لیکوال: محمد عاصم اسماعیلزهي

 

(د حجاب د نزول نېټه (دریمه برخه

د نړۍ په ټول تاریخ کې له آدم علیه السلام څخه نیولې بیا تر خاتم الانبیا علیهم السلام پورې د نارینه او ښځینه غیر ضروري اختلاط ښه نه دی ګڼل شوی او اجازه نه ده ورکړل شوې. او دا نه یوازې د اهل شرایعو په منځ کې، بلکې د شریفو کورنیو په منځ هم روا نه وه. مدين ته د حضرت موسى (ع) د سفر په وخت کې د هغو دوو ښځو يادونه شوې چې د خپل پسونو سره لیرې درېدلې وې، ځکه چې هغوى د نارينه وو په منځ کې نه راتلل او په پاتې اوبو راضي وې او حضرت زينب بنت جحش رضي الله عنها چې کله واده شوه، نو د حجاب آیت نه وو نازل شوی، او دا مبارکه په کور کې په داسي ډول ناسته وه چې مخ یې دېواله ته وو. له دې څخه څرګندېږي چې د حجاب له نزول نه مخکې د دې معززو او نېکو خلکو په منځ کې د نر او ښځې بې ځايه اختلاط او بې ځايه ناسته پاسته او خبرې اترې عام نه وې او د لومړي جاهليت تبرج راڅرګندېدل او د هغې ظهور چې په حديث شريف کې يې يادونه شوې ده، هغه د عربو د کورنۍ ښځې نه وې، بلکې په مینزو کې وې، او شریفو کورنیو دا عیب ګڼل او د عرب ټول تاریخ پر هغه شاهد دی.
په هند کې، د هندوانو، بودایانو او نورو شرکي مذهبونو ترمنځ، د نارینه او ښځو بې توپیره اختلاط خوښ نه و، د نارینه او ښځو دا ادعا چې باید په ګډه او وږه په وږه کار وکړي او د زده کړې او د ژوند په نورو برخو کې د دوی بې پروا اختلاط او هر ډول مېلمستيا او مجلسونه دا د اروپا د ملتونو بې حیايي او د فحشا میراث دی چې هغوی ته یې پرېښودلی دی. او دا ملتونه له خپل تېر وخت څخه منحرف شوي او د اروپاییانو څخه اغېزمن شوي دي. لکه څنګه چې الله جل جلاله ښځې په جسماني پيدايښت کې له نارينه وو سره بېلې کړې دي، په طبيعت کې يې هم د نارینه و څخه جلا کړي دي او د حيا جوهر یې په دوی کې ځاى پرځاى کړى دى، چې په طبيعي ډول يې له نارينه وو څخه لرې پاتې کېدو ته چمتو کوي او دغه طبيعي حيا د ښځې او نارينه تر منځ يو حایل ګرځېدلی دی.
د اسلام په پیل کې همدغه حجاب رواج وو، خو کله چې د حجاب آیت نازل شو، ښځو ته امر وشو چې په شرعي حجاب کې راووځي او ټول بدن دې وپوښي چې دا حکم مدینې ته له هجرت وروسته په پنځم کال نافذ شو، چې د ټولو علماوو پرې اجماع ده، او د حجاب په اړه لومړی آیت هغه دی چې مخکې ذکر شوی [لَا تَدْخُلُوا بُيُوتَ النَبِي](سورة الأحزاب /33/53) او دا آیت چې د حجاب په اړه دی، د حضرت زينب بنت جحش د واده په وخت کې نازل شو، او د دې نکاح د نيټې په اړه حافظ ابن حجر په «اصابه» کې او حافظ ابن عبد البر په «استیعاب» کې دوه قولونه روايت کړي دي، يو د هجرت دريم کال او بل د هجرت پنځم کال دی، او حافظ ابن کثیر د هجرت پنځم کال غوره کړی دی. او ابن سعد هم له حضرت انس رضي الله عنه څخه پنځم کال روایت کړی دی او دا غوره والی د حضرت عایشه صدیقه رضي الله عنها له ځینو احادیثو څخه هم معلومیږي. په ذکر شوي آيت کې يې ښځو ته امر کړی چې د پردې تر شا کښېني، او نارينه وو ته امر وشو چې څه غواړي د پردې تر شا یې وغواړي. څرګنده ده چې په پردې باندې يو خاص تاکيد دی، چې له اړتيا پرته نارينه او ښځې بايد جلا شي، او که دوی خبرې کولو ته اړتیا ولري، دا باید د پردې تر شا ترسره شي.
په قرآن کریم کې د حجاب په اړه اوه آیتونه نازل شوي دي. څلور آيتونه په سورت احزاب او درې په سورت نور کې دي چې مخکې تېر شوي دي. او په دې هم ټول متفق دي چې لومړی آيت چې د حجاب په باره کې نازل شوی هغه دا دی چې [لَا تَدْخُلُوا بُيُوتَ النَّبِيِّ إِلَّا أَنْ يُؤْذَنَ لَكُمْ] (سورة الأحزاب /33/53) د سورت نور په دريو آيتونو کې راغلي دي. د سورت احزاب لومړی آیت چې په هغه کې ازواج مطهراتو ته امر شوی چې په خپلو کورونو کې کښېني [وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ](سورة الأحزاب /33/53)  که څه هم دا ټول د قرآن اوسني ترتیب په لحاظ لومړیتوب لري خو د نزول په اعتبار موخره دي. د سورت احزاب په لومړي آيت کې مشخص شوی دی، چې دا حکم ازواج مطهراتو ته هغه وخت ورکړل شوی چې د خدای له لخوا دوی ته د دنیا د پراخوالي او طلاق او یا د آخرت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ملتیا اختیار ورکړل شوی وو. چې د حضرت زینب بنت جحش رضي الله عنها یادونه هم شوې ده، او په هغه ډله کې شامله وه چې له دې څخه څرګندېږي چې د هغې نکاح له دې نه مخکې شوې وه او دا آيت له هغه وروسته نازل شوی دی، همدارنګه د سورت نور په ايتونو کې چې د حجاب په اړه تفصيلات لري، که څه هم دغه ایتونه د قرآن په ترتیب کې لومړي دي، خو د نزول له اړخه د افک له کیسې وروسته نازل شوي دي چې د بني مصطلق یا مریسیع له غزوې څخه د راستنیدو وروسته پیښه شوې او دا غزوه د هجرت په اتم کال کې ترسره شوې ده، او حجاب حکم د حضرت زینب رضي الله عنها د واده په وخت کې نافذ شو.
ټول علماء پر دې متفق دي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ام المؤمنین زینب بنت جحش رضي الله عنها سره په واده کې د حجاب امر شوی و. خو اختلاف د حجاب د آیت د نزول په تاریخ کې دی. علامه ابن کثیر په خپل تفسیر کې لیکي: د حجاب د آیت د نزول وخت د زینب بنت جحش سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د واده په سهار وو، چې د هجرت پنځم کال وو.
د روح په کتاب کې راغلي دي چې د حجاب د آیت نزول د هغه څه پر بنسټ چې ابن سعد له حضرت انس رضي الله عنه څخه روایت کړی دی، د هجرت په پنځم کال کې شوی دی. حافظ ابن حجر عسقلاني په الاصابه كتاب كې ليكي: له زينب بنت جحش سره د رسول الله صلى الله عليه وسلم نكاح په درېيم هجري كال كې شوې وه او ځينو نورو ويلي دي: د هجرت په پنځم كال شوې وه.
د حجاب د نزول د علت په اړه احادیث د امام بخاري په کتاب الوضوء کې له هغه روایت سره توپیر لري چې د حجاب حکم د حضرت سوده رضي الله عنها په کیسه کې نازل شوی دی. د “کتاب التفسیر” له روایت څخه څرګندیږي چې د حجاب حکم د حضرت زینب (رض) په ولیمه کې نازل شو.
حافظ ابن حجر رحمه الله وايي: دلته يوه بله پېښه هم ده، البته دا ټول روايتونه يو له بل سره نږدې دي، ځکه د حجاب نزول کله هم له همدې پېښې سره تړاو لري او کله بلې ته.
مولانا محمد ادريس کاندهلوي وايي: د حضرت زينب رضي الله عنها د ولیمې په وخت کې د حجاب حکم نازل شو، چې دا آيت دی : [وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ] (الأحزاب: 53). “او کله چې تاسو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له میرمنو څخه څه وغواړئ، د پردې تر شا یې وغواړئ.” دا آيت ته د حجاب آيت ويل کېږي، يعنې ښځه د هغه نارینه و سره چې د هغې نکاح کېدای شي باید مخ پټ کړي.
او هغه آيتونه چې د نور په سورت کې راغلي دي: [وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُولِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاءِ وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِنْ زِينَتِهِنَّ] (النور: 31). «او مؤمنانو ښځو ته ووايه: خپلې سترګې دې ټيټې كړي او د شرمګاه ساتنه دې وكړي، خپل زيورونه دې نه ښكاره كوي پرته له دې چې ښكاره شي، او په غاړه كې دې خپل څادران واچوي، او خپل زيورونه دې نه ښكاره كوي مګر خپلو مېړونو، پلرونو، زامنو، خسر، وروڼه، ورېرونو، خوریانو، یا د خپلو میرمنو، مینزو، یا هغه زاړه سپین ژیرو چې ښځو ته بې رغبته دي، یا هغه ماشومان چې د ښځو په جنسي مسلو نه پوهیږي. او (ښځې) دې خپل پښې په ځمکه نه وهي ترڅو د دوی پټ زیورونه پام ځانته را واړوي.» دغه آیتونه د ستر آیتونه بلل کیږي.
 پورتني آيتونه وايي چې د بدن د کومې برخې اغوستل ضروري دي او څومره يې ښکاره کول روا دي، د بېلګې په توګه: په کور کې د مخ او لاسونو پټول ضروري نه دي، ځکه که په کور کې هم د مخ پټول ضروري وای، نو خلک به له تکليف او ستونزو سره مخ شي. او د فرض نه کولو مقصود دا نه دی چې د هر ډول خلکو په مخ کې ښکاره شي. که په عام محضر کې د مخ ښکاره کول روا وای نو د حجاب نزول کول څه ګټه لري.
حافظ ابن عبد البر رحمه الله د الاستیعاب په کتاب کې وايي: رسول الله (ص) د هجرت په پنځم کال له زینب بنت جحش سره واده وکړ، چې دا د حضرت قتاده رضي الله عنه خبره ده. او حضرت ابوعبیده رضي الله عنه وایي چې د زینب بنت جحش سره د رسول الله صلی الله علیه و سلم واده په پنځم کال کې وو.
علامه انورشاه کشمیري رحمه الله فرمایي: د حدیثو له الفاظو څخه چې څه څرګندیږي دا دی چې دا حکم په هره پیښه کې جلا جلال نازل شوی دی، البته دا چې روایتونه سره نږدې دي، د هغه نزول بل چا ته منسوب کیږي، نو باید هغه آیتونه چې د سوده په قصه کې نازل شوي دي، له نورو هغو څخه چې د زينب په کيسه کې راغلي دي، جلا وي. خو حافظ ابن حجر يو روايت ذکر کړی چې په هر واقعه کې همدغه آيت نازل شوی دی. ښه معلومه ده خو مشهوره دا ده چې د حجاب آیت د حضرت زینب په کیسه کې نازل شوی دی.
موږ پوه شوو چې د حجاب د نزول لامل د حضرت زینب (رض) ولیمه وه، اوس باید پوه شو چې په کوم کال کې د حضرت زینب (رضي الله عنها) واده وشو:
«قال قتادة والواقدي وبعض اهل المدینة، تزوجها (صلی‌الله‌علیه‌وسلم) سنة خمس وزاد بعضهم في ذي القعدة، قال الحافظ البیهقي: تزوجها بعد بني قریظة وقال خلیفة بن خیاط وأبو عبیدة ومعمر بن المثنی وابن مندة: تزوجها سنة ثلاث، والأول أشهر وهو الذي سلکه ابن جریر وغیر واحد من أهل التاریخ».
قتاده، واقدي او د مدينې ځينې نور علماء په دې اند دي چې حضرت رسول الله صلی الله علیه و سلم د هجرت په پنځم کال په حبالې کې له حضرت زينب (رض) سره واده وکړ او ځينو دا خبره زياته کړې ده چې د ذي القعدې په میاشت کې واده وشو. امام بیهقي رحمه الله وایي: د بني قریظه له غزوې وروسته له هغې سره نکاح وشوه، امام خليفه بن خياط، ابو عبيده، معمر او ابن منده رحمهم الله په اند چې په درېم هجري کال کې نکاح شوې وه خو د لومړي قول یعني د هجرت په پنځم کال معروف قول دی، او دا خبره ابن جریر او ډېرو نورو مورخینو هم غوره کړې ده.
ابن اثیر لیکي: «فیها ـ السنة الخامسة من الهجرة ـ تزوج رسول الله (صلی‌الله‌علیه‌وسلم) زینب بنت جحش (رضی‌الله‌عنها) وهي إبنت عمته». « په همدې کال یعني د هجرت په پنځم کال رسول الله صلی الله علیه وسلم له زینب بنت جحش رضي الله عنها سره واده وکړ چې د تره لور یې وه.»
نو معلومه شوه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په ۵ هجري قمري کال کې د بنو قریظه له غزوې وروسته له زینب بنت جحش رضي الله عنها سره واده وکړ، که څه تاریخ پوهان د دغه غزوې په تاریخ کې اختلاف لري، خو د روایتونو په مجموع کې دا لاسته راځي چې د بنو قریظې او احزاب غزاګانې د هجرت په پنځم کال ترسره شوي دي. د خندق په ورځ حضرت عائشه رضي الله عنها د بني حارثه په کلا کي چي د مدينې منورې تر ټولو قوي قلعه وه، ځای پر ځای وه او دا د حجاب له نزول څخه مخکي وه. له دې غزوې څخه په راستنېدو سره سمدستي مسلمانان بنو قريظه ته ولاړه او سعد بن معاذ په دې غزوه کې وفات شو، وروسته د ذي القعدې په مياشت کې رسول الله صلی الله عليه وسلم له حضرت زينب رضي الله عنها سره واده وکړ، او دا د رسول الله صلی الله علیه و سلم اوومه نکاح وه.
د هجرت په شپږم کال د شعبان په میاشت کې د بني مصطلق غزوه وشوه او دا غزوه د حجاب له نزول وروسته وه، لکه څنګه چې حضرت زینب رضي الله عنها وايي:
«فخرجت مع رسول الله (صلی‌الله‌علیه‌وسلم) بعد ما أنزل الحجاب، فکنت أحمل في هودجي».  په دې غزوې کې حضرت جویریه رضي الله عنها یوه له اسیرانو څخه وه چې له خوشې کېدو وروسته یې له هغه (صلی الله علیه وسلم) سره واده وکړ او دا یې اتمه نکاح وه.
د افک په پېښه کي د حضرت زينب رضي الله عنها په نکاح کي وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د حضرت عایشې په هکله د هغې څخه پوښتنه وکړه او دې مبارکي وویل:  «یا رسول الله (صلی‌الله‌علیه‌وسلم) أحمي سمعي وبصري، والله ما علمت إلا خیرا». «ای د خدای رسوله (صلی الله علیه وسلم) زه د خپلو غوږونو او سترګو ساتنه کوم، په خدای قسم چې ما له خیر پرته بل څه له عایشې نه دې لیدلي (نه پیژنم).»
Leave A Reply

Exit mobile version