رمضان، د خدای د میلمستیا میاشت ده. په دې میاشت کې خدای تعالی د خپلو ټولو بندګانو لپاره یو پراخه او مبارک سترخان هواروي، او دوی ته د کوچني اختر بلنه ورکوي. او کومه میلمستیا تر دې ښه ده چې الله تعالی د هغه کوربه وي؟!
روژه یوازې د لوږې او تندې میاشت نه ده؛ بلکي دا میاشت له ځان غوښتنې څخه د جلا کیدو، تسلیمیدو، د انساني غرایزو د پریښودلو، د ګناه نه کولو، او د بخښنې او توبې میاشت ده.
وروسته له یوه میاشت روژه نیول او یوه میاشت د شپې له خوبه پاسېدل باید وکولای شو چې په ژبه او سترګو ښه کنټرول ولرو او نفس نور هم کنټرول کړو تر څو د اماره نفس مخه ونیسو. په دې صورت کې د کوچني اختر په ورځ، کولای شو له الله تعالی څخه د خپل اجر او ثواب غوښتنه وکړو، هغه اجر او ثواب چې الله تعالی پخپله ژمنه کړې ده.
اختر د ټولو لپاره اختر نه دی؛ بلکي دا د اهل تسلیم او د روژاتیانو اختر دى چې په دې مياشت کې يې د بندګۍ دنده یې په کامله توګه سرته رسولې ده او له دې معنوي ازموينې څخه په وياړ او برياليتوب سره وتلي وي. دا د هغو کسانو لپاره د جشن ورځ ده چې د خدای له میلمستیا څخه راستانه شوي وي او د آسماني سترخان څخه یې خوند اخیستی وي.
عید یوه عربي کلمه ده چې معنا یې «راګرځيدل» دي. هغه ورځو ته راګرځېدل چې قومي او جمعیتي ستونزې پکې هوارېږي او د لومړنیو بریاوو او هوساینې په لور راګرځي.
لوى او کوچنی اختر د مسلمانانو لپاره دوه شرعي اخترونه دي، چې د مسلمانانو لپاره خوښي راوړي. له دغو دوو اخترونو پرته چې د محمدي شریعت له خوا ټاکل شوي، مسلمانان نور اخترونه نه لري. او نورې ورځې چې د اختر په نوم یادیږي په محمدي شریعت کې هیڅ ریښه نه لري.
د اسلام ګران پیغمبر صلی الله علیه و سلم فرمایلي دي: «إن لکل قوم عیداً و لنا عیدان الفطر و الاضحی»؛ (هر قوم يو اختر لري او موږ دوه اخترونه لرو: فطر او اضحی.)
د کوچني اختر په ورځ راغونډېدل د مسلمانانو په پیوستون او خواخوږۍ کې رول لوبولی شي. دوی د کوچني اختر په ورځ په غونډو کې د یو بل له افکارو، ستونزو او مشکلاتو خبریږي او یو بل سره یو ځای کیږي. په دې اجتماع کې نفرتونه او کینې په دوستۍ او خواخوږۍ بدلیږي او مومنان په یو صف کې د یووالي او پیوستون احساس کوي.
اختر له یوې خوا له خدای سره د انسان معنوي تړاو بیانوي او له بلې خوا له مؤمنانو سره اړیکي.
د شوال لومړۍ ورځ په اسلامي قمري کال کې د اختر په نوم یادیږي. دا د روژې د مبارکې میاشتې پای ته رسیدو وروسته ورځ ده. د دې اختر تاریخ د هجري کال دویم کال ته ورګرځي او له هغه وخت راهیسې مسلمانان دا ورځ د جشن او اختر په توګه لمانځي. د “کوچني اختر” (عید الفطر) نوم ځکه غوره شو چې په دې ورځ روژه دار د روژې د میاشتې له پای ته رسیدو وروسته په لومړۍ ورځ روژه ماتوي. دا اختر د مسلمانانو او په ځانګړې توګه د روژیاتیانو لپاره د ځانګړي اختر په توګه پيژندل کيږي، له همدې امله اسلام په دغه ورځ کې روژه نيول حرام بللې، ترڅو د مسلمانانو په لمانځلو کې هيڅ ډول عيب څرګند نه شي.
د دې ورځې له اعمالو څخه یو د صدقه فطر(سرسایې) ادا کول دي، چې باید د کوچني اختر په لومړي سهار او د اختر له لمانځه مخکې اړمنو کسانو ته ورکړل شي، ترڅو هغوی هم د اختر له خوند څخه محروم نه شي. په دې عمل سره اسلام اراده لري چې د ټولو مسلمانانو لپاره د اختر د نمانځنې زمینه برابره کړي او پکار ده چې دغه ورځ «د عاطفې د ملي ورځې» په نامه ونومول شي. بیا عیدګاه ته تلل او د اختر لمونځ په یوه پراخ میدان کې چې مصلی یا عیدګاه نومیږي ادا کول او د مسلمانانو په لویې غونډې کې ګډون کول د اختر د خوښۍ بله څرګندونه ده. په همدې جماعت کې له لمانځه وروسته سمدلاسه یو بل ته غیږه ورکوله کیږي او یو بل ته د اختر مبارکي وایي.
په اختر کې د خپلوانو کورونه تلل تقریبا په عامه توګه ترسره کیږي او دا دود په ټولو اسلامي هیوادونو کې رواج لري چې د لمانځه وروسته لومړی خپل کور ته راستنیږي او خپلې کورنۍ ته مبارکي وایي، بیا خپلوانو او ملګرو ته د اختر مبارکۍ لپاره ځي. دا هم رواج دی چې د اختر مېلمنو څخه په خوږو او کېکانو هرکلی وشي. او مالداران، اړمنو کسانو ته د اختر جامې او ډالۍ اخلي.
د اختر بل اسلامي رواج دا دی چې د اختر له لمانځه مخکې او وروسته نور نفل لمونځ و نه شي. په داسې حال کې چې د اسلام لومړی حکم لمونځ دی، خو اسلام په دې ورځ د نفل لمونځ حرام کړی دی، چې د خدای تعالی له لوري د میلمنو لپاره یو بل ویاړ دی. او دا ثابته شوې ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د اختر دوه رکعته لمونځ يې وکړ او له هغه نه مخکې او نه وروسته يې بل لمونځ ونه کړ.
د اختر په شپه تکبير ويل مستحب دي. دا تکبیرات د روژې په وروستۍ ورځ له لمر لوېدو پیلېږي او د اختر په لمانځه کې د امام تر حضور پورې دوام کوي.
عیدګاه ته له تلو مخکې د څو خرما خوړل سنت دي. ځکه چې رسول اللهصلی الله علیه وسلم د کوچني اختر په ورځ به يې څو خرماوې خوړل، او بیا به عيدګاه ته روانېدی او په خوړلو کې به يې طاق شمېره ته پام کاوه.
د نا محرمو نارینه او ښځو وو لاس ورکول حرام دی. او د خدای د حکم څخه په دې غلط فکر سرغړونه مه کوئ چې زموږ زړه پاک دی. خدای، پاک او ناپاک زړونه پیژني او دا کار یې حرام کړی دی. او له هغو کسانو سره کرکه مه کوه چې له نامحرمو سره لاس نه ورکوي. دا د خپل ځان او د خدای د امرونو سره لوی ظلم دی.
د اختر په ورځ غسل کول د هر چا لپاره سنت دی. له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چی رسول اللهصلی الله علیه وسلم د کوچني او لوی اختر په ورځو کې غسل وکړ. همدارنګه له ابن عباس څخه روایت دی چې رسول اللهصلی الله علیه وسلم د اختر په ورځ سره کالي اغوستل چې د دې ورځې د غوره جامو او فیشن نښه وه. له همدې امله د هغو کسانو لپاره چې د نوي کالي د اخيستلو وس لري، نوي کالې دې واغوندي او که یې نه لري، د غوره کالي اغوستل ورته روا دي.
همدارنګه پکار ده چې په اختر کې کورونو پاک شي، او د میلمنو د راتګ لپاره مناسب شي. همدارنګه ماشومانو ته باید اخترمبارکي ورکړل شي.
او په پای کې
یا الله د کوچني اختر په ورځ کې موږ د ریښتینو عبادت کوونکو څخه وګرځوه او د کال په ټولو ورځو کې د روژې د مبارکې میاشتې نتایج او پرمختګونو په ساتلو کې له موږ سره مرسته وکړه. همدا راز له موږ سره مرسته وکړه تر څو له بې وزلو سره خواخوږي وکړو، له خلکو سره په مهربانۍ چلند وکړو، له ګناه څخه ځان وساتو او له هغه څه څخه ځان وساتو، چې باید ونه لیدل شي، نه وویل شي او نه اوریدل شي. او راځئ د هغه څه چې اللهي تعلیماتو څخه مو په دې مبارکه میاشت کې زده کړل د کال په نورو ورځو کې ترې ګټه پورته کړو. آمین