لیکوال: ابو رائف

 

استعمار (څلور ویشتمه برخه)

په افغانستان کې د ښوونې او لوړو زده کړو د ډول بدلول
د ښوونې او روزنې او پوهنې په برخه کې یې ډیرې هڅې وکړې ترڅو د ماشومانو، تنکي ځوانانو او ځوانانو نسل له دیني پوهنې او ګټورو عصرو علومو څخه لېرې وساتي، په دې تړاو یې بې شمېره برنامې او پلانونه د پوهنې په درسي سیسټم او ښوونځیو کې پلې کړې چې له هغې جملې څخه:
۱- اسلامي علوم او دیني مضامین څنډې ته کول او لږ وخت او ساعتونه د هغوی د تدریس لپاره ځانګړي کول.
۲- د ښوونځیو له مضامینو څخه د دیني مفاهیمو لکه د جهاد فرضیت، د استعمار سره مبارزه او فکري جګړه، د اسلامي حکومت او خلافت اړتیا او … حذفول.
۳- په ښوونځیو کې د غربو جامو د اغوستلو لزوم او د پردي فرهنګ مطابق د شاګردانو د سر او صورت په جوړولو ټینګار.
۴- د داسې مضامینو شاملول چې شرعي محرمات دي لکه موسیقۍ، سینماګري، بې حجابي، اختلاط او … او دا موضوعات د هنر او فرهنګ یوه برخه معرفي کول.
۵- په ځینو ښوونځیو کې د اختلاط رایجول او د ښځینه او نارینه شاګردانو یو ځای کول چې په څرګنده د اسلامي لارښوونو او د هیواد د ملي فرهنګ خلاف عمل دې.
۶- د نارینه ښوونځیو او ټولګیو لپاره د ښځینه ښوونکې ټاکل او د ښځینه ښوونځیو او ټولګیو لپاره د نارینه ښوونکو ګمارل چې دا مسئله هم د ډیرو ناخوالو او اخلاقي مفاسدو زیږنده وه.
۷- اداري فساد ته د زمینې برابرول په داسې توګه چې ځینو ښوونکو به د نمرې او حاضرۍ په بدل کې له شاګردانو څخه رشوت اخیستلو او له دې سره د ښوونیزې کچې کمزوري کول.
۸- په معارف کې د ښوونیزې او تعلیمي کچې کمزورې کیدل او د خیالي ښوونکو او زده کوونکو شتون، دا کار د استعمار کوونکو هیوادونو د مرستو د راجلبولو او د درواغجنې تعلیمي فضا د رامنځته کیدو په موخه ترسره کیده.
۹- د تاریخ په کتابونو کې د زرین تاریخ او متمدنو او د لوړ فرهنګ لرونکو هیوادونو په توګه د غربي هیوادونو معرفي کول او په ټولو چارو کې له هغوی څخه د پیروي کولو د اړتیا بیانول.
۱۰- د ښځینه زده کوونکو د امنیت او خوندیتوب نه شتون او په ښځينه ښوونځیو او د هغوی د تګ او راتګ په لارو کې د بې شمیره اخلاقي مفاسدو د قضیو پیښیدل.
د لوړو زده کړو په برخه کې هم  تحصیلي کمزورتیا، اداري فساد، نامشروع اړیکې او … بې شمیره موارد تر سترګو کیدل چې په لاندې ډول ځینو ته یې اشاره کوو:
۱- د خیالي محصلینو او د هغوی د فارغیدو له امله د تخصص او لوړو زده کړو نه حاصلول؛
۲- د ښځينه او نارینه محصلینو ترمنځ د اړیکو په رامنځته کولو تمرکز او تحصیلي کیفیت ته نه پام؛
۳- د علمي معیارونو او د یو پوهنتون د بنسټیزو اړتیاوو له پام کې نیولو پرته د خصوصي پوهنتونونو رامنځته کیدل؛
۴- د پوهنتونونو لپاره د کمزوري تحصیلي نصاب ټاکل او معیاري او پیاوړي تحصیل ته نه پاملرنه او په چپټرونو او لنډ لیکنو اتکا او بسنه کول؛
۵- د اسلامي ثقافت مضمون لپاره د لږو ساعتونو او کریډټونو ټاکل او په عملي ډول یې څنډې ته بیول؛
۶- له تحصیلي نصاب څخه د هغو مفاهیمو حذفول چې د اسلامي جهاد، فکري جګړې، استعمار پر وړاندې مبارزه، اسلامي خلافت او امارت او … په اړوند دي.
۷- په تحصیلي ټولګیو کې د ښځینه او نارینه محصلینو اختلاط او ګډ تدریس او په دې برخه کې د نامشروع اړیکو پیدایښت؛
۸- د الحاد او بې دینۍ د خپرولو په موخه په پوهنتونونو کې د منحرفو، ډیموکراټو، کمونسټو او سیکیولرو استاذانو ګمارل؛
۹- په پوهنتونونو کې د مختلفو فکري او سیاسي ډلو فعالیت او د محصلینو په منځ کې د مختلفو رأیو او فکرونو خپرول؛
۱۰- د «کابل امریکایي پوهنتون» پرانیستل او د داسې نسل د روزنې لپاره هڅه چې د هغوی د غوښتنو، موخو، افکارو او اجنډاوو سره موافق اوسي او په راتلونکي کې وکولای شي چې د هیواد ستر او درانه مسئولیتونه وروسپاري؛ یاد پوهنتون د امریکې متحده ایالتونو تر مستقیمې څارنې لاندې اداره کیده او ډیرې پانګې هغه ته ځانګړې کیدې او هڅه یې کوله چې محصلینو ته د لوړو زده کړو موضوع تر پوښښ او چتر لاندې، منحرفو او غیر اسلامي افکارو او د بې دینۍ لوري ته یې راوبلي او په واقعیت کې، په افغانستان کې د نصرانیت د تبلیغ او خپراوي لوی مرکز بلل کیده.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version