لیکوال: نعمان سعید

 

(د قدر شپه او د بښنې مختلفې معناګانې (حتما یې ولولئ

په دې لیکنه کې یوازې د لیلة القدر د شپې ځینې هغه دعاګانې راخلو، چې مسنونې دي او د بښنې ځینې معناووې هم ذکر کوو، نه د یادې شپې پر فضیلت څه لیکو او نه یې د وخت په اړه؛ ځکه علماء اخته دی او په اړه یې دومره غګیږي چې ان شآء الله ډیر څوک به داسې نه وي، چې یا یې له فضیلت او یا یې د وخت نه خبر نه وي.
د شب قدر/ لیلة القدر/ د قدر شپې مسنونه دعا دا ده: (اللَّهُمَّ إِنَّكَ عَفُوٌّ، تُحِبُّ الْعَفْوَ، فَاعْفُ عَنِّي). ای الله! ته بښونکی یي، بښنه خوښوي، ماته بښنه وکړي. (ترمذي: ۳۵۱۳)
“العفو” کلمه که څه هم پراخ مفهوم لري؛ خو معمولا د بښنې او بښونکي لپاره کارول کیږي او دا کلمه په لاندې معناوو کې کارول کیږي:
1. العفو، د الله تعالی د اسماء الحسنی نومونو څخه یو دی. زیات بښونکی [النساء:۴۳] بښونکی، زیات مهربان، د استحقاق څخه د ډیر څه ورکونکی، د ګناهونو د نښانو پورې د ختمولو والا، وده او نما ورکونکی، برکت ورکوونکی، عزت ورکونکی او د غوښتنې پرته ورکونکی.
2. له ضرورت څخه زیاتوالی. دوی پوښتنه کوي، څه باید ولګول شي؟ (قل العفو) هر هغه څه چې له ضرورت زیات پاتې وي. [البقره: ۲۱۹]
3. لوی کیدل او ډیریدل (اُعفُوا اللِحی) ږیرې دې ښه وده کړي. [صحیح مسلم] همدا شان عرب وایي (عف النبت و الشجر) او، ونو او بوټيو وده وکړه.
4. د خپل مشروع حق څخه معافیت. (و ان تعفوا اقرب للتقوی) د ښځې له حق څخه لږ مهر يا د خاوند له حق څخه زيات مهر. [البقره: ۲۳۷]
5. بڼه رغیدل او بدلیدل، وده کول. “بیا موږ د دوی مصیبتونه په سوکالۍ باندې بدل کړل (حتی عفو) تر دې چې دوی (وده وکړه او بڼه یې بدله شوه). [الاعراف: [۹۵]
6. له تیریدنې کار اخیستل. چشم پوشي. (خذ العفو) له درګزرۍ کار واخله. [الاعراف: ۱۹۹]
7. بې له غوښتنې ورکول. (اعطی عفوا) هغه پرته له غوښتنې څخه پخپله خوښه ورکړه وکړه. لکه کوم شی چې یې نه وي ورکړی؛ بلکې هغه پخپله اخیستی وي.
8. د څه اخیستلو اراده کول. (عفاه) یعنې د یو څه د اخېستلو اراده یې وکړه.
9. د نښو له منځه وړل. (عفت الریح الدار) باد د کور نښې هم له منځه یوړې.
10. اسئلک العفو والعافیه. اې الله! له تا څخه د بښنې او روغتیا د خوندیتوب سوال کوم. [ابن ماجه]
11. د “عافیه” کلمه د مرغانو او حیواناتو لپاره هم کارول کیږي. لکه: (ما اکلت العافیة، فهو صدقة) کوم مرغان او حیوانات چې ستاسو له فارم څخه څه وخوري؛ هغه صدقه ده.[ابو داؤد]
د قدر د شپې د مسنونې دعا مطلب دا شو:
اللَّهُمَّ إِنَّكَ عَفُوٌّ، تُحِبُّ الْعَفْوَ، فَاعْفُ عَنِّي. [ترمذي: ۳۵۱۳]
اې الله! ته ډیر معاف کونکی یي، ته ډیر بښونکی یي، ته درګزاري کونکی یي، له استحقاق نه هم ډیر څه ورکوي، د بې شمېره خزانو مالک یي، آن د ګناهونو نښې هم له مینځه وړي، ودې او نما ورکونکی یي، برکت اچونکی یي، اوچت کونکی یي، له غوښتنې پرته د هر څه ورکونکی یي او بیا دا ټول صفتونه تاته محبوب دي:
له همدې امله ما و بښه!
د ګناهونو پلټنه مې مکوه!
زما ګناهونه را پسې پټ کړه!
ما سره له درګزارۍ نه کار واخله!
زما ټول ګناهونه زما له عملنامې څخه ختم کړه!
هغه څه، چې زه یې اراده وکړم، هغه راکړه!
ماته، زما له استحقاق څخه هم ډیر څه راکړه!
ما باندې فضل او کرم وکړه!
ما باندې د جود، سخا، خوښیو او خوشالیو باران وکړه. آمین.
Leave A Reply

Exit mobile version