لیکوال: ابو جریر

 

(اسلامي عقاید؛ د ماشومانو ډېوه (دیرلسمه برخه

عقاید او اسلامي افکار د آیاتو په رڼا کې:
د پوښتنې او ځواب په بڼه
۱- د آیاتونو برخه:
پوښتنه: الله تعالی ﷻ د دنیا ټول نعمتونه د چا لپاره پیدا کړي دي؟
ځواب د مسلمانانو لپاره یې پیدا کړي دي لکه چې فرمایي:
(هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُم مَّا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا ثُمَّ اسْتَوَىٰ إِلَى السَّمَاءِ فَسَوَّاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ ۚ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ) (البقرة (29)
ژباړه: هغه خدای دی چې هغه څه (د نعمتونو) چې په ځمکه وجود لري، ستاسو لپاره یې پیدا کړه او هغه یې د اوو اسمانونو په توګه ترتیب کړل؛ او هغه په هر څه خبر او پوه دی.
په واضح ډول فرمایې: نعمتونه د مسلمانانو لپاره پیدا شوي دي:
(قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ اللَّهِ الَّتِي أَخْرَجَ لِعِبَادِهِ وَالطَّيِّبَاتِ مِنَ الرِّزْقِ ۚ قُلْ هِيَ لِلَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا خَالِصَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ كَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ) (الأعراف (32)
ژباړه: ووایه: کوم کس الهي زینتونه خپلو بند‌ګانو ته پیدا کړې، او پاکه روزي یې حرامه کړی ده؟! ووایه: دا په ژوند کې د هغه کسانو لپاره دي چې ایمان یې راوړی وي؛ (که څه نور هم له دوی سره مشارکت لري) ولې په قیامت کې په خاص ډول (د مؤمنانو) لپاره وي، دا ډول (خپل) آیاتونه د هغه کسانو لپاره چې پوه او خبر دي، شرح کوو.!
پوښتنه: نو ولې په نړۍ کې محروم ترین ملتونه د رسول الله ﷺ امتیان دي؟
ځواب: د قرآن له حاکمیت څخه لرې‌والی د دنیا او آخرت د ذلت سبب دی.
(وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَىٰ ) (طـه (124)
ژباړه: او هر څوک زما له یاد یعني د قرآن له تطبیق څخه مخ اړونکی شي سخت او تنګ ژوند به ولري؛ او هغه د قیامت په ورځ ړوند حشر کوو!
(قَالَ رَبِّ لِمَ حَشَرْتَنِي أَعْمَىٰ وَقَدْ كُنتُ بَصِيرًا ) (طـه (125)
ژباړه: وایي: «ای زما ربه! ولې دي ړوند حشر کړم؟ زه خو بینا وم!»
(قَالَ كَذَٰلِكَ أَتَتْكَ آيَاتُنَا فَنَسِيتَهَا ۖ وَكَذَٰلِكَ الْيَوْمَ تُنسَىٰ ) (طـه (126)
ژباړه: فرمایي: «هغه ډول چې زما آیاتونه تاته راغلل، او تا هغه له یاده ویستل؛ نن ورځ به ته هم هیر شي!»
پوښتنه: دا نعمتونه الله ﷻ د څه لپاره پیدا کړي دي؟
ځواب: د ابتلاء او ازموینې لپاره (زموږ خپل حقیقت افشا کول موږ ته او نورو مخلوقاتو ته) پیدا کړي دي. څنګه چې یې فرمایلې دي:
(إِنَّا جَعَلْنَا مَا عَلَى الْأَرْضِ زِينَةً لَّهَا لِنَبْلُوَهُمْ أَيُّهُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا ) (الكهف (7)
ژباړه: موږ هغه څه چې د ځمکې په مخ دي د هغې ښکلا ګرځولې ده، ترڅو هغوی و ازمایو چې کوم څوک بهتر عمل کوي.
زینت دائمي ندی، خطا ایستونکی دی، حقیقي څېره نده.
پوښتنه: د انسان د خلقت هدف څه دی؟
ځواب: د انسان د خلقت هدف هم فقط د امتحان دی.
فرمایي: (إِنَّا خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن نُّطْفَةٍ أَمْشَاجٍ نَّبْتَلِيهِ فَجَعَلْنَاهُ سَمِيعًا بَصِيرًا) (الدهر/الانسان( ۲)
ژباړه: موږ انسان د مختلطي (مور او پلار) له نطفې نه جوړ کړی، تر څو هغه و ازمایو؛ په دي سبب مو اورېدونکی او لیدونکی جوړ کړ.
همدارنګه فرمایي:
(الَّذِي خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا) (الملك 2)
ژباړه: هغه چا چې مرګ او ژوند پیدا کړی دی، تاسو ازمایې چې د کوم یو عمل به مو بهتر او نیک وي.
همداراز فرمایې:
(وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى الْمَاءِ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا ۗ وَلَئِن قُلْتَ إِنَّكُم مَّبْعُوثُونَ مِن بَعْدِ الْمَوْتِ لَيَقُولَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هَٰذَا إِلَّا سِحْرٌ مُّبِينٌ.) (هود 7)
ژباړه: او هغه دی چې ځمکه او اسمانونه یې په شپږ ورځو کې جوړ کړه او د هغه عرش په اوبو وو، یعني(د الله تعالی عرش د  ځمکې او اسمان جوړولو نه وړاندي د اوبو په سر وو)
عرش: د الله تعالی ﷻ د ملک د فرمانروایي او مصدر تدبیر د تنظیم مرکز دی چې د اسمانونو او ځمکې نه لوی دی. د ابن‌عباس یې وپوښتل: «هغه وخت کې اوبو په څه شي قرار درلود؟ وي فرمایل: د باد په بستر، تر څو تاسو و ازمویي چې کوم یو ډیر نیکي‌کونکی یاست» د اوامرو او نواهي په ازموینه کې هغه وخت ښه عمل لرونکي ته ښه او بد عمل لرونکي لپاره بده جزا ورکوي. دا دی چې د عمل مدار په کیفیت دی نه په کمیت او  نیک عمل هغه نه دی تر څو د الله تعالیٰ ﷻ لپاره خالص نه وي. نو هر وخت کوم عمل له دي دوه شرطونو فاقد وي، هغه عمل هدر او بی ګټي دی، او که ووایې تاسو له مرګ وروسته راپورته کیږی! قطعاً هغه کسان چې کافران شوي دي وایې دا  ښکاره سحر او جادو دی.
Leave A Reply

Exit mobile version