دا یوه داسې مغالطه ده چې دلیل ویونکی پکې له اصلي موضوع پرته په بله موضوع باندې رد شروع کړي، او خلکو ته داسې ښکاره کړي چې ګواکې سم دلیل وایي او خپل مقابل لوري ته یې سم ځواب ورکړ، د بېلګې په توګه: یو شخص له ملحد څخه پوښتنه کوي چې ته ولې اسلام د ترهګرۍ دین بولې؟ نو په ځواب کې ددې پر ځای چې ملحد د اسلام په ثابتو احکامو او قوانینو بحث وکړي، د افرادو او احزابو کړنې ځان ته دلیل نیسي او وایي چې فلانۍ مسلمانه ډله او حزب په خلکو کې وېره او ترهه خپروي، ظلم او وحشت کوي او… په همدې توګه د افرادو او ډلو په کړنو نیوکې کوي او د هغوی ناسمې کړنې اسلام ته منسوبوي او پای وایي چې د همدې دلائلو پر بنسټ اسلام د ترهګرۍ دین دی؛ دلته ملحد خپله اصلي خبره (اسلام د ترهګرۍ دین دی) نشي ثابتولای او په اسلامي احکامو منطقي او علمي رد نه شي کولای، له همدې امله له مغالطې څخه کار اخلي او د اصلي موضوع پر ځای بله موضوع تر بحث لاندې نیسي او په پای کې یاده موضوع اسلام ته په خپله راجع کوي که څه هم هغه موضوع له اسلام سره تړلې نه وي، دا یواځې یوه بېلګه ده په ډېرو ځایونو کې ملحدین له همدې مغالطې کار اخلي.
۲ـ ډایکوټمي مغالطه (False Dichotomy):
دا هغه مغالطه ده چې په دې کې مخاطب شخص ته یواځې دوه انتخابه ورکول کېږي او په واسطه یې مخاطب بې ځوابه کوي، د بېلګې په ډول: ملحد خپل مخاطب ته وایي چې الله رحمن دی او که مطلق قادر؟ ځکه که رحمن هم وي او مطلق قادر هم وي نو بیا ولې په نړۍ کې دومره ستونزې او مشکلات موجود دي؟ نو د ستونزو له موجودیت څخه ښکاري چې الله جل جلاله مطلق قادر دی خو رحمن نه دی او نه غواړي چې یادې ستونزې له منځه یوسي او یا هم رحمن دی خو قدرت نه لري چې دا ستونزې له منځه یوسي؛ -نعوذ بالله- په دې مغالطه کې ملحد خپل مخاطب ته یواځې دوه انتخابه ورکوي او د مغالطې په مرسته غواړي څو خپل مخاطب بې ځوابه کړي، په داسې حال کې چې الله جل جلاله له دې دوه صفاتو پرته ډېر نور صفات هم لري لکه علیم، حکیم او… اوس کې چېرې د ملحد مخاطب مسلمان داسې ځواب ووایي چې الله جل جلاله یواځې مطلق قادر دی نو هم بې ځوابه دی او که ووایي چې یواځې رحمن دی هم بې ځوابه او بند راځي، خو په حقیقت کې دا د ملحد له لوري یوه مغالطه ده چې په سمه توګه باید ځواب شي او د ملحد دا دوه انتخابه ورکول ناسم ثابت کړي.
۳ـ له چوپتیا څخه استدلال (Argument from silence):
په دې مغالطه کې شخص هڅه کوي چې له مخاطب سره د دلیل د نه شتون له امله متضاده دعوه مطرح کړي او همدا دعوه د دلیل په توګه وکاروي، د بېلګې په ډول: ملحد له یوه عام مسلمان څخه غوښتنه کوي چې د الله جل جلاله د شتون په هکله ورته دلیل ووایي، که له نوموړي مسلمان سره د ناپوهۍ یا د کمې پوهې له امله قانع کوونکی دلیل نه وي نو ملحد په عین وخت کې دعوه کوي چې وګوره د الله جل جلاله په شتون باندې هېڅ دلیل نشته په همدې اساس الله هم نشته. یا دا چې ملحدین وایي چې د انسان د شتون لپاره د ارتقاء د نظریې په څېر بله ساینسي توجېه نشته نو له همدې امله همدا د ارتقاء نظریه سمه توجېه ده. په حقیقت کې دا یوه مغالطه ده ځکه چې د ډېرو څیزونو لپاره په پیل کې خلک په دلائلو نه پوهېږي او وروسته یې دلیل کشف او تر لاسه کېږي لکه د جاذبې د قوې لپاره په لومړیو کې کوم دلیل نه وو بلکې وروسته یې په دلیل باندې خلک پوه شول، اوس نو دا هېڅ کله هم په دې معنی نه ده چې په لومړیو کې د جاذبې قوه هم موجوده نه وه او کله یې چې دلیل پیدا شو نو د جاذبې قوه هم پیدا شوه.
۴ـ هومینم خبرتیا (Ad Hominem):
دا یوه داسې مغالطه ده چې په دې کې شخص د مخاطب په ذات برید کوي او دلیل نه ورته وایي، د بېلګې په ډول کله چې له ملحد سره دلیل ویل کېږي نو هغه په ځواب کې مسلمانانو ته د حماقت نسبت کوي، یا یې مقدساتو ته سپکاوی کوي، ددې پر ځای چې دلیل ووایي خپل مخاطب احساساتي کوي او په همدې توګه غواړي چې مخاطب ماته خوړلی ثابت کړي او له بحث څخه ډډه وکړي.
۵ـ د بې باورۍ مغالطه (Fallacy of incredulity):
په دې مغالطه کې شخص خپله ناپوهي د خپل ځان لپاره دلیل نیسي او نه غواړي چې پوه شي، لکه داسې ویل چې زه په فلان څیز نه پوهېږم یا په فلاني کار زما سر نه خلاصېږي نو ځکه دا کار ناشونی دی، د بېلګې په ډول: ځینې وخت ملحدین پوښتنه کوي چې زما ذهن دا خبره نه مني چې یو غیر مادي ذات دې له مادې سره اړیکه ولري، یا دا چې زما ذهن دا خبره نه مني چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دې معراج ته ختلی وي، یعنې ملحد د خپل ذهن منل او نه منل د یو یقیني دلیل په توګه وړاندې کوي، په داسې حال کې چې دا یوه مغالطه ده، نوموړې مغالطې ته د ناپوهۍ مغالطه (Argument from ignorance) هم ویل کېږي.
له دې سربېره ډېرې نورې مغالطې هم شته چې ملحدین یې کاروي او هڅه کوي په دې توګه خپل ناسم باورونه سم وښيي لکه: (Red herriuy, Tu quoque, ad populum) موږ ځکه د پورته پینځو مغالطو په بیان بسنه کوو چې اکثره ملحدین له همدې مغالطو څخه کار اخلي.