نعمان سعید

هغه ځلموټی صحابي، چې قرآن کریم یې تصدیق وکړ

په عمر تر نورو کشر دی، له خپل ګران تره څخه لاس اخلي، پټ راز او بد نیت یې څرګندوي او د هغه کفر راوړي او علیه السلام ورباندې خبروي، مشوره را غوښتل کیږي؛ خو د هغه په خبرو د مشرانو صحابه کرامو لخوا باور نه کیږي؛ ځکه ځلموټی دی، کوچنی دی او خام بلل کیږي؛ خو قرآن کریم د هغه پر خبرو باور کوي او د هغه تصدیق کوي. هوکې! دا ځلمکی او مؤمن ځلموټی د علیه السلام له درنو ملګرو کوچنی ملګری او د هغه زیرک صحابي حضرت عمیر بن سعد رضی الله عنه و.
قیصه داسې وه، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به له خپلو ملګرو سره په نبوی جومات کې ناست و، هغوی ته به یې تدریس کاو، تربیه کول به یې او د هغوی تزکیه به یې کوله، چې په دغه مبارك مجلس کې د عمیر بن سعد په نوم په عمر کشر؛ خو په عقل، حکمت او ایمان پوخ ځلموټی هم کینایستی.
یوه ورځ عمیر بن سعد د خپل تره لیدو ته ورغی، تره یې د شپیتو کلونو په عمر او بوډا و؛ خو نفاق یې په زړه کې د غرونو په څیر و، په جومات کې به یې له صحابه کرامو سره لمونځ کاو، روژه به یې نیوله او عمرې ته به هم تلی؛ خو د قرآن او پیغمبر له پیغام او رسالت څخه منکر و.
عمیر ابن سعد ورته وویل: ای تره! له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل او هغه د قیامت په باب داسې موږ ته غږیدی، چې فکر مو کوی ګوندې قیامت ورځ پخپلو سترګو وینو. په دې سره سمدستي جلاس ابن سوید، چې د عمیر تره و، وویل: ای عمیره! په خدای قسم! که محمد رښتیا وایي؛ نو زه به له خره نه هم بدتر یم! نو د عمیر ابن سعد تندی ترېو شو، بدن یې ولړزید او په تونده لهجه یې ورته وویل:
ای تره! په الله قسم! ماته تر ټولو خلکو ډیر زیات محبوب کس وي او په الله قسم! ته اوس ماته تر ټولو خلکو مبغوض کس یې.
عمیر زیاته کړه، کاکا! زه به د دوو ترمنځ یو لوری ځان ته غوره کوم. یا به زه له خدای او د هغه له رسول سره خیانت کوم او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته به هغه څه نه وایم، کوم څه چې تا وویل او یا به رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وایم، بیا چې تا څه کول، هغه وکړه او څه چې مخته کیدل هغه د وشي.
جلاس بن سوید ورته وویل: ته ناپوه او ماشوم یې، خلک پر تا باور نه کوي؛ نو هر څه چې غواړې ووایه.
عمیر رضی الله عنه لاړ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخې ته کېناست، علیه السلام ته یې وویل: اې د خدای رسوله! جلاس بن سوید خو له خدای او د هغه له رسول سره خیانت وکړ او هغه زما تره دی، زه اول د خدای او بیا ستا په وړاندې له هغه څخه بېزاري اعلانوم.
رسول الله صلی الله علیه وسلم وپوښت: څه یې وویل؟ عمیر وویل: هغه وویل: که محمد رښتیا وایي؛ نو موږ به تر خرو بدتر یو!
د عمیر د خبرو په اوریدو رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرام راغونډ کړل او په دې اړه یې ورسره سلا مشوره وکړه. له مشورو وروسته ټولو ورته وویل: ای د خدای رسوله! دا یو کوچنی او ځلموټی هلک دی، د ده په خبره باور نه دی په کار، دی په دې نه پوهېږي، چې هغه به څه ویلي وي، ځکه جلاس بن سوید زموږ سره لمونځ کوي او هغه بوډا او هوښیار سړی دی، نو په دې سره علیه السلام هم چپ پاتې شو او د ځلموټي خبره باوري ونه ګڼل شوه.
د ځلموټي له سترګو اوښکې روانې شوې، بدن یې ولړزېد او اسمان ته یې وکتل، الله جل جلاله خو د قدرت څښتن دی، هغه خو په غیبو پوهېږي، بیا متوجه شو، هغه خو په پټو او بیخي پټو شیانو پوهېږي، بیا یې وویل: ای الله! که ریښتینی یم، نو تصدیق مې وکړه او که درواغجن یم؛ نو زما تکذیب وکړه.
قسم په الله، چې لا دا ځلمی له مجلسه نه و ولاړ شوی او د جومات څخه نه و وتلی وي، مګر چې جبرائیل علیه السلام د هغه له تائید سره یو ځای د اوو آسمانونو څخه پورته نه را ښکته شو او دا ایاتونه یې راوړل: [يَحْلِفُونَ بِاللَّهِ مَا قَالُوا وَ لَقَدْ قَالُوا كَلِمَةَ الْكُفْرِ وَكَفَرُوا بَعْدَ إِسْلٰمِهِمْ] دا خلك په خداى باندې قسمونه كوي، وايي چې موږ هغه خبره نه ده کړې. په داسي حال کې چې دوی هرو مرو هغه د كفر خبره کړېده، دوی له اسلام راوړلو څخه وروسته د كفر مرتكب شول.[التوبه: ۷۴]
رسول الله صلی الله علیه وسلم جلاس بن سوید راوغوښت او په اړه یې وپوښت، هغه په خدای قسم وکړ، چې دا یې ندي ویلي؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم پورتنی ایات ولوست او هغه ته یې وویل: ای جلاسه! تا کفر کړی دی؛ نو بیا توبه وباسه، ځکه چې الله تعالی فرمایي: [فَإِن يَتُوبُوا يَكُ خَيْرًا لَّهُمْ ۖ] که دوی توبه وباسي، دا به د دوی لپاره غوره وي. [التوبه: 74]
له دې وروسته رسول الله صلى الله عليه وسلم عمير بن سعد راوغوښت اوورته ويې ويل: (ښه راغلاست هغه چاته! د چا چې رب جل جلاله له اوو اسمانونو څخه پورته تصدیق کړی دی)
سبحان الله! کوم ډول ځوان، کوم ډول ځلموټی، کوم ډول کشر، کوم ډول هلک او کوم ډول شاګرد و، چې د ایمان، صداقت، اخلاص، سپیڅلتوب او پاک نفس په اړه یې الفاظ له بیانولو شرمیږي.
[دا روایت سیوطي په الدر المنثور ۳ ټوک په ۴۶۳ مخ کې ذکر کړي او ابن ابي حاتم، عبد الرزاق او ابن المنذر ته یې منسوب کړی دی]
Leave A Reply

Exit mobile version