لودیځ کلتور ته خبرداری
په حقیقت کې د لودیځ کلتوري یرغل، کلتور نه دی؛ بلکه دا د استعمار او استثمار کړۍ ده چې د ملتونو بنسټونه به له منځه یوسي. د لودیځ دا فکري او ایډیالوژیکي یرغل په حقیقت کې د یو بېخ راښکوونکی سیلاب او د ناورین توپان دې چې زړونه مسخ کوي، سینې ټپي کوي، انسانیت په نطفه کې له منځه وړي، روغ او سالم مغزونه بدلوي او شاید د پروني چنګیز څخه هم بد وي چې د ساینس او پرمختګ سره ډګر ته راغلی دی، چنګیز کورونه په وسلو او جنګونو ویجاړ کړل او دا دین او ایمان ویجاړوي؛ ډاکټر علي شریعتي وايي: “د تاریخ په اوږدو کې چنګیز هیڅکله نړۍ دومره لوټ نه کړه، لکه څنګه چې دې خلکو کړې وه، او نه یې کولی شوای او نه پوهیده چې څه وکړي او څنګه یې وکړي، د چنګیز وسله پرون توره او مرکب یې آس او دفاع، ډال او… و!؟ خو نننی چنګیز له صنعت څخه جوړ دې، سرمایه او توره یې ساینس دی، او نقاب یې د ازادۍ، انسان دوستي، تمدن، پرمختګ، سوله، سوسیالیزم، بشري حقونو، لیبرالیزم، بشرپالنې؛ د پرون چنګیز د یوه جسد بندونه مات کړل؛ خو د نن چنګیز د روح ژور او سپیڅلي بند؛ د پرون چنګیز سر له بدن څخه جلا کاوه، خو د نن چنګیز به د انسان طبیعت جلا کړي ؛ د پرون چنګیز د خلکو په سرونو کورونه وران کړل، د نن چنګیز د نړۍ، د مینې آسمان، د ایمان او هر څه چې انسان د هغه تر پناه او سیوري لاندې انسان پاتې شي، ورانوي؛ د پرون چنګیز د یو کس له بدن څخه جامې لیرې کړې او غلا یې کړې؛ خو نننی چنګیز د انسان طبیعت او د انسان هویت غلا کوي».
همدا وو چې علامه ندوي په خپلو نږدې او دقيقو سترګو د لويديځ فرهنګ له منځه تلل یې لیدل، چې څنګه يې د ځوانانو طبيعت او جوش له خپل وجود څخه ايستلى او د نړيوال جام سياليو، ټلوېزيونونو او عصري فيشنونو ته يې غاړه ايښې ده. زاړه خلک یې د دین په پرتله بې ارزښته او بې فکره دي، او ښځې یې د خوښۍ، عیاشۍ او بې نظمۍ په دلدل کې ډوبې کړي دي؛ د علامه اقبال په وینا:
«د انسانانو ذلت چې په عصريت کې ژوند کوي بدن یې د څاروي د بدن په څیر ښکاره شوی دی
هغه خپل سر د خدای له امر څخه وګرځاوه او نافرماني یې وکړه، د فیشن غلط تقلید یې تعقیب کړ
دا هغه تمدن دی چې اوس عام دی».
علامه ندوي د « اسلامي مفکورې او غربي فکر ترمنځ ټکر » کتاب کې د (غربي تمدن ارزونه) لیکي: موږ لیدلي او په دوام یې وینو چې استعمار په ځانګړې توګه د خپل راتګ په پیل کې له دین سره د تعصب د برید په نوم او له تاریخ سره د غبرګون د غندلو په نوم ترسره شو؛ تر څو داسې خلک جوړ کړي چې له دود، کلتور، مذهب او هرڅه څخه بې برخې وي.
تر ټولو زیات علامه ندوي عربان د غربي تمدن په جاذبه دلدل کې د راښکته کیدو په خطر کې ویني او په دې باور وو چې دا کلتور به د دوی هویت او حقایق له منځه یوسي او د دوی په زړونو کې به د کفر او الحاد، مادیت او سوکالۍ روحیه وپالي؛ له همدې امله هغه د عربو ملت لپاره ډېر سوچ درلود او د غربي
کلتور له ناوړه خطرونو څخه يې د عربي هېوادونو له مشرانو څخه نيولې تر عالمانو، مفکرینو، ليکوالانو، چارواکو او نورو پورې هر څوک خبر کړل.
اقبال داسې شعر وايي:
شرق را از خود برد تقلید غرب
باید این اقوام را تنقید غرب
سید عبدالماجد غوري لیکي: حضرت علامه ندوي په هغه وخت کې چې د حجاز په خاوره کې اوسېده، هغه احساس کاوه چې غربي کلتور د عربو پر ښارونو اغېز کړی دې، بلکه د هغه ځواک یې له منځه وړی او اعصاب یې مات کړي دي او د حجاز او د جزیرة العرب د سپېڅلې خاورې ځوانان له دې خطره خلاص نه دي، هغه ځوانان چې نړۍ یې د ایمان او اسلام په برکت جوړه کړه او تیاره یې له منځه ولاړه. او له دوی څخه یو ملت راڅرګند شو، دوی د رهبرۍ او مشرۍ وړتیا درلوده.
هغه وخت د علامه ندوي وجود له اضطراب او بې صبرۍ ډک شو کله چې هغه ولیدل چې عربان په خپل ټول توان سره د غربي کلتور د تقلید هڅه کوي او د هغه په قوت او پرمختګ یې دومره باور درلود چې له زړه سره یې مینه ورسره ګډه شوه، او هيڅکله يې فساد او زیانونه نه دې ليدلی او فکري او معنوي وروسته والی چې لويديځوال يې پخپله مني،دوی پرې باور نه لري؛ دا په داسې حال کې ده چې له زړونو څخه د غربي کلتور مينه لرې کول به اسانه نه وي. ځکه چې دې کلتور دوی له روح او مفهوم او له ایمان او یقین څخه بې برخې کړي دي. له همدې امله د علامه ندوي په روح کې د حسرت او دردونو لمبې اورېدې او د هغه د وجود له ځالې څخه په تدریجي ډول خلاصېدل، دا هغه درد و چې هر چیرې به یې اظهار کاوه ګوندې مثبته او مطلوبه پایله ترلاسه کړي؛ بېشکه د خدای رښتیني او پرهېزګاره بندګان همداسې دي. ادامه لري…