لیکوال: ابو ریان

اسلام او سیکولاریزم (دریمه برخه)

د دين څخه تېښته یا په بل عبارت دنیا پالنه له غربي نړۍ څخه را منځته شوې او هغه چرک دی چې د بې دین او رنځور خلکو له بدبویه جسدونو څخه رامینځته کیږي.
    په حقیقت کې «سیکولاریزم» د دنیا پالو او بې دینه خلکو د درد لپاره د نجات وسیله ده، او د خلکو ناسم فکر چې د ډوبېدو څخه وېره لري، په هغه يې منګولې ولګول.
    له همدې امله سیکولاریزم له مسلمانانو سره هیڅ تړاو نه لري او لکه څنګه چې مو وویل د اروپا خلک له مجبورۍ او ويرې له امله د سیکولاریزم په غېږ کې یې ځان واچاوه. ځکه چې د دوی دين مبتذل شوی، له تحريفونو او درواغو ډک شوی او د پاپانو او پادريانو په لاس کې يوه وسيله ګرځېدلې ده چې د خلکو په زړونو او روحونو واکمن شي او  هغوی تر خپل استعمار لاندې راولې، اوس چې د اسلام د سپېڅلي دين پر وړاندې سیکولاریزم مطرح کيږي، دا باید د لویدیځې نړۍ په نظر ورته ونه کتل شي؛ ځکه چې موږ کله قرآن د حضرت عیسی علیه السلام له انجیل سره پرتله کړو نو معلومه به شي چې د ټولو اسلامي او غیر اسلامي علماوو په وینا له قرآن څخه یو حرف هم نه دی کم شوی او نه هم زیات شوی دی. خو انجیل څو ځله تحریف شو او په مقابل کې یې قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت له هر ډول تحریف څخه خوندي پاتې شوي، له هغه وروسته، د مسیح قوم ۷۰ انجيله جوړ کړل، چې هر یو یې د یو بل څخه ډېر توپیر درلود له څه مودې وروسته بیا څلور انجیلونو ته راکم شول. او بیا، د لویدیځ پوهانو په وینا، څلور موجوده انجیلونه د خدای پاک کتاب نه دی چې په عیسی علیه السلام نازل شوی. بلکي دا د تحريف او درواغو مجموعه ده، له بلي خوا د نړۍ ټول مسلمانان يو داسي قرآن لري چي بې تغير او بې تحريف دی.
    د عقیدې له نظره، کله چې موږ د پرتله کولو هڅه وکړو، وبه ګورو چې د اسلام توحیدي عقیده په بشپړه توګه پوره ده او د عیسویت په څیر، درې خدایان د هغه څخه نه دي راوتلي، مسلمانان یوازې په یو خدای ایمان لري، او محمد صلی الله علیه وسلم د نړۍ د خلکو لپاره د خدای بنده او رسول ګڼي. له همدې امله دوی په خپلو لمانځو کې په دوامداره توګه وايي: «أشهد أن لا اله الا الله وأشهد أنَّ محمداً عبده و رسوله» پر دې سربېره حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د الهي پيغام د رسولو پر مهال ځان د خداى بنده او رسول ګڼې او ويل يې: «لاتطروني كما أطرت النصاری عيسى بن مريم، و قولوا عبدالله ورسوله»؛ (زه تاسو ته د لارښونې لپاره راغلی یم، نو تاسو باید د عیسویانو په څیر زما ستاینه په داسې طریقه مه کوئ چې مناسبه نه وي، بلکې ما ته د خدای رسول او د خدای بنده ووایئ!)

اسلام او علم

    د سیکولارانو د هغو ادعاوو پر خلاف چې سیکولر د علم زانګو او اسلام د علم او ​​پرمختګ دښمن بولي او اسلام د علم وروسته پاتې والي لامل بولي؛ ​​​​ خو کله چې موږ د اسلام او عیسویت نظرونه پرتله کوو، کوم چې د ​​​​پوهې په اړه د مبتذل شوي دي، نو وينو چې اسلام د ساینس او ​​​​معلوماتو سره هیڅ تضاد او تناقض نلري. بلکي د اسلام او قرآن ټکر د جهالت او ناپوهۍ سره ده.
    د اسلام اصلي دين؛ هيڅکله هم له علم سره ستونزه نه لري او هغه علمي لاسته راوړنې چې قطعي او ډاډمنې دي، تر اوسه پورې له اسلامي ارشاداتو سره هيڅ ډول ټکر نه لري؛ بلکې د قرآن معجزه يې رابرسېره کړې دي.
Leave A Reply

Exit mobile version