لیکوال: مهاجر عزیزي

 

کوچنی اختر؛ د بندګۍ او ویاړ جشن

کوچنی اختر(عید الفطر) د شوال لومړۍ ورځ او د روژې پای دی. کوچنی اختر د روژې او عبادت د یوې میاشتې د لو (د کښت د راټولولو) ورځ ده. دا ورځ هغه ورځ ده چې د الهي فرایضو د ترسره کولو لامله او د خدای د یو حکم په پلي کولو کې د توفیق په خاطر مسلمانان خوشاله وي. د نړۍ پروردګار دغه ورځ د روژې په مبارکه میاشت کې د مسلمانانو د د عبادت او زحمت له امله د خوښۍ او خوشالۍ ورځ ګرځولې ده. نو پر هر مسلمان لازمه ده چې په دې ورځ د خوښۍ څرګندونه وکړي، خوشاله واوسي او له نورو مسلمانانو سره خپلې خوښي او خوشالي شریک کړي، یو بل ته بښنه وکړي او یو بل ته مینه او اخلاص وړاندې کړي.
د عید لغوي او اصطلاحي پېژندنه
عید په لغت کې: د عید کلمه د “العود” څخه اخیستل شوې چې معنی یې رجوع او تکرار دی. ځينې وايي: له عادت څخه اخیستل کېږي. ځکه چې دوی ورسره عادت شوي دي. امام نووی رحمه الله وایي: « سمی العید عیدا لعوده و تکرره، و قیل لعود السرور فیه» (د عید د نومېدو لامل د هغې د تکرار او بېرته راتګ لامل دی. او دا هم ویل شوي چې عید د خوښۍ او خوشالۍ د راتګ له امله عید ویل کېږي.)
اختر او عید په اصطلاح کې: داسې ځانګړي ورځې دي چې مسلمانان یې د خدای له خوا ځانګړې ډالۍ ګڼي، ځان پکي ښایسته او پاکوي، د هغه واجب لمونځ ادا کوي او د سالمې خوښۍ لپاره سره راټولیږي.
په اسلام کې د اختر ډولونه
په اسلام کې يوازې دوه اخترونه دي، له دې دوو پرته نور داسې اخترونه لکه: د نوي کال د لومړۍ ورځې لمانځل (کرسمس)، نوروز. د ویلنټاین ورځ، او داسې نور چې شرعي اصل و نه لري نشته، له انس رضي الله عنه څخه روایت دی:  « قَدِمَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم الْمَدِينَةَ وَلَهُمْ يَوْمَانِ يَلْعَبُونَ فِيهِمَا، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: ” مَا هَذَانِ الْيَوْمَانِ؟ قَالُوا: كُنَّا نَلْعَبُ فِيهِمَا فِي الْجَاهِلِيَّةِ. قَالَ: ” إِنَّ اللهَ قَدْ أَبْدَلَكُمْ بِهِمَا خَيْرًا مِنْهُمَا: يَوْمَ الْفِطْرِ، وَيَوْمَ النَّحْرِ.» «د خدای رسول صلی الله علیه وسلم چې کله مدینې ته راغی، نو د مدینې خلکو په دوو ځانګړو ورځو کې تفریح ​​او لوبې کولې. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: دا دوې د خوښۍ ورځې مو د څه لپاره دي؟ هغوی ځواب ورکړ: موږ د جاهليت له وخته په دې دوو ورځو کې خوشالي کوو. د خدای رسولصلی الله علیه وسلم هغوی ته وفرمایل: د دې دوو ورځو په بدل کې الله تعالی ستا لپاره دوه غوره اخترونه درکړي دي، هغه دوه غوره اخترونه: کوچنی(فطر) اختر او لوی(اضحی) اختر دی.
د اختر دود او دستور
د اختر په ورځ لاندې کارونه کول سنت او مستحب دي:
غسل کول؛ 2. مسواک وهل؛ 3. نوي او غوره جامې اغوستل؛ 4. سهار وختي له خوبه پاڅېدل؛ 5. ځان وختي عیدګاه ته رسول. ۶- عيدګاه ته له تلو مخکې څه خوړل؛ 7. عیدګاه ته د پښو تګ؛ 8. د اختر د لمانځه مخکې د نفل لمونځ نه کول؛ 9. تکبیر ورو ویل؛ 10. د تګ راتګ لارې بدلول؛ 11. د اختر د ورځې مبارکي.
د اختر د ورځې محرمات
د اختر په ورځ لاندې کارونه کول غلط او حرام دي:
د اختر په ورځ روژه نیول؛ 2. د اختر په لومړۍ ورځ د هدېرې ته تللو الزام. 3. د کال په بهیر کې د خپلو خپلوانو د مړینې په پلمه ماتم ترسره کول؛ 4. د اختر په توکو کې اسراف ؛
اختر مو مبارک شه
د اختر له دودونو څخه یو هم مبارکي ورکول دي. لکه چې یو بل ته وايي: “تقبل الله منا و منکم”؛ (الله تعالی دې زموږ او ستاسو نیک عملونه قبول کړي) یا (اختر دې مبارک شه) یا دې ته ورته د مبارکۍ کلمې چې په صحابه کرامو کې مشهورې یي. او د علماوو او اکثرو فقهاوو اجازه ورکړې وي.
د اختر د لمانځه حکم
د اختر لمونځ پر هر هغه مسلمان عیني واجب دی چې قادر او مکلف (بالغ او عاقل) وي. او پرته له عذره، هغه څوک چې د اختر لمونځ پرېږدي، ګناهکار دی؛ ځکه د څښتن تعالی فرمايي: «فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَٱنحَر» په دې آيت كې رب العالمين د اختر د لمانځه او د اختري د حلالولو امر كوي او د وجوب د امر تقاضا كوي. او همدارنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اختر لمانځه ته د پاملرنې له امله او له هغه وروسته د څلورو خلفاوو رضي الله عنهم او خلکو ته د اسلام د پېغمبر صلی الله علیه وسلم امر، حتی د حیض لرونکو ښځو لپاره، ټول په دې دلالت کوي، چې د اختر لمونځ واجب دی.
د اختر د لمانځه د ادا کولو طريقه
د اختر لمونځ دوه رکعته دی چې په جماعت سره ویل کیږي. شپږ زائد تکبیرونه لري؛ درې په لومړي رکعت کې او درې په دوهم رکعت کې. د لومړي رکعت درې تکبيرونه د «سبحانك الله…» له لوستلو وروسته او د دوهم رکعت درې تکبيرونه له قرائت څخه وروسته او د رکوع نه مخکې ويل کيږي. په هر تکبیر کې لاسونه غوږو ته پورته کیږي او بیا خوشې کیږي. په نورو شیانو کې د اختر د لمانځه او نورو لمونځونو تر منځ فرق نشته. د یادولو وړ ده چې که څوک د اختر د لمانځه په جماعت نه شي حاضریدای نو د اختر لمونځ په یوازیتوب نه شي ادا کولای.
Leave A Reply

Exit mobile version