ژباړه: حقیقي مسلمان هغه څوک دی چې نور مسلمانان یې د ژبې او لاس له شر څخه په امان کې وي او حقیقي مهاجر هغه څوک دی چې له هغه څه چې الله جل جلاله منع کړي وي ځان وساتي.
ژباړه: هر څوک چې د اسلام په طریقه لمونځ وکړي، مخ قبلې ته واړوي او د مسلمانانو له ذبیحه(حلال) وخوري، الله تعالیٰ جل جلاله او رسول ﷺ یې هغه په خپله پناه او حمایت کې ساتي له همدې امله د الله ﷻ ذمه مه ماتوئ او د داسې مسلمانانو حقوق محفوظ کړئ.
۳- پوښتنه: د ایمان یو اساس بیان کړئ؟
ځواب: من اصل الایمان الکف عمن قال “لا اله الا الله” ولا تکفره بذنب ولا تخرجه من الاسلام بعمل الجهاد ماض منذ بعثني الله الی ان یقاتل آخر امتي الدجال لایبطله جور جائز ولاعدل عادل ولایمان بالاقدار.
ژباړه: د ایمان له اساسو څخه یو دا دی چې د یو کس د زورولو څخه اجتناب وکړي چې د زړه له صدق یې د توحید کلمه ویلي وي او هغه ته د ګناه په ارتګاب کافر مه وایه، جهاد د حضرت محمد ﷺ له وخت څخه تر هغه وخت چې د محمدي اُمت آخرین ټولۍ له دجال سره مقاتله کوي دوام لري او د ظالم حاکم یا د عادل عدل هغه له مینځه نشي وړای، همدا ډول ایمان لرل په الهي مقدراتو هم د ایمان اصل او اساس دی.
۴- پوښتنه: څو مهلک اعمال بیان کړئ؟
ځواب: ”اجتنبوا السبع الموبقات” قالوا: يا رسول الله وما هن؟ قال: ”الشرك بالله، والسحر وقتل النفس التي حرم الله إلا بالحق، وأكل الربا، وأكل مال اليتيم، والتولي يوم الزحف، وقذف المحصنات المؤمنات الغافلات”.
ژباړه: له اوه شیانو (اعمالو) چې د هلاکت لامل ګرځي ډډه وکړئ: له پیغمبر ﷺ یې وپوښتل هغه کوم دي؟
ويې فرمایل: د الله ﷻ په الوهیت کې شرک کول، په ناحقه قتل نفس، د یتیم مال خوړل، سود خوړل، د جهاد له ډګره په سخته ورځ کې تېښته کول او په پاکو مسلمانو ښځو تهمت لګول.
۵- پوښتنه: د مؤمن شخص څو اوصاف بیان کړئ؟
ځواب:ليس المُؤمِنُ بالطَّعَّانِ ولا اللَّعَّانِ ولا الفاحشِ ولا البَذيءِ. (ترمذي او بیهقي).
ژباړه: د مؤمن له اوصافو نده چې عادت یې طعنې(پېغور) ورکول او لعن ویل وي او نه باید مؤمن فحش ویونکی فحش کونکی او بد ژبی وي.
۶- پوښتنه: څو هغه اعمال چې موږ یې په سبب جنت ته ځو بیان کړئ؟