Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»د ریښتیني مسلمان ځانګړنې (اوومه برخه)
اسلام سه شنبه _2 _اپریل _2024AH 2-4-2024AD

د ریښتیني مسلمان ځانګړنې (اوومه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: محمد الافغاني

د ریښتیني مسلمان ځانګړنې (اوومه برخه)

خوشبیني او هیله منتوب
د پیغمبر صلی الله علیه وسلم یو له مهمو ځانګړنو څخه خوشبیني او هیله منتوب و؛ پیښو ته په مثبت لیدلوري کتل او د بریا او کامیابۍ تمه او روښانه او نیکمرغه راتلونکي ته سترګې په لاره اوسیدل، هغه څه دي چې انسان خوشبینه او هیله من کوي؛ انسان هغه وخت کولای شي پیښو ته خوشبینه اوسي او مثبت و انګیري چې د هرې پیښې تر شا د یوې روښانه راتلونکي په تمه اوسي او هغې ته د رسیدو په لاره کې هیڅ ډول شک ونلري؛ له دې امله په نړۍ کې هیڅ څوک د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په نسبت خوشبینه نه و؛ ځکه پر راتلونکي د هغه یقین، د ټولو انسانانو تر یقین او باور زیات و؛ له دې امله هر څوک که د سیرت له اړخه پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته نږدې وي، هرو مرو به د هغه خوشبیني او مثبت انګیرنه تر نورو ډیره وي ځکه پر راتلونکي یې یقین تر نورو پیاوړی دې؛ پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي: «عجبا لامر المؤمن ان امره کله خیر و لیس ذالک لاحد الا للمؤمن ان اصابته سراء شکر فکان خیرا له و ان اصابته ضراء صبر فکان خیرا له»؛ ژباړه: «د مؤمن په چارو کې د تعجب ځای دې؛ ټولې چارې یې د هغه په خیر دي دا د مؤمن څخه پرته بلچا ته نه دې، که چیرې خوشحالي او ښیګڼه ورته ورسیږي، شکر یې ادا کوي او په خیر یې پای ته رسیږي؛ او که هغه ته مصیبت او کړاو ورسیږي، له زغم او صبر څخه کار اخلي چې بیاهم د هغه په ګټه تمامیږي».
د خوشبینۍ ډولونه
خوش بیني په دوه ډوله ده:
لومړی. هغه خوشبیني چې پر واقعیتونو ولاړه او د هڅو او زیار سره مل وي؛ او الله تعالی په قرآنکریم کې په مختلفو عبارتونو له هغه څخه تعبیر کړی او هغه یې ستایلې، له هغې جملې څخه: «ولا تهنوا و لاتحزنوا و انتم الاعلون ان کنتم مؤمنین» (آل عمران ۱۳۹)؛ ژباړه: « او سستي مکوۍ او مه غمجن کیږئ چې تاسو که مؤمنان یاستۍ، غوره[او برلاسي] یاستۍ»؛
دوهم. هغه خوشبیني چې د سستۍ، ناراستۍ او د شیطان د خطا ایستلو له وجې وي او الله تعالی له هغه څخه منع کړې او د هغه په اړه فرمایي: «یا ایهاالناس ان وعدالله حق فلا تغرنکم الحیاة الدنیا و لا یغرنکم باالله الغرور» (فاطر۵)؛ ژباړه: «ای خلکو! له شک پرته د الله تعالی ژمنه (د قیامت په اړه) ریښتیا ده، نو دغه دنیایي (لنډ ژوند) تاسو دوکه نکړي او دوکه کوونکی شیطان تاسو د الله (په کرم) مغروره نکړي»؛ «… و غرتکم الامانی حتی جاء امرالله و غرکم باالله الغرور» (حدید ۱۴)؛ ژباړه: «او (اوږدې او بې پایه) هیلو تاسو دوکه کړۍ، تر هغه چې د الله تعالی فرمان (ستاسو په نابودۍ) ورسید او خطاء ایستونکي شیطان تاسو خطاء کړئ»؛ الله تعالی فرمایي چې د انبیاءو علیهم السلام یو له مهمو ځانګړنو څخه خلکو ته زیری ورکول او د هغوی ویرول دي: «رسلا مبشرین و منذرین…» (النساء ۱۶۵)؛ ژباړه: «هغه پیغمبران چې زیري ورکونکي او ویروونکي و»؛ او د شیطان په اړه فرمایي: «الشیطان یعدکم الفقر و یأمرکم بالفحشاء…» (بقرة ۲۶۸)؛ ژباړه: «شیطان تاسو له بیوزلۍ څخه ویروي، او تاسو ته په ناوړه کار امر کوي».
دنیا د مبارزې او مجاهدې ډګر دې؛ د دې ډګر په یوه خوا کې شیطان او ملګري یې قرار لري او په بله خوا کې الهي پیغمبران او ریښتیني پیروان یې؛ دغه مبارزه د قیامت تر ورځې دوام لري؛ موږ وینو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډيرو ځایونو کې او په بیلابیلو شرایطو کې چې ښایي د یارانو په زړونو کې به یې یأس او ناهیلې توب لاره پیدا کړې وي، روښانه راتلونکي ته د زیري ورکولو سره به یې خپل یاران جهاد او مبارزې ته هڅول؛ براء رضی الله عنه وایي: «د خندق (کندې) د کیندلو په ورځ د یوې لویې ډبرې سره مخ شوو چې د کلنګ زور پرې نرسید؛ له دې ستونزې څخه مو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته شکایت وکړ؛ پیغمبر صلی الله علیه وسلم هغې ډبرې ته نږدې شو او کلنګ یې په لاس کې واخیست او ویې فرمایل: «بسم الله» بیا یې په هغې ډبرې د کلنګ ګوزار وکړ او ویې فرمایل: «الله اکبر! د شام د فتح کلۍ ګانې ماته راکړل شوې، په خدای قسم چې همدا اوس سرې ماڼې یې وینم» او بیا یې دوهم ګوزار وکړ، د ډبرې یوه برخه ماته شوه او ویې فرمایل: «الله اکبر! د فارس ځمکه راکړل شوه، په خدای قسم دادې د مداین سپینه ماڼۍ وینم» بیا یې وفرمایل: «بسم الله» او دریم ګوزار یې وکړ، ډبره نوره هم وړه او ماته شوه او هغه مبارک صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«الله اکبر! د یمن د فتحې کلۍ ګانې راکړل شوې؛ په خدای قسم چې له دې ځایه د صنعا دروازې وینم».
له عبدالله بن بریده رضی الله عنه څخه روایت دې چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم به تل ټولې چارې په نیک فال نیولې.
پر راتلونکي هیله منتوب او هغه ته خوشبیني هغه څه نه دي چې وکړای شي هغه په تلقین او تکرار سره او یا د زور او زر په وسیلې د انسانانو زړونو ته ور دننه شي؛ یواځینی شی چې کولای شې د انسانانو په زړونو کې د خوشبیني او هیله منتوب تخم وکري، ټینګه عقیده او باور دې؛ له همدې وجې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم ټول کوښښونه او هڅې د خلکو له زړونو څخه د خرافي او بې بنسټه عقیدې پر لېرې کولو او د توحیدې عقیدې پر ځای پر ځای کولو، په داسې توګه چې په دې اړوند هیڅ ډول معاملې او مصالحې ته چمتو او حاضر نه و، متمرکزې وې؛ کله چې د مکې مشران د پیغمبر صلی الله علیه وسلم درانه حضور ته راغلل او ویې غوښتل چې په داسې ډول له هغوی سره مصالحه وکړي چې یو څو موده به پیغمبر صلی الله علیه وسلم د هغوی د معبودانو عبادت وکړي او یو څه وخت به هغوی د یو الله تعالی عبادت وکړي، پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «دا کار هیڅکله شونی نه ده «لکم دینکم و لی دین» (ستاسو لپاره ستاسو دین دې او زما لپاره زما دین) ځکه ټاکل شوې وه چې پر عقیدې معامله وشي او پیغمبر صلی الله علیه وسلم نشوای کولای حتی یوه شیبه هم داسې شی ومني؛ د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحاب او یاران هم، داسې روزل شوي و چې په عقیدتي چارو کې یوه ذره هم شاته نه تلل؛ کله چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم حضرت جعفر رضی الله عنه حبشې ته ولیږه او د قریش استاذي په هغه پسې حبشې ته ولاړل او نجاشي ته یې وویل دوی د عیسی علیه السلام په اړه داسې خبرې کوي چې ستاسو د عقیدې خلاف دي، حضرت جعفر د مهاجرینو سره سلا وکړه چې بلآخره د ټولو سلا او رأیه پر دې شوه چې حقیقت به وایي که څه هم ټول ووژل شي»؛ نو پردې بنسټ کله چې ویل کیږي د واقعي مسلمان یو له مهمو ځانګړنو څخه خوشبیني او هیله من توب دې، موخه داده چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د تابع او پیروي کوونکي عقیده داسې ده چې خپلو موخو او پایلو ته د رسیدو په لاره کې د شک او تردید سره مخ نشي.
ادامه لري…
Previous Article(کلیسا، پاپ او مذهبي مراسمونه (پنځمه برخه
Next Article د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (دولسمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار «پنځمه برخه»

سه شنبه _27 _مې _2025AH 27-5-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار «څلورمه برخه»

دوشنبه _26 _مې _2025AH 26-5-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار «درېیمه برخه»

شنبه _24 _مې _2025AH 24-5-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور «نهمه برخه»

یکشنبه _1 _جون _2025AH 1-6-2025AD2 Views

لیکوال: سید مصلح الدین دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور نهمه…

نور یی ولوله
متفرقه

زکات «پنځمه برخه»

پنجشنبه _29 _مې _2025AH 29-5-2025AD6 Views

لیکوال: سید مصلح‌الدین زکات پنځمه برخه د زکات مصارف او د هغه د ټولنیز نظام…

نور یی ولوله
متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه «لومړۍ برخه»

پنجشنبه _29 _مې _2025AH 29-5-2025AD6 Views

لیکوال: مفتي نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه لومړۍ برخه سریزه بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ الْحَمْدُ…

نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار «پنځمه برخه»

سه شنبه _27 _مې _2025AH 27-5-2025AD10 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زی د حج حکمت، فلسفه او اسرار پنځمه برخه په قرآن کریم…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور «نهمه برخه»

یکشنبه _1 _جون _2025AH 1-6-2025AD

زکات «پنځمه برخه»

پنجشنبه _29 _مې _2025AH 29-5-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.