د رښتیني مسلمان بله ځانګړنه، وینا او عمل کې رښتینولي ده. صداقت او ریښتینولي د یوې قوي کلا په څیر، مسلمان انسان له ګناهونو څخه ژغوري. لکه څنګه چې دروغ او کوږوالې انسان لپاره د ډیرو وژونکو انحرافاتو دروازې پرانیزي، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «إِنَّ الصِّدْقَ يَهْدِي إِلَى الْبِرِّ وَإِنَّ الْبِرَّ يَهْدِي إِلَى الْجَنَّةِ وَإِنَّ الرَّجُلَ لَيَصْدُقُ حَتَّى يَكُونَ صِدِّيقًا وَإِنَّ الْكَذِبَ يَهْدِي إِلَى الْفُجُورِ وَإِنَّ الْفُجُورَ يَهْدِي إِلَى النَّارِ وَإِنَّ الرَّجُلَ لَيَكْذِبُ حَتَّى يُكْتَبَ عِنْدَ اللهِ كَذَّابًا»
دا یقیني ده چې صدق او ریښتینولي انسان نیکۍ ته رسوي او د نیکۍ پای جنت دی. او انسان به صداقت پسې ګرځي تر څو چې د صدیق درجې ته ورسیږي. او دروغ، انسان فسق او فجور ته رسوي او فسق جهنم ته رسوي او انسان دروغ ویل خپل مسلک ګرځوي تر څو د الله تعالی په نزد د دروغجنو په ډله کې ولیکل شي.
د مدینې د ښار فقیه عروه د زبیر بن عوام زوی په دې اړه وایې: «اذا رأيت الرجل يعمل السيئة فاعلم أن لها عنده أخوات. و إذا رأيته يعمل الحسنة فاعلم أن لها عنده أخوات»
کله چې وینئ یو څوک په ګناه اخته کېږي، نو پوه شئ چې هغه په نورو ګناهونو هم ککړ دی، او کوم بنده چي په یو ښه کار وینئ، نو پوه شئ چې هغه نور نیک اعمال هم ترسره کوي.
يعنې د انسان په اړه الهي دستور او سنت دا دی چې کله يو نيک عمل وکړي نود نورو نيکیو د ترسره کولو توفیق هم مومي. او که بد عمل وکړي، نو نورو بدو کارونو ته به هم کاږل کېږي. خو دروغ چې د صدق او ریښتینولۍ پر خلاف دی، د سترو انحرافاتو بنسټ دی. د اسلام په لارښوونو کي صداقت د انسان له کاملو صفتونو څخه ګڼل شوی دی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په عملي ژوند کې ډېر داسې موارد شته چې هغه خپل صحابه کرام صداقت او رښتینولۍ ته هڅولی او له دروغو یې منع کړی دی. حتی رسول الله صلی الله علیه وسلم دوی ته اجازه نه ورکوله چې په ډیرو وړو مسایلو کې هم صدق او ریښتینولۍ له پامه وغورزوي.
عبدالله د عامر زوی وايي چې یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم زموږ په کور کې ناست و، مور مې راته غږ وکړ، راځه چې تاته یو څه درکړم. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: غواړې هغه ته څه ورکړي؟ مور مې وویل: غوښتل مي چې خرما ورته ورکړم. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که دي هغه ته څه نه وای ورکړئ، نو ستا د اعمالو په کتاب کې به یو درواغ لیکل شوی و.
معمولا، کله چې د صدق یادونه وشي؛ ذهن، وینا کې صدق او ریښتینولي ته پام کوي، پداسې حال کې چې د صدق مفهوم د ریښتیا ویلو ورآخوا خورا پراخ دی.
په دې برخه کې یو ډیر مهم ټکی – چې له بده مرغه ډیری خلک ترې خبر نه دي – د یو شخص د ښو او بدو صفاتو او ځانګړتیاو په اړه د غیبي پایلو مرتبوالی دی. په نړۍ کې هیڅ داسې ځواک نشته چې د بد کار څخه ښه پایله ترلاسه کړي یا د ښه کار څخه د ښې پایلې مخه ونیسي.
صدق او ریښتینولي یو له سترو ځاکړنو او صداقت د انسان له سترو نیکو کارونو څخه دی چې خامخا ښه پایله ورکوي او که رعایت یې ونه شي نو د ډیرو مصیبتونو سبب ګرځي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل صحابه کرام په دې حقایقو ښه پوهولی و. نو له همدې امله دوی له خالق او مخلوق سره په اړیکه کې په خورا ښه توګه صداقت رعایتول، که څه هم په رعایتولو کې یې ستر مادي لګښتونه او ستر دنیوي تاوانونه ورباندې تحمیلېدل. د بېلګې په توګه د ورورولوۍ په هغه تړون کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مهاجرو او انصارو تر منځ رامنځته کړې وه، له داسې عجایبو سره مخ کیږو چې اوس یې زموږ لپاره تصور هم ناممکن دی.
څه شی باعث ګرزېدلی وو چې یو انصاري مسلمان دې ته تیار شو چې خپل ټول هغه شتمني چې د څو کلونو راهیسې یې راټول کړی دی، له خپل مهاجر ورور سره په مساوي توګه تقسیم کړي او له خپلو دوو میرمنو څخه یوه ته طلاق ورکړي ترڅو د عدت له تیریدو وروسته د ده له مهاجر ورور سره نکاح وکړي؟ [4] له دې معاملې څخه د هغه موخه، ریا او ځانښودنه نه وه! بلکې هغه غوښتل چې د هغه چا سره صادقانه چلند وکړي چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم یې ایماني ورور بللی و. خو نن سبا مسلمانان په مختلفو بهانو او چلونو سره د نورو د مادي او معنوي حقونو د تر پښو لاندې کولو هڅه کوي او په عین حال کې ځان د خیر خواه او صادق په توګه وړاندې کوي.
زموږ ژوند د انسانانو په توګه له تړونونو او معاملو ډک دی. له یوې خوا موږ له خپل خدای سره اړیکه لرو او له بلې خوا زموږ شاوخوا مخلوقاتو سره په ځانګړي توګه انسانان. نو دا زموږ مسوولیت دی چې له خالق او مخلوق سره په خپلو اړیکو او تړونونو کې صداقت او ریښتینولۍ په پام کې ونیسو او دا باور ولرو چې د صداقت په مراعاتولو سره به مو ستونزې تر ډېره بریده راکمي شي. پداسې حال کې چې د ریښتنولۍ قانون ماتول، ممکن موږ له لوی مالي او معنوي مصیبتونو سره مخ کړي.