Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»د ریښتیني مسلمان ځانګړنې (دیارلسمه برخه)
اسلام یکشنبه _21 _اپریل _2024AH 21-4-2024AD

د ریښتیني مسلمان ځانګړنې (دیارلسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

ليکوال: محمد الافغاني


د ریښتیني مسلمان ځانګړنې (دیارلسمه برخه)

په عهد او تړون باندې وفا
د اسلام له سترو لاسته راوړنو څخه یوه د انسان د شخصیت رښتیني ارزښت ښودل دي. د الهي دين په نه شتون کې يو ډول هرج ومرج او ګډوډي د انسان ټول ژوند په داسې ډول تر پوښښ لاندې راولي چې انسان په هيڅ چا حتی په خپل ځان باور نه کوي، تر دې حده چې د خپلو سترګو او غوږونو راپورونه ناسم ګڼي. د آسماني دین په نه شتون کې انسان په  یوه سخته دښته کې یوې لارورکي لاروۍ ته پاتې کیږي، پرته له دې چې د اوسیدو مخه وپېژني، په ​​​​هره شیبه کې هر لورې ته منډه کوي او څو دقیقې وروسته پښیماني کوي چې په پای کې پرته له نا امیدي بل څه په لاس نه ورزي.
هغه څوک چې د اسلام دین او د خدای د پیغمبرانو دعوت او بلنه منلی وي، نه یوازې دا چې په خپل عام برخلیک کي له سرګردانۍ سره نه مخ کېږي، بلکې په هیڅ کار کې هم له کړکیچ سره نه مخامخ کیږي. نو په اسلام کې په داخلېدلو سره د انسان ژوند معنی پیدا کوي ګني هغه ژوند چې په خوراک او څښاک پورې محدود وي څه ګټه لري؟ او له چارپایانو سره د هغه چا په ژوند کې څه فرق دی چې په خدای او آخرت ایمان نه لري؟. حال داچې چارپایان د آخرت په اړه هیڅ نه پوهیږي او د قیامت په ورځ د ایمان په لرلو مکلف هم نه دي؟!
یو ریښتینی مسلمان مکلف دی چې خپل چاپېریال له اعتماد او باور څخه ډک کړي. او دا حالت هغه وخت منځ ته راځي چې له چا سره تړون یا وعده وکړي، نو په هیڅ صورت یې مات نه کړي.
ايا پر الله او آخرت له ايمان پرته بل څه انسان ته دومره ځواک ورکولای شي؟ دا هغه وخت دی چې سړی فکر کوي چې د عهد په ماتولو کې به د دنیا ګټه ترلاسه کړي. د قيامت په ورځ ايمان او په دې پوهېدل چې د قيامت په ورځ به خپل رب ته د هغو تعهداتو ځواب وايي چې له نورو سره يې کړي دي، پرته له وفا او پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې کېدل، بله لاره نه لري. خدای تعالی فرمایي: وَأَوْفُوا بِالْعَهْدِ ۖ إِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْـُٔولًا (اسراء[34])
او د ژمني پابند اوسئ، دا يقيني ده چي د ژمني په اړه به تاسي وپوښتل شئ.
په انساني ټولنه کې د انسان لخوا د اصولو او احکامو د مراعاتولو لپاره دوه طريقې موجودې دي: يوه هغه طريقه ده چې د انسان روحيه لوړوي او داسې معنوي مقام ته يې رسوي چې په اسانۍ سره د دنيوي ګټو له لاسه ورکولو ته تیار شي. بل د راګرزولو طریقه ده چې انسان د تجربو په پایله کې ترلاسه کړي او په مختلفو ټولنو کې یې په بیلابیلو لارو کاروي.
بشري تاریخ او اوږدو تجربو ښودلې چې د معنوي طریقو ځواک د تجربوي میتودونو په پرتله خورا ډیر دی او یو معنوي انسان خورا ښه او غوره دی چې د قوانینو او مقرراتو اطاعت وښيي، په ځانګړې توګه کله چې دا مقررات د یوې داسې سرچینې لخوا وضع شوي وي چي انسان ته یې معنویت بښلې.
که څه هم دودیز او انساني طریقې ګټورې دي او که په احتیاط سره پلي شي نو تر ډیره حده د قوانینو د رعایت تضمین کولی شي، مګر دا باید ومنو چې له معنويت پرته میتودونه یوازې د ظاهري اندازې په چوکاټ کې کارول کیدای شي اما نور نه. له معنویت څخه بې برخې انسانان که چیرې ځان په داسې حالت کې ومومي چیرې چې انساني میتودونه د دوی تعقیب او مراقبت نشي کولی، د جرمونو له ترسره کولو څخه به ډډه ونه کړي همدا لامل دی چې په پرمختللو ټولنو کې د جرمونو کچه نه ده راټیټه شوې.
د معنوي میتودونو په مینځ کې ترټولو بریالۍ طریقه هغه ده چې کولی شي د خپلو مخاطبینو قناعت ترلاسه کړي. نو له متعددو دلايلو څخه څرګنده ده چې په اوسني وخت کې يوازې اسلام هغه دين دی چې خپلو احکامو او مقرراتو د مراعاتولو لپاره تر ټولو غوره طريقه لري. ځکه چې له يوې خوا خپل پلانونه په پرېکنده او نه منونکو دلايلو وړاندې کوي او له بلې خوا په انسان کې د څارنې خصیصې په پيدا کولو سره په هر وخت کې له اصولو څخه د سرغړونې مخه نيسي.
ژمنو او تړونونو ته د وفادارۍ مسله همدې ته ورته ده؛ یعنی ریښتینی مسلمان هغه څوک دی چې که له یو چا سره په بیلا بیلو برخو کې تړون وکړي، په هیڅ قیمت یې له پامه غورځولو ته زړه نه ښه کوي. د قرآن کریم په آیتونو او د اسلام د ګران پیغمبر په احادیثو کې په وعدو وفاداري باندې ډیر ټینګار شوی دی. حتی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دنده ورکړل شوې وه چې د خپلو سر سختو دښمنانو سره هغه ژمنې ومني چي ورسره کړي یي دي؛ کله چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم د حدیبیه په سیمه کې د مکې له مشرکینو سره د سولې تړون لاسلیک کړ او څه موده وروسته د مکې کفارو دغه تړون مات کړ، نو خدای تعالی خپل پیغمبر ته امر وکړ چې ته یوازې له هغو کفارو سره جګړه کولی شې چې تړون یې مات کړی، نه له هغو کسانو سره چې تر اوسه په خپلو ژمنو ولاړ وي. إِلَّا الَّذِينَ عٰهَدتُّم مِّنَ الْمُشْرِكِينَ ثُمَّ لَمْ يَنقُصُوكُمْ شَيْـًٔا وَلَمْ يُظٰهِرُوا عَلَيْكُمْ أَحَدًا فَأَتِمُّوٓا إِلَيْهِمْ عَهْدَهُمْ إِلٰى مُدَّتِهِمْ ۚ إِنَّ اللهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ
پرته له هغو مشركانو څخه چي تاسي ورسره تړونونه کړيدي او هغوى د خپل تړون په سرته رسولو کښي ستاسي سره څه نیمګړتیا نه ده کړې او نه یې ستاسي پر خلاف د چا ملاتړ کړيدى. نو له داسي خلكو سره تاسي هم د تړون تر مودې پوري وفا وکړئ، ځكه چي الله پرهېزګاران خوښوي (التوبه[4])
الله تعالی په وعده باندې وفا کول که څه هم مقابل اړخ کافر وي د تقوا نښه بولي؛ نو د هغه چا لپاره دا امکان نه شته چې په خپل عهد باندې عمل ونه کړي او د رسول الله صلى الله عليه وسلم ریښتينى پيرو وګڼل شي؛ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ریښتني پیرو عملکرد په دې ډول ده چې که یوچا سره کوم تعامل لري د قیامت په ورځ به د اسلام د نه منلو عذر ونلري. يعنې د يو رښتيني مسلمان عمل داسې دی چې څوک يې کار او فعاليت ته په ښکاره او بې طرفه نظر وګوري، د هغه پر لوړتيا، صداقت او حقانیت اعتراف وکړي. نو يو رښتينی مسلمان بايد د رسول الله صلی الله عليه وسلم او د هغه د صحابه کرامو په څېر ټولو هغو وعدو او تړونونو ته ژمن پاتې شي چې له نورو سره يې کړي دي او په هيڅ قيمت له نورو سره له کړو تړونونو څخه وږه خالي نکړي.
ادامه لري…
Previous Articleاقتصاد او په اسلام کې د هغه رول (لومړۍ برخه)
Next Article استعمار (درې دیرشمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

قرآن تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۷)

پنجشنبه _19 _فبروري _2026AH 19-2-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۶)

چهارشنبه _18 _فبروري _2026AH 18-2-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۶۵)

سه شنبه _17 _فبروري _2026AH 17-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

قرآن تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۷)

پنجشنبه _19 _فبروري _2026AH 19-2-2026AD7 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قرآن تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۷) د اوبو په پیدایښت کې…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۷)

پنجشنبه _19 _فبروري _2026AH 19-2-2026AD1 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۷) (ج) د اسلام له نظره د…

نور یی ولوله
کپټالیزم

کپيټلېزم (برخه: ۸)

پنجشنبه _19 _فبروري _2026AH 19-2-2026AD2 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل ­زهي کپيټلېزم (برخه: ۸) پانګوالي د اسلام له نظره د اسلام…

نور یی ولوله
متفرقه

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: وروستۍ ۵)

چهارشنبه _18 _فبروري _2026AH 18-2-2026AD6 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: وروستۍ ۵)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قرآن تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۷)

پنجشنبه _19 _فبروري _2026AH 19-2-2026AD

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۷)

پنجشنبه _19 _فبروري _2026AH 19-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.