امام عبد بن حمید له حضرت انس رضي الله عنه څخه روایت کړی دی چې دا آیت د هغو کسانو په اړه نازل شوی چې د ډوډۍ له وخته مخکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کور ته ورغلل او ناسته او خبرې یې کولې تر څو چې ډوډۍ تیاره کېده، او بیا به په ډوډۍ خوړلو بوخت کېده، او دا ټولې پېښې د حجاب د حکم له نازلېدو مخکې دي، چې کله به ټول نارینه د ښځينه و سره په کورو کې تګ راتګ کاوه.
یو بل حکم چې د ښځو په اړه دی، امام بخاري رحمه الله یې په شأن نزول کې دوه روایتونه ذکر کړي دي، چې یو له حضرت انس رضي الله عنه څخه دی، چې حضرت فاروق اعظم عمر بن الخطاب رضي الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وفرمایل، یا رسول الله صلی الله علیه وسلم هر ډول خلک، ښه او بد دواړه ستاسو حضور ته راځي، که تاسو ازواج مطهراتو ته د حجاب کولو امر وکړئ، نو غوره ده، په صحیح بخاري او مسلم کې د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه دغه قول منقول دی. نو د حجاب آیت نازل شو.
حضرت عمر فاروق رضي الله عنه په دې اړه فرمایي: (وافقت ربي في ثلث قلت يا رسول الله لو اتخذت مقام ابراهیم مصلی، فانزل الله تعالی [وَاتَّخِذُوا مِنْ مَقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى] (سورة البقرة/2/125). و قلت یا رسول الله أن نساءك يدخل عليهن اكبر والفاجر فلو حجبتهن، فانزل الله آيه الحجاب وقلت لازواج النبي لما لان عليه في الغيرة [عَسَى رَبُّهُ إِنْ طَلَّقَكُنَّ أَنْ يُبْدِلَهُ أَزْوَاجًا خَيْرًا مِنْكُنَّ] (سورة التحریم/66/5). فنزلت کذلک) « ما له خپل رب سره په دريو شيانو اتفاق وکړ، يو دا چې ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وغوښتل چې د ابراهيم (ع) مقام خپل د لمانځه ځای وټاکي، نو الله سبحانه وتعالی دا آيت نازل کړ: [وَاتَّخِذُوا مِنْ مَقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى](سورة البقرة/2/125). همدارنګه ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل هر ډول خلک، ښه او بد دواړه ستاسو او د ازواج مطهراتو حضور ته راځي، ښه دا ده چې هغوی ته د حجاب کولو لارښوونه وکړئ، چې د حجاب آیت هغه مهال نازل شو چې د ازواج مطهراتو په منځ کې رشک او غیرت منځ ته رالی. ما ورته وویل که د خدای رسول تاسو ته طلاق درکړي نو کېدای شي چې الله تعالی به ورته ښه نوري ښځي ورکړي، لکه څنګه چې قرآن په دې الفاظو نازل شوی دی.»
په صحیح بخاري کې د حضرت انس رضي الله عنه یوه بله پېښه هم راغلې ده چې وایي: « زه د حجاب په اړه تر بل هر چا ډېر پوهېږم. ځکه چې زه په هغه وخت کې حاضر وم، کله چې حضرت زینب بنت جحش رضي الله عنها له نکاح وروسته د رسول الله صلی الله علیه وسلم کور ته راغله او له هغه سره په کور کې وه، نو ولیمې ته یې د ډوډۍ د تیارولو امر وکړ او خلکو ته یې بلنه ورکړه. يو شمېر کسان له ډوډۍ خوړلو وروسته ناست وو او يو له بل سره يې خبرې کولې، د ترمذي په روايت کې راغلي چې حضرت زينب رضي الله عنها هم حاضره وه، چې د شرم له امله او د خلکو د ځنډ له امله دېوال ته مخامخ ناسته وه، چې رسول الله صلی الله علیه و سلم د خلکو د دغه حالت په لیدو سره خپه شو، نو له کوره ووت او د نورو ازواجو مطهراتو کورونو ته لاړ چې ملاقات او سلام ورسره وکړي، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم کور ته راستون شو، دا خلک هم هلته ناست وو، خلکو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له راستنېدو وروسته یې احساس وکړ او منتشر شوه، څه موده وروسته بېرته له کور څخه بهر ووت او پس له یو څه ځنډ سره کور ته راستون شو، نو زه هلته وم چې هغه د حجاب آیت تلاوت کړ چې په دې وخت کې نازل شوی و. [يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتَ النَّبِيِّ] (سورة الأحزاب /33/53). حضرت انس رضي الله عنه د دې پېښې له بیانولو وروسته وویل: زه د دې آیتونو نزول ته تر ټولو نږدې کس یم. ځکه چې د حجاب آيتونه زما په مخ کې نازل شوي دي (ترمذي، كتاب التفسير) دا درې واړه پېښې په احاديثو كې راغلي دي او تر منځ يې هيڅ تعارض نشته. او شونې ده چې د دې آيتونو د نزول لامل درې سره پیښې وي.