د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (دولسمه برخه)
د مکې په فتح کې د حضرت خالد رضی الله عنه رول
امام بخاري او امام مسلم رحمهماالله لیکي: «د اسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم، خالد بن ولید د قضاعه او سلیم او نورو قبیلو سره مکې ته ولیږه او هغه ته یې امر وکړ چې له کښته لوري څخه مکې مکرمې ښار ته دننه شي او د اسلام بیرغ ښار ته څیرمه په نږدې کورونو کې ودروي او هغو ټولو ته یې امر وکړ چې لاسونه مو د هیچا په وینو رنګ نکړئ او داچې هلته جګړه پیل نکړئ؛ مګر داچې د مکې اوسیدونکي په خپله له دوی سره جګړه پیل کړي».
په حقیقت کې دا لومړنۍ دنده او مأموریت و چې حضرت خالد رضی الله عنه په رسمي توګه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم لخوا پر غاړه واخیست؛ که چیرې موږ د تاریخ او سیرت کتابونو ته کتنه وکړو او د مکې مکرمې د فتحې پیښه په ځیر سره تر څیړنې لاندې ونیسو؛ جوته به شي چې دا فتح یوه حساسه او څرګنده فتح ده؛ ځکه پیغمبر صلی الله علیه وسلم او صحابه کرام رضوان الله تعالی علیهم اجمعین ډير ځلي د مشرکینو او کفارو سره جهاد کړی و او له دواړو خواوو څخه په سلګونو کسان وژل شوي و او په دې اړوند زیاتې وینې بهېدلې وې؛ نو د داسې سیمې فتح کول چې خلک یې ډیر جنګیالي او غچ اخیستونکي و، د وینې توییدنې پرته ستونزمن کار و؛ اما بیاهم رسول اکرم صلی الله علیه وسلم له خپلې وړتیا او ځیرکتیا څخه کار اخلي او په دې فتح کې داسې مشران او قوماندانان ټاکي چې له هر اړخه تکامل ته رسیدلي و.
د سرکښو مشرکینو سره د حضرت خالد رضی الله عنه نښته
پیغمبر صلی الله علیه وسلم له وړاندې حضرت خالد ته امر کړی و چې د چا سره له غرض پرته دې په جګړه لاس نه پورې کوي، حضرت خالد هم په بشپړه توګه د حضرت پیغمبر صلی الله علیه وسلم له امر څخه اطاعت وکړ؛ اما له بلې خوا ځینو سخت سرو مشرکینو وغوښتل چې مکې ښار ته د مسلمانانو د ننوتلو څخه مخنیوی وکړي؛ بنا پر دې د هغوی ځیني کسان لکه عکرمه بن ابوجهل، صفوان بن امیه او سهیل بن عمرو د ځینو نورو قبایلو سره، د مکې ښار په کښتنۍ سیمې (خندمه) کې سره را غونډ شول او ویې غوښتل چې د مسلمانانو سره جګړه پیل کړي.
علامه عبدالرحمن قحطاني د امام ابن حجر رحمه الله څخه په نقل لیکي: «هر مشر او قوماندان دا واک او قدرت لري چې په خپله سیمه کې امنیت او ټیکاو راولي او په دې لاره کې بریالی شي؛ اما د خالد لپاره شونی نه و چې پرته له هیڅ نښتې له هغه سیمې په اسانۍ تیر شي؛ ځکه د مکې ښار د سویل لخوا د مشرکینو یوه سرکښه ډله د صفوان بن امیه او عکرمه بن ابوجهل په مشرۍ سره را ټول شول او غوښتل یې چې د مسلمانانو سره په جګړه اخته شي؛ نو له دې امله د جګړې لپاره یې هغه مهمه تړانګه وټاکله چې تر ولکې لاندې یې وه او هلته یې سنګر ونیوو، دا همغه مهم او لوړ ځای و چې خالد او ډله یې غوښتل له هغه ځایه تېر شي او مکې ته دننه شي او د هغې سیمې نوم (خندمه) دې؛ لنډه دا چې، کله چې د خالد ډله هلته ورسیده، ناڅاپه د غشو له توپان سره مخ شوه؛ اما پر وړاندې یې حضرت خالد خپلو ملګرو ته د دریدو امر وکړ، په دې هیله چې وکولای شي مشرکینو ته قناعت ورکړي تر څو خپلې وسلې پر ځمکه کښیږدي؛ اما د دې سره سره مشرکینو او بریدګرو د حضرت خالد وړاندیز رد کړ او هغه یې و نه مانه، حضرت خالد د دې حالت په کتلو سره، د هغوی په وړاندې مقاومت وکړ او اته ویشت کسه یې د هغوی څخه ووژل او د هغوی په ماتولو او شړلو بریالی شو».
امام بخاري رحمه الله وایي چې په هغه جګړه کې، د حضرت خالد رضی الله عنه دوه تنه ملګري هم شهیدان شول چې یو یې «حبیش بن اشعر» او بل یې «کرز بن جابر فهري» نومیدل.
د «فتح المبین» په کتاب کې راغلي دي؛ ژباړه: «کله چې د اسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم د لیرې واټن څخه د تورو بریښنا او ځلا ولیده چې په یو او بل ګوزارونه کوي، خوابدی شو چې ولې دې د حرم په سیمه کې وینه وبهیږي؟! وروسته ورته وویل شول چې هغه خالد او یاران یې دي؛ ځکه هغوی تر برید لاندې ونیول شول؛ له دې امله هغوی هم مبارزه وکړله؛ وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې د الله تعالی قضاء او پریکړه غوره او خیر دې او چوپتیا یې غوره کړه».