د اسلام اخلاقي دریځ (دويمه برخه)
اخلاق د قرآن له نظره
اسلام د ښو اخلاقو دين دی، خلک نيكو اخلاقو ته را بلي او د ښو اخلاقو پر بنسټ د اسلامي ټولنې پرمختګ ته لېواله دی، خدای تعالی د خپل پېغمبر ﷺ تعريف او ستاينه په لاندې ډول کوي: «وَإِنَّكَ لَعَلَى خُلُقٍ عَظِیمٍ»؛ ژباړه: او بېشكه ته د لوړو اخلاقو مرتبه لرې.
خدای تعالى ښه اخلاق د جنت لوړو درجو ته د رسېدو وسیله ګرځولې ده؛ لکه څنګه چې فرمایې: «وَسَارِعُوا إِلَى مَغْفِرَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِینَ (133) الَّذِینَ ینفِقُونَ فِی السَّرَّاءِ وَالضَّرَّاءِ وَالْكَاظِمِینَ الْغَیظَ وَالْعَافِینَ عَنِ النَّاسِ وَاللهُ یحِبُّ الْمُحْسِنِینَ (134)»؛ ژباړه: پر هغه لاره په منډه منډه وځغلئ چي ستاسي د پروردګار د بښني او د هغه جنت خوا ته تللې ده، چي هغه (جنت) لكه د اسمانونو او ځمکي په شان پراخ دى، او هغه د هغو خدای وېرېدونكيو خلكو لپاره تيار کړای شويدى (133)؛ د هغو لپاره چي د بډایۍ او بيوزلۍ په دواړو حالاتو کښي مال مصرفوي، د غوسې زغمونکي دي او د نورو لنډ پاري بخښي. داسي نېکان خلك د خداى ډېر خوښ دي (134).
خدای تعالی موږ ته د ښو اخلاقو په لرلو امر کوي: «وَلَا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِی هِی أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِی بَینَكَ وَبَینَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِی حَمِیمٌ» ژباړه: او [اې پېغمبره (صلی الله علیه وسلم)!] نېکي او بدي يو شانته نه دي؛ ته د بدۍ مخنيوى په هغي نېکۍ سره وکړه چي هغه ډېره ښه وي، (ته به وګورې) چي ستا سره چي د چا دښمني لوېدلې وه، هغه دې لكه صميمي دوست ګرځېدلى دى.
قرانکریم د خاتمالأنبیا علیه السلام د رالیږلو فلسفه د انسانانو د ښوونې او روزنې او د اخلاقو د بشپړتیا په توګه بیانوي: «هُوَ الَّذِی بَعَثَ فِی الأمِّیِّینَ رَسُوًلا مِّنْهُمْ یَتْلُو عَلَیْهِمْ آیَاتِهِ وَیُزَکِّیهِمْ وَیُعَلِّمُهُمُ الْکِتَابَ وَالْحِکْمَةَ وَإِن کَانُوا مِن قَبْلُ لَفِی ضَلَالٍ مُّبِینٍ»
همغه ذات دى چي په اُميانو ناپوهانو کښي یې پېغمبر پخپله له همغوى څخه راپاڅوه، چي هغو ته د دغه (قُرآن) ايتونه لولي، د هغوى ژوند سپېڅلى كوي؛ او هغو ته د كتاب او حكمت ښوونه كوي. پداسي حال کښي چي له دې څخه مخکي هغوى په څرګنده ګمراهۍ کښي غورځېدلي ول.
په دې آيت كې د رسول الله ﷺ څلور وظيفې بيانې شوي دي او په حقيقت كې هغه بشریت ته د دې څلورو لويو نعمتونو راوړونكی دی:
د قران کریم د آیتونو تلاوت؛
د اخلاقو وده او پالنه؛ یعنی د الهي ایتونو په مرسته رسول الله ﷺ د خپلو پیروانو معنوي او مادي کمالات زیاتوي او د هغوی روح ته وده ورکوي، د دوی د وجود په څانګو کې د فضیلت ګلونه راښکاره کوي او هر ډول بد خویونه چې د دوی په ټولنه کي د جهالت له زمانې نه شتون درلود، له منځه وړي.
د حکمت زدکړه:
د اسلام پیغمبر ﷺ د خپل رسالت د فلسفې په اړه فرمایلي دي: «بعثتُ لِأُتمّمَ مکارم الأخلاقِ»؛ “زه د دې لپاره رالېږل شوی یم چې د اخلاقو فضیلتونه بشپړ کړم.” په حقیقت کې په دې توګه هغه پخپله یو بشپړ او ارزښتناکه نمونه وه، لکه څنګه چې خدای تعالی په خپل بیان کې فرمایي: «وَإِنَّكَ لَعَلَی خُلُقٍ عَظِیمٍ»؛ ژباړه: او بېشكه ته د لوړو اخلاقو مرتبه لرې.
علامه اقبال لاهوري څه ښه وایې:
از بهارش رنگ و بو باید گرفت
بهرۀ از خُلق او باید گرفت
آنکه مهتاب از سر انگشتش دونیم.
رحمت او عام و اخلاقش عظیم.
د ثبات او ټیکاو د رامنځته کولو لپاره هره ټولنه ځینو اخلاقي معیارونو او قوانینو ته اړتیا لري چې د هغې له لاسه ورکول، هغه تار شکوي چې د ټولنې غړي سره نښلوي؛ قرآن په دې برخه کې يو لړ اخلاقي اصول وضع کړي دي چې هر پاک نفس به يې په وړاندې په درنښت ولاړ وي.
په قران کریم کې د انسان د سلوک د لارښوونو او سازنده قوانینو له ساحې څخه د ممنوعه ساحه او آزاده ساحه د معرفي کولو څخه بحث شوی او په منع شوي ساحه کي د هر ډول تخریبي او ناوړه اخلاق په وړاندې د (توقف) نښه ځای پرځای شوی دی. قرآن له خپلو پیروانو څخه غواړي چې دا خویونه د ځان له شخصیت څخه په بشپړه توګه له منځه یوسي او د پورتنیو اخلاقي اصولو او مقرراتو سره سره، قرآن کریم د هر انسان لپاره د شخصي ژوند په ټولو مرحلو کې د پلي کیدو لپاره یولړ اخلاقي اساسنامه وړاندې کوي.
دا ډول مسایل چې د یو شخص لپاره خورا شخصي او ځانګړي دي، د هغه د چلند په جوړښت کې خورا اغیزمن دي او د هغه شخصیت څرګندوي. د هغو له جملې څخه: په ارامه خبرې کول، له ننوتلو مخکې سلام اچول، د سلام ځواب په ښو کلماتو ورکول، د نورو له ورتګ مخکې اجازه غوښتل، د مجلس درناوی، خوږه او نرمه خبرې کول او له وتلو مخکې اجازه غوښتل.
په انفرادي چلند کې، یوه سیمه د آزادې ساحې یا د مجازې حلقې په توګه هم مطرح شوی، کوم چې عبارت دي له: د ټولو ښو شیانو (طیباتو) او خوندورو شیانو کارول او خوند ترې اخیستل؛ او د اجتماعي سلوک په اړه قرآن د بدو او تخريبي اخلاقو د يوې ټولګې مخې ته د “توقف” نښه ګرځولې ده، تر څو انسان له دې حده تېر نه شي او د ټولنې د سالم جوړښت بهير ګډوډ نه کړي او د خلکو امنیت او سوله ګډوډ نه کړي.
لکه څنګه چې قرآن د فرد او ټولنې لپاره اخلاقي اصول وضع کړي دي، د کورنۍ چاردیوالي چې د ټولنې تر ټولو مهم وجود دی، له هره اړخه په اخلاقي پروګرامونو ښایسته کړی او قران کریم د فرد اخلاقي جوړښت نه وروسته، کورنۍ او ټولنې ته یې د اخلاقي جوړښت لارښوونه په لوړه کچه کوي، او دا د سپېڅلي کتاب د اخلاقي او قانوني ځانګړنو پر بنسټ د حکومت او نظام له جوړېدو پرته بل څه نه دي.
هغه اخلاقي او د قيامت فرمانونه چې د هر فرد د شرافت او کرامت تضمين کوي، له ټولنې څخه د استبداد او فرعونیت لوګی پاکوي، د ټولنې د غړو ازادي او عزت په بشپړه توګه ساتي او په دې اړه قرآن کريم د مشر او ملت تر منځ متقابلې اخلاقي اړیکي او د نورو قومونو سره د چلند په اړه اصول او قوانین وضع کړي دي.
ادامه لري…