د فکري او فرهنګي یرغل او استعمار سره د مبارزې اړتیا
اما هغه څه چې اوس هم د زیاتې پاملرنې او تمرکز وړ دې، د فکري او فرهنګي استعمار سره د مبارزې مسئله ده؛ دا ډول استعمار د پوځي استعمار او اشغال له ختمیدو سره پای ته نه دې رسیدلی او د هغه نوعیت او څرنګوالي او بنسټیز توپیر ته، چې د هغه او پوځي استعمار ترمنځ شتون لري، په پام سره دا ډول استعمار کره فعالیت، ځیرکتیا او ډيره پاملرنه غواړي.
د دې ډول استعمار سره به مبارزه اوږده او پرله پسې او دوامداره وي او یوه ټاکلي او مشخص وخت کې یې جړرۍ نشو ایستلی؛ اړینه ده چې د مقابلې او د دې سوځوونکي اور د مړ کولو لپاره، هدف لرونکي، کره او اغیزمن پلان جوړونه وشي او د ټولنې هر وګړی د دې استعمار له زیانونو او منفي اغیزو څخه باخبر شي.
له شک پرته چې د افغانستان له فتحې او د یرغلګرو او استعمارکوونکو له ماتې او تیښتې وروسته، د هغوی د غیرمشروع شتون د اغیزو او پایلو، تبلیغاتو او ناوړه فعالیتونو څخه د دې سپېڅلې خاورې د فضا پاک کولو ته شدیده اړتیا لیدل کیږي او افغان پوهان او د فکر خاوندان باید له ټولو ممکنه لارو څخه دې بنسټیزې موخې ته د رسیدو لپاره کار واخلي.
تر ټولو مهم موارد چې استعمار سره د مبارزې او د هغوی د جړریو د ایستلو لپاره لازمي دي په لاندې ډول یې بیانوو:
۱- د اسلامي او افغاني فرهنګ او ادابو د توضیح او د غربي فکر او فرهنګ د غندلو په اړه په کورنيو رسنیو کې د بیلابیلو خپرونو په لاره اچول؛
۲- د غربي ژوند د نمونې ګڼلو اصلاح او د هغه پرځای د اسلامي او افغاني ژوند د بیلګې وړاندې کول او ځای پرځای کول؛
۳- د بې حجابۍ او د هغې د اغیزو او پایلو د له منځه وړلو لپاره هلې ځلې؛
۴- د استعمار کوونکو له ناوړه او ویجاړوونکو پلانونو څخه د ځوانانو او لوستې طبقې خبرول او د خالص اسلامي فکر او دیني سمې عقیدې په وسلو د هغوی سمبالول؛
۵- په پراخه او لویه کچه په مختلفو ځایونو کې د دیني معلوماتو او لارښوونو د خپرولو او همدارنګه د عامه ذهنیت د سمولو په موخه د اسلامي سمینارونو او کنفرانسونو په لاره اچول؛
۶- د متعهدو او سمې عقیدې او فکر لرونکو کسانو په واسطه د مجازي نړۍ او ټولیزو، غږیزو او انځوریزو رسنیو او مطبوعاتو کنټرول او تر ولکې لاندې راوستل او د هغوی په وسیله د ځوانانو لارښوونه؛
۷- د اشغالګرو د پیژندلو او د هغوی د نظریاتو او افکارو د شننې او ارزونې په تړاو د مجلاتو، ورځپاڼو، کتابونو، مقالاتو، رسالو او … لیکل او خپرول؛
۸- د افغانستان مسلمان ملت او ځوان او لوستي نسل ته د استعمار له دوران او د استعمارکوونکو د جنایتونو او ظلمونو په اړه د فلمونو، تمثیلونو او انځورونو وړاندې کول او خپرول؛
۹- د هغو کتابونو، نشریو، مقالاتو، مجلاتو، ورځپاڼو او نورو مطالبو راټولول کوم چې د استعمار او اشغال د تأئید په اړه لیکل شوي دي او د استعمارکوونکو لخوا خپاره شوي او د عوامو لاسرسي ته وړاندې شوي دي، په دې کې شک نشته چې دا ډول کتابونه او لیکنې پر ځوان او لوستي نسل ژورې او منفي اغیزې لري؛
۱۰- د دیني، فکري او فرهنګي ښوونیزو فلمونو او سریالونو په قالب کې د اسلامي فرهنګ او تاریخ بیانول او ځوانانو او مختلفو قشرونو ته د یوه روڼ انځور وړاندې کول او د هغوی د شبهاتو د له منځه وړلو په برخه کې دوامداره هڅې.