ليکوال: ابو جرير

 

اسلامي عقايد؛ د ماشومانو ډېوه (شپاړلسمه برخه)

پوښتنه: په دې نړۍ کې چې هر څه وغواړو و یې کړو یا خیر ځکه اکثر خلګ شعار ورکوي چې موږ آزاد یو؟

ځواب: نه‌، انسان بنده دی نه آزاد لکه الوتونکي مرغان یا نور مخلوقات. وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ ۗ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُّبِينًا (الأحزاب / 36)

ژباړه: هیڅ ایمان داره ښځه او سړی حق نلري کله چې الله او پیغمبر یې یو امر لازم وګڼي، (د الله او رسول د فرمان په برابر) دي اختیار ولري، او هر څوک چې د الله او رسول سرغړونه وکړي، په ښکاره ګمراهۍ اخته شوی دی.

پوښتنه: اُرګان (ډلي) او اشخاص چې د حل او حُرمت مراجع وي څه ورته ویل کیږی.؟

ځواب: رب ورته ویل کیږي.

اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللَّهِ( التوبه / ۳۱) دوی خپل راهبان او پوهان پرته له الله جل جلاله په خدايي نیولي دي.

پوښتنه: په نوم اسلامي هیوادونو کې چې د پارلمان په نوم شته، هر څه په خپله خوښه حلال (قانوني) او حرام (غیر قانوني) کوي څه حکم لري؟

ځواب: قطعاً ناروا او دا ډېر بد عمل او حرام دی، بشر د داسي عمل اجازه نلري.

پوښتنه: که انسان د خپل نفس د خواهشاتو مطابق ژوند وکړي څه مشکل لري؟

ځواب: ګمراه کیږي،

(أَفَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَٰهَهُ هَوَاهُ وَأَضَلَّهُ اللَّهُ عَلَىٰ عِلْمٍ وَخَتَمَ عَلَىٰ سَمْعِهِ وَقَلْبِهِ وَجَعَلَ عَلَىٰ بَصَرِهِ غِشَاوَةً فَمَن يَهْدِيهِ مِن بَعْدِ اللَّهِ ۚ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ ) (الجاثية (23)

ژباړه: آیا لیدلی مو دی چې څوک خپل معبود خپل نفس وټاکي او خدای تعالی هغه په دې خبرولو سره ( چې د هدایت وړ نه دی) ګمراه کړي او په غوږونو او زړه یې مُهر وهلی او په سترګو یې پرده غوړولي ده؟! په دې حال څوک کولای شي پرته له خدای هغه هدایت کړي؟! آیا عبرت نه اخلئ؟!

نو هر څه چې نفس ته ښه ښکاره شي، کوي یې، او هر څه چې ورته بد ښکاره کړي پریږدي یې، پرته له دې چې د خدای جل جلاله رضا په نظر کې ولري یا د الله جل جلاله نفرت او غضب ته اهمیت ورکړي. مراد دا دی چې (کافران هر هغه څه چې ښه ګڼي او یا ورته هوس کوي، عبادت یې کوي لکه د کاڼي لرګي، دمکراسي او نورو عبادت چې کوي.

Leave A Reply

Exit mobile version