د استعمار ناوړه آثار او پایلې په واقعیت کې همغه موخې او ارمانونه دي چې استعمار کوونکي هېوادونه هغو ته د رسېدو په لټه کې و او دې ته په پام سره چې له بده مرغه استعمارکوونکي هېوادونه خپلو موخو ته د رسېدو په برخه کې بریالي و، لاندې موارد د استعمار د ناوړه اثارو او پایلو په توګه یادولای شو:
۱- د ژوند له چارو او حکومتولۍ څخه د دین او د هغه د اصولو او احکامو شاته او څنډې ته کول چې په واقعیت کې همغه سیکولاریزم او له سیاست څخه د دین د جلاوالي نظریه ده؛ له بده مرغه نن ورځ اسلامي هېوادونه د شرعي احکامو د لویې برخې په ځانګړي توګه هغه احکام چې د اسلامي نظام او حکومتولۍ، دیني سیاست، نړیوالو اړیکو، الهي حدودو او فکري جګړې پورې اړه لري، له پلي کولو او اجراء څخه یې ډډه کوي او دغه دیني او د واکمنۍ مهمه ځانګړنه یې له اسلامي خاورو او هېوادونو څخه لېرې کړې ده.
۲- رسنۍ او ټولیزې اطلاع رسونې ابزار او وسائل تر خپل کنټرول او ولکې لاندې راوستل؛ استعمارکوونکي په خپلو پلانونو او پانګونو سره توانیدلي چې رسنۍ او د ټولیزې اطلاع رسونې ابزار په خپل لاس کې واخلي او د خپلو موخو او غوښتنو د تحقق په مسیر کې، غږیزې، انځوریزې، لیکلې او څیړنیزې خپرونې نشر کړي؛ دغه چاره د دې باعث شوې چې رسنۍ د استعمار شوي هېواد له فرهنګ او دیني او ملي لیدلورو څخه ښکاره او د پام وړ توپیر ولري.
۳- د دیني او فرهنګي اصلاحي خوځښتونو لغو کول او له هغوی سره مبارزه؛ نن ورځ د استعمارکوونکو زیاته مبارزه او تقابل د هغو روڼ فکرو او د نظر خاوندانو سره ده چې د استعمار د ماتولو او د هغوی د ټغر د ټولولو په هڅه کې دي، استعمارکوونکي په دې برخه کې هم تر ډېره بریالي شوي او توانیدلي چې په تطمیع او ګواښ سره اصلاحي خوځښتونه مهار کړي او تر ډیرې کچې یې له مثبتې اغیزمنتیا څخه مخنیوی وکړي.
۴- د دیني قضاوت او شرعي محاکمو لغو کول او د هغو پر ځای د وضعي او مدني قوانینو ځای پر ځای کول؛ نن ورځ د ډېرو اسلامي هېوادونو محکمې په ډېرو مسائلو او موضوعاتو کې د اسلامي شریعت او احکامو له اجراء او تطبیق څخه ډډه کوي او هغه احکام او مدني قوانین چې د استعمارکوونکو هېوادونو له قوانینو او فرهنګ څخه کاپي او رانقل شوي، تطبیق او اجراء کوي.
۵- په اسلامي ټولنو کې د ګډوډۍ او بې حجابۍ پراختیا او د ښځو لپاره د شرعي حجاب د اختیاري ګڼلو لپاره هلې ځلې؛ دغه مورد، ښایي تر ټولو دروند او ځپونکی ګوزار وګڼل شي چې استعمارکوونکي توانیدلي اسلامي ټولنې او فرهنګ په نښه کړي او په دې برخه کې له بریا وروسته خپلې موخې او پلانونه پرته له کوم خنډ څخه پلې کړي؛ ځکه ښځې په ټولنه کې مهم رول لري او د هغوی انحراف، د یوې ټولنې د انحراف او تباهۍ په معنی ده.
۶- د خیریه او مرستندویه سازمانونو او بنسټونو په قالب کې نصرانیت او یهودیت ته بلنه؛ د استعمار یو له ژورو آثارو او پایلو څخه، په استعمارشوو هېوادونو کې د خیریه او مرستندویه سازمانونو او بنسټونو زیاتېدل دي او په واقعیت کې په دې مؤسساتو کې، په ظاهر کې بشردوستانه پلانونه عملي کېږي اما په واقعیت کې د خیریه کارونو تر پوښښ او عنوان لاندې، د خلکو له اړتیا او بیوزلتوب څخه ناوړه ګټه اخیستل کیږي او د مسیحیت او یهودیت لوري ته بلنه ورکول کېږي.
۷- د اداري فساد د زمینې او فضا رامنځته کول لکه: رشوت اخیستنه، اختلاس، خیانت، په دنده کې اهمال او غفلت، په اداراتو او دفترونو کې قومي او ژبني تعصباتو ته لمن وهل او …؛ د دې ناوړه پیښو اصلي لامل هم دا و چې د دې اداراتو بنسټ او مبنا پر قومي ویشنې، فساد او د عامه شتمنیو په چور او تالان ایښودل شوی و او استعمارکوونکو هېوادونو، هېڅکله هم په چارو کې له روڼتیا او ریښتینولي څخه ملاتړ نه دې کړی.
۸- د نامشروع اړیکو عادي کېدل او پراخېدل او اسلامي او دودیزو ودونو ته نه پام کول؛ ځکه کله چې وګړي وکولای شي په اسانۍ او پرته له کوم خنډ څخه خپلو جنسي او شهواني غوښتنو او تمایلاتو ته ورسیږي، نور به شرعي واده او د هغه د مسئولیتونو منلو ته انګیزه او لیوالتیا پاتې نشي.
۹- د استعمارګرو هېوادونو په غوښتنه د سوداګریزو او اکتشافي تړونونو لاسلیک کول او د اسلامي هېوادونو د شتمنیو لوټول؛ پرته له شک څخه چې استعمارګرو هېوادونو د اسلامي هېوادونو الهي شتمنیو او زیرمو ته سترګې نیولي او په مختلفو پړاوونو کې یې دغه طبیعي زیرمې او کانونه لوټ کړي دي.
۱۰- منحرفو او غیر اسلامي خوځښتونو او سازمانونو ته د سر راپورته کولو او ودې فضا برابرول لکه مستشرقین، فراماسونیان، فیمینسټان، سیکولران او…؛ په واقعیت کې دغه حرکتونه د خپلې ودې او پرمختګ مناسب ځای په استعمارشوو هیوادونو کې وموند او وتوانیدل چې پر ملتونو او د هغو هیوادونو پر مختلفو قشرونو باندې خپله منفي اغیزه ولري.
۱۱- د مسلمانانو په منځ کې د قومي، ژبني او ملت پالنې اوازونو او چیغو پورته کول او د قومي ننګونو او ستونزو رامنځته کېدل؛ نن ورځ اسلامي هېوادونه په قومي او ملي داعیو او شعارونو له یو بل سره په سیالۍ او جګړې اخته کیږي او د اسلام او توحید کلمې پر بنسټ د یووالي او ورورولۍ پر ټغر نه سره راټولیږي.
۱۲- تر استعمار لاندې هېوادونو د لا اړ کېدو په موخه د استعمارګرو هېوادونو لخوا د نړیوال اقتصاد کنټرول او تر خپلې ولکې لاندې راوستل؛ په داسې توګه چې استعمارشوي هېوادونه په بیلابیلو اقتصادي برخو کې استعمارګرو هېوادونو ته اړ دي او اقصادي خپلواکي نلري.
۱۳- د اسلامي هېوادونو ترمنځ د کړکېچ او اختلاف رامنځته کول او جګړې او نښتې ته د هغوی هڅونه؛ دا موضوع هم د پوځي وسلو او مهماتو د پلورلو او د اسلامي اُمت ترمنځ د اختلاف او تضاد په موخه ترسره کېږي.
۱۴- د مسلمانانو له ذهنونو څخه د جهادي فکر ړنګول او د جهادي حرکتونو او مجاهدینو رنګ بدول او د سخت دریځو او ټروریسټانو په نوم د هغوی تورنول؛ دا مسئله د دې باعث شوې چې مسلمانان له جهادي فکر او له کفارو سره د جګړې حس څخه لېرې پاتې شي او دا موضوع بې ارزښته او بابیزه وګڼي.
۱۵- د الحاد او بې دینۍ تعلیم او زده کړې او په دې برخه کې په ښکاره او پټه د مهمو او بنسټیزو مرکزونو پرانیستل او پراختیا؛ په ډېرو اسلامي هېوادونو کې، د نصرانیت او یهودیت او نورو دینونو او فکرونو د تبلیغ او بلنې مرکزونه پرانیستل شوي او په دې لاره کې ډېرې زیاتې پیسې لګوي.
پورته موضوعات پر استعمارشوو هېوادونو د استعمار د آثارو او پایلو یوه برخه وه او دغه آثار کیدای شي بیلابیل، متنوع او ګڼ شمېر وي.