ته بللی دی. او په هر کار او هر چلند کې یې افراط او تفریط یې غندلی دی او د ژوند په ټولو چارو کې یې اعتدال یې خوښ کړی دی. له همدې امله دا ادعا کېدای شي چې د اسلام دین د ژوند کولو لپاره تر ټولو بشپړ او ساده پلان او لارښود په توګه یو معتدل دین دی او له همدې امله ورته “حنیف دین” ویل کېږي.
د اسلام له نظره کامل انسان په ټولو ډګرونو کې تر ټولو متوسط ​​شخصیت دی او په نړۍ او آخرت کې د اعتدال او عدالت روح درلودل د اسلامي شریعت له نظره د منلو وړ او مطلوب دی او حتیٰ په ټولنیزو او سیاسي مسایلو کې هم افراط او تفریط منفي عواقب لري او کله ناکله ستونزه پېښوي. بې له شکه، د ډېرو انفرادي او ټولنيزو انحرافاتو ريښه د “اعتدال” په نه اجرا کولو کې ده. لکه هغه ستونزې چې انسان په خپلو اړیکو کې یې پیدا کوي او د حل کولو توان یې نه لري او یا هغه ستونزې چې په کورني اړیکو کې پیدا کیږي او یا هغه ستونزې چې په ټولنه کې د عدالت د نه شتون له امله رامنځ ته کیږي.
هر هغه څوک چې د اسلام لارښوونو ته د خپل ژوند لارښود او پلان جوړ کړي، هغه به معتدل ژوند ولري او د شخصیت په لحاظ به هر اړخیز توازن ته ورسیږي. کله چې د چا په روح او نفس کې اعتدال او عدالت رامنځته شي او د هغه په ​​وجود کې بنسټیز شي، نو هغه به د ژوند په ټولو چارو کې دغه کړنلاره ساتي او له حده به نه ځورېږي. له همدې امله، دا اړینه ده چې د مطلوب کمال ترلاسه کولو لپاره دا اصول اړین دي؛ ځکه چې د تکامل په لاره تلل او وروستي هدف ته رسیدل د ژوند په ټولو برخو کې د “اعتدال” په پلي کولو پورې اړه لري.
نور بیا…
Leave A Reply

Exit mobile version