مېړانه او ځوانمردي د ریښتیني مسلمان بله ځانګړتیا ده. هغه ځانګړنه چې په مختلفو وختونو کې د لویو ستونزو د حل او په ملاماتونکو مصیبتونو کي د مسلمانانو د بریا لامل شوی دی. د هغو خلکو په منځ کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د پیغمبر په توګه رالیږل شوی و، فطرتا یو لړ ښه صفات درلودل. نو کله چې د دعوت تنور ګرم شو، د رسول الله صلی الله علیه وسلم کار یې اسانه کړ او د اسلام خپریدل یې ګړندي کړل. مېړانه او ځوانمردي تر ټولو غوره او اغېزمن صفت و چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لومړنیو زدکړیالانو ورڅخه په لوړه کچه برخمن و.
کله چې موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت مطالعه کوو، د هغه د پیغمبرۍ د 22کلن ژوند په اوږدو کې موږ ته حتی داسې یوه قضیه هم مخي ته نه راځي چې د هغه کوم ملګری د هغه په وړاندې دسیسه کړی وي یا د خپل مسلمان ورور سره خیانت کړی وي. هو! داسې کسان هم وو چې دسیسې یې کولې، خو هغوی منافقان وو چې له اولې ورځې یې بد نیتونه ټولو ته معلوم وو او د هغوی د بدۍ او رسوایۍ لپاره وخت په وخت د قرآن آیتونه نازلېدل.
انساني ټولنه خپله حافظه کي داسې بېلګه نه لري چي یو مکتب دي د اسلام د مکتب په څېر دومره په قوت او چټکتیا سره خپور شوی وي. د ټولنپوهنې د تحلیل له اړخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شاوخوا کې د ده د ملګرو شتون، د دې پدیدې ترټولو ځواکمن لامل ګنلۍ دۍ چې د خدای تعالی سره له اړیکي وروسته د مېړانې او ځوانمردۍ ځانګړنه یې درلودل.
خو د الله جل جلاله سره د ارتباط مسله د بېلګې په توګه د موسی علیه السلام په دعوت کي په یوازې توګه د هغه د دین د چټک او سمې پراختیا لامل نه شوه، ځکه چې بنی اسرائیل د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو په څېر مېړانه او ځوانمردي نه لرل. قرآن کريم د بني اسرائيلو د نامردۍ او بې پروايۍ بېلابېلې صحنې بيانوي او وايي چې په ډېرو مواردو کې موسى عليه السلام نه شو کولى په ډاډه زړه خپل پلانونه او طرحې له بني اسرائيلو سره شريک کړي. خو رسول الله صلی الله علیه وسلم د خدای تعالی په توکل او په خپلو اصحابو د اعتماد په کولو سره د دښمن د ګڼو ځواکونو زړه ته ننوتل او بېرته بریالی را ووتل.
[اې پېغمبره ﷺ!] ستا او ستا مؤمِنو پيروانو لپاره خو یوازي الله كافي دى.
د اسلام د پېل واقعي تاریخ ښیي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو په څېر د صلابت او مردانګۍ درلودونکي سړی هېڅکله هم نه دي موندل شوي. د بدر په جګړه کې د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو او د موسی علیه السلام د ملګرو تر منځ لنډه مقایسه چې کله یې فلسطین ته د ننوتو امر وکړ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو فضیلت روښانه کوي. د حضرت موسی علیه السلام ملګرو ورته وویل: يَامُوسَى إِنَّا لَنْ نَدْخُلَهَا أَبَدًا مَا دَامُوا فِيهَا فَاذْهَبْ أَنْتَ وَرَبُّكَ فَقَاتِلَا إِنَّا هَاهُنَا قَاعِدُونَ (المائده[24])
خو هغوى بيا همدا وويل چي: اې موسى! موږ به هلته هیڅكله ور نه شو تر څو چي هغوى هلته وي. ته او ستا رب، دواړه لاړ شئ او وجنګېږئ، موږ دلته ناست يوو.
اما د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو صحابی چې مقداد بن اسود نومیده د بدر په جګړه کې آنجناب ته راغی او ویې ویل: مونږ تاسو ته هغه څه نه وایو چې د موسی علیه السلام قوم خپل پېغمبر ته وويل چې (ته او ستا رب لاړ شئ او وجنګېږئ) بلکې موږ ستا له مخ او شا، او له ښي او کیڼ لورې نه جنګېږو! رسول الله صلی الله علیه وسلم دومره خوشاله شو چې پر مخ مبارک یې د خوشالۍ نښې ښکاره شوي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل د دعوت لړۍ له څو لارښوونو پیل کړه او د همدغو ښوونو په بشپړولو سره یې خپل دعوت پای ته ورساوه. د هغه رښتیني پیروان هغه دي چې تعلیمات یې په ښه توګه زده کوي او عمل پرې کوي. د رسول الله صلى الله عليه وسلم تعليمات د انسان د دنيا او آخرت د کاميابۍ لپاره جوړ شوي دي. انسان هغه مخلوق دی چې د زړه په درلودلو سره د خدای له نورو مخلوقاتو څخه توپیر لري. د انسان زړه د عقیدې ظرف او لوښۍ دی؛ دا زړه دی چې یو څه مني او یو څه پریږدي او ردوي. کله چې د نورو خلکو سره اړیکه نیسي، د انسان زړه کولی شي د حق او باطل، اخلاص او چل ول کچه له نورو سره د تعامل په وخت کي د هغوی له خبرو او عملونو څخه درک کړي؛ د انسان تقوا څومره چي زیات وي، درک او فهم يې هم ډېر وي، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «اتَّقُوا فِرَاسَةَ الْمُؤْمِنِ فَإِنَّهُ يَنْظُرُ بِنُورِ اللَّهِ»
د مؤمن له فراست او زیرکتیا څخه ځان وساتئ ځکه چې هغه د خدای په نور او رڼا سره ویني. یعنی د مؤمن د دوکه کولو فکر له ځان سره مه لرئ… نو له هغه مخلوق سره چې سینه یې د زړه ځای دی باید په ډېره صادقانه او مېړانه توګه چلند او تعامل وشي، که نه نو زړه به یې آزارده شي. که څه هم د ځینو مصلحتونو په خاطر چپ او ساکت پاتې شي. که چیرې د اسلام تعلیمات په سمه توګه وپوهېدل او وپوهول شي، نو هرومرو به د انسان په وجود کې د مېړانې او ځوانمردۍ تخم وکري او ویې پالي؛ ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تعلیمات او ښوونې څرنګه چي کولی شي انسان بیدار، هوښیار، زیرک متواضع، زغم لرونکی، زړه سواند، نیک اخلاق او متواضع وګرزوي، دا هم کولی شي چې له یو عادي انسان څخه کریم او مېړنۍ انسان جوړ کړي او انساني ټولنې ته یې وړاندي کړي.