لیکوال: ډاکټر فضل احمد احمدي
سوسیالیزم (پنځمه برخه)
د سوسیالیزم عناصر
سوسیالیزم څو بنسټیز عناصر لري چې د دې عناصرو په راټولولو سره د سوسیالیزم نظریه بشپړېږي ، دا عناصر چې له ټولنې سره ډیر تړاو لري، یو ټاکلی نظم ترتیبوي.
په بل عبارت، د همدغو عناصرو له مخې دا ممکنه کېږي، چې د سوسیالېزم او نورو سیاسي باورونو ترمنځ توپیر او تفکیک عیان شي.
د دغو عناصرو څخه هر یو په لاندې ډول ذکر شوي:
ټولنه(community): سوسیالېزم، انسانان د ټولنیز مخلوق په توګه تصور کوي، چې د انسانیت د ګډو ځانګړتیاو پر اساس یو بل سره تړلي دي، د شاعر جان دان په وینا: «هېڅ انسان یو بشپړ جزیره نه ده، هر انسان د وچې یوه ټوټه، د اصلي ځمکې یوه برخه ده.»
یا د سعدي په وینا:
بنی آدم اعضای یکدیگرند
که در آفرینش ز یک جوهرند
چو عضوی به درد آورد روزگار
دگر عضوها را نماند قرار
دا بیانونه د ټولنې اهمیت ته اشاره کوي او د انسان د هویت په رامینځته کولو کې په ټولنیزو ډلو کې د ټولنیز متقابل عمل او غړیتوب اغیز ښیې او له بلې خوا، ټولنیز پوهان غواړي چې د طبیعت په مقابل کې په روزنې ټینګار وکړي؛ او دوی غواړي چې شخصي چلند د ټولنیزو عواملو له مخې تشریح کړي، نه د داخلي او ذاتي ځانګړتیاوو له مخې.
ورورولي: ځکه چې ټول انسانان یو ګډ انسانیت لري، دوی د دوستۍ او ورورګلوۍ په احساس سره تړلي دي [چې په دې شرایطو کې ټول انسانان شامل دي]، او دا ځانګړنه سوسیالیستان هڅوي چې د انفرادیت او سیالۍ په پرتله همکاري او اجتماعیت ته ترجیح ورکړي. او په دې نظر کې، خلک کولی شي خپل ټولنیز وړتیاوې چمتو کړي او د همکارۍ له لارې ټولنیزې اړیکې پیاوړې کړي؛ په داسې حال کې چې رقابت د خپلمنځي اختلافاتو، شخړو او دُښمنۍ په خپرولو سره خلک د جګړې ډګر ته لېږي.
ټولنیز مساوات: مساوات د سوسیالیزم اصلي ارزښت دی، که څه هم دا مساوات په نورو نظریو کې ځانګړی ځای لري، په ځانګړې توګه په لیبرالېزم کې؛ خو کله کله سوسیالېزم د مساواتو د یوې بڼې په توګه بیان شوی دی، یعنې د نورو ارزښتونو په پرتله د مساواتو په لومړیتوب باور لري، او سوسیالیستان په ځانګړې توګه د ټولنیز مساوات پر اهمیت ټینګار کوي. البته، د پایلې مساوات، نه د فرصت مساوات؛ دوی په دې باور دي چې د ټولنیز مساوات د ټولنیز ثبات او پیوستون اصلي تضمین دی او خلک دې ته هڅوي چې ځان ته د خپلو همکارانو سره یو وبولي. ټولنیز مساوات هم د قانوني او سیاسي حقونو د عملي کولو بنسټ جوړوي، په حقیقت کې دا مساوات دی چې د انسان د انسانیت ځانګړتیا ښیي او دا مساوات دی چې ناوړه ځانګړتیاوې لکه خودخواهي او ځان لوړوالی کموي.
اړتیا: د ټولنیز مساوات پلوي هم د سوسیالیستي عقیدې پلوي کوي چې مادي ګټې باید د اړتیا پر بنسټ وویشل شي، نه یوازې د وړتیا یا کار په اساس. د دې اصول کلاسیک جوړښت د مارکس د کمونیستي ویش په اصول کې موندل کیدی شي: “له هر یوه څخه د هغه له وړتیا مخې، او هرچا ته د هغه د اړتیاوو سره سم” دا اصل د دې باور په معنی دی چې د بنسټیزو اړتیاوو پوره کول (لوږه، د اوبو کموالی، کور، روغتیا، شخصي خوندیتوب، محرمیت او داسې نور) د ژوند لپاره یو شرط او په ټولنیز ژوند کې د انسانانو ارزښتناکه ګډون دی؛ خو ښکاره خبره ده چې د اړتیا سره سم د ویش لپاره نه یواځي مادي هڅونې ته اړتیا ده، بلکې، دوی باید د اخلاقي هڅونې لخوا باید وهڅول شي؛ البته، دې موخې ته رسیدل اسانه کار نه دی؛ ځکه د هغو کسانو شمېر چې دغه عقیدې ته رسېدلي او پلي کوي یې لږ دي.
ټولنیزه طبقه: د ټولنې په مختلفو طبقو ویشل د سوسیالیستانو کومه ځانګړې مفکوره نه ده، دا طبقه بندي په نورو مفکورو کې په پراخه کچه په پام کې نیول شوې او په بېلابېلو ډولونو په پام کې نیول شوی ده، خو سوسیالېزم اکثرا د طبقاتي سیاست له یوې بڼې سره تړاو لري.
لومړی: دا چې سوسیالیستان تل غواړي چې ټولنه د عاید یا شتمنۍ د وېش له مخي تحلیل کړي او له همدې امله دوی طبقه د ټولنیز ویش یو مهم عامل ګڼلی دی.
دویم: دا چې سوسیالېزم په سنتي ډول د مظلوم او کارګر طبقې له ګټو سره تړلی دی او په دودیز ډول کارګره طبقه د ټولنیز بدلون عاملان او حتی د ټولنیز انقلاب عاملان دي، په هرصورت، طبقاتي ویشونه اصلاح کېدی شي: د سوسیالیزم موخه د اقتصادي او ټولنیزو نابرابریو له منځه وړل یا د پام وړ کمول دي. خو د سوسياليزم له پيدايښت څخه د څو پيړيو په تيريدو سره لا هم دغه موخه ته د رسېدو لپاره يو اوږده لاره پاتې ده.
اشتراکي یا ګډ ملکیت: د اشتراکي یا ګډ ملکیت مسئله له پخوانیو وختونو راهیسې په پام کې نیول شوې ده، افلاطون هم په دې اړه نظریات لري. خو په عین وخت کې، د سوسیالېزم او کمونیستي مالکیت ترمنځ اړیکه خورا ډېر بحث ورباندې شوی، او ځینې یې د سوسیالیزم پای بولي، په داسې حال کې چې نور یې یوازې د لوی مساوات رامنځته کولو وسیله ګڼلې ده. د عامه مالکیت لپاره د سوسیالېزم استدلال [یا د شوروي په بڼه د دولت د مالکیت ټولنیز کول، یا انتخابي ملي کول] دا دی چې دا ډول ملکیت د عامه ګټو لپاره د مادي سرچینو چمتو کولو وسیله ده، پداسې حال کې چې خصوصي مالکیت د ګټې اخیستنې، اسراف او ټولنیز انزوا ته وده ورکوي؛ خو نوی سوسیالیزم د دې مالکیت له سیاست له اندیښنې څخه خلاص شوی دی.
نور بیا…