لیکوال: ابوالمدثر محمد زید ایوبي

 

د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (لسمه برخه)

د حضرت خالد رضی الله عنه د جګړه ییزو تکتیکونو پیل
حضرت خالد رضی الله عنه په لومړي سر کې د کم شمېر مجاهدینو په مټ، د کفارو د لښکر نظم او سمون سره ګډوډ او له منځه یووړ، په بله ورځ یې مجاهدین داسې تنظیم کړل چې له هرې خوا یې یوه وړه ډلګۍ چمتو کړه او پر دښمن یې د برید فرمان صادر کړ، دښمن د دې صحنې په لیدو سره چې له هرې خوا د مجاهدینو تر برید لاندې راغلل، فکر یې وکړ چې هرو مرو د مجاهدینو په شمیر کې زیاتوالی راغلی او د هغوی مرستې لپاره تازه دمي ځواکونه د جګړې ډګر ته رادانګلي دي.
حضرت خالد رضی الله عنه له یوې خوا د دښمن دوه سوه زریز لښکر په وړو او د ګوتو په شمير ډلګیو په لنډمهاله توګه بوخت کړ، او له بلې خوا په اسانۍ سره وتوانید چې د مجاهدینو لښکر ته شاتګ ورکړي او هغوی د کفارو له خطرناکې لومې څخه وژغوري او بیاځلي چمتووالی ونیسي.
هغه ډیر ښه پوهیده چې دغه کوچنی لښکر نور د لوی لښکر سره د جنګیدلو وړتیا نلري او که بیاځلي سره مخامخ شي، مسلمانانو ته به پراخ زیانونه واړول شي؛ نو له دې امله د دواړو لښکرونو ترمنځ یې بیلتون راوست، د کفارو لښکر یې د خپلو سیمو لوري ته او د مسلمانانو لښکر یې د مدینې منورې په لوري حرکت ورکړ.
هغه په دې کار سره وتوانید چې د دښمن کبرجنه پوزه په خاورو ومښي، تر دې حده چې دښمن مخ توری شو او ټولې تابیاوې او اوږده سفرونه یې بې ګټې شول؛ حتی په زړونو کې یې ډار او وېره خپره شوه چې ګوندې دا عمل هم یو ډول جنګي تکتیک نه وي او مسلمانان و غواړي چې له دې لارې موږ په لومه کې راګیر کړي چې نقشه یې خالد رضی الله عنه طرح کړې ده؛ له همدې امله هغوی تر دې حده ووېرېدل چې د مجاهدینو له څارلو څخه یې هم ډډه وکړه او تیښته یې پر پاتې کېدو غوره وګڼله.
امام ابن حجر عسقلاني رحمه الله لیکي: «کله چې خالد رضی الله عنه د قوماندان په توګه و ټاکل شو، د لښکر لومړنۍ لیکې یې پای ته ولیږلې او وروستۍ ډله یې لومړۍ کرښې ته ولیږله، د ښي اړخ ځواکونه یې کین اړخ ته ولیږل او د کین اړخ ځواکونه یې په ښي اړخ کې ځای پرځای کړل؛ کله چې باطل لښکر دغه حالت ولید، داسې فکر یې وکړ چې ښایي مسلمانانو ته مرسته رسیدلې وي؛ فلهذا ټول په وېره کې شول او د جګړې له ډګر څخه یې په تیښته پیل وکړ، له بلې خوا حضرت خالد رضی الله عنه د یو شمیر مسلمانانو سره دوه ځلي د «موتې» ډګر ته راغلل او هرڅومره مالونه او تجهیزات چې له دښمن څخه پاتې ول، د غنیمت په توګه یې له ځان سره یووړل او د مجاهدینو په منځ کې یې وویشل».
کله چې د اسلام لښکر روغ او رمټ مدینې منورې ته بیرته ستون شو، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د نورو مسلمانانو په ملتیا د مدینې منورې ښار څخه دباندې، له هغوی څخه تود هرکلی وکړ او ویې فرمایل: «هغوی له جګړې څخه تیښته ونکړه؛ بلکه تکتیک یې بدل کړ».
علامه ابوزید شلبي د امام ابن برهان الدین په نقل لیکي: «د مسلمانانو د لښکر ژغورنه، ښکاره بریا او فتح وه؛ ځکه هغوی د دښمن لخوا کلابند شوي و او د هغوې په منځ کې د ډوبیدو په حال کې و، د دښمن د لښکرو شمېر څه د پاسه دوه سوه زره کسه و، په داسې حال کې چې د مسلمانانو لښکر له درې زره کسانو څخه زیات نه و، په معمول ډول باید دا کوچنی لښکر د هغه ستر لښکر پر وړاندې په ټولیز ډول له منځه ته».
پایله
د موتې غزوې له بهیر، د اسلامي لښکر سرښندونکو امیرانو شهادت او د حضرت خالد رضی الله عنه له قوماندانۍ څخه دا جوتیږي چې حضرت خالد رضی الله عنه، د ډيرو کمالاتو او ځانګړنو خاوند و، هغه د جهاد په ډګرونو کې میړانه او سرښندنه وښوده او د خپل خوږ ځان د له لاسه ورکولو په لاره کې یې هیڅ راز اندیښنه او باک نه درلود، د مسلمانانو په ګټه له هرې موکې او فرصت څخه یې اعظمي ګټه پورته کوله او د اسلام بیرغ د اوچتولو په لاره کې یې له هیڅ راز هڅو او هلو ځلو څخه ډډه ونکړه.
فلهذا کله چې د اسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم د خالد دغه بریاوې او لاسته راوړنې ولیدلې، هغه ته یې د «سیف الله» (د الله تورې) لقب ورکړ، هغه توره چې له غلاف څخه ایستل شوې او بیاځلي غلاف ته نه ورځي؛ هغسې توره چې په لسګونو او سلګونو نورې توري ماتوي؛ اما خپله نه زیانمنیږي؛ څرنګه چې امام قیس بن ابي حازم رحمه الله د ده څخه نقل کوي چې ویې فرمایل: « د موتې په ورځ (۹) توري زما په لاس کې ماتې شوې، یوازې یوه یماني توره زما په لاس کې پاتې شوه چې د هغې سره مې جګړې ته دوام ورکړ».
او بل داچې هرکله مسلمان انسان، حساسه شیبه او صحنه وګوري او په دې پوه شي چې کولای شم د دې حالت او ستونزې لپاره یو څه وکړم؛ نو باید له هیڅ راز هڅو او کوښښونو څخه ډډه ونکړي او هرڅه چې د عامو په ګټه او خیر وي، هغه دې په شخصي ګټو او غوښتنو غوره کړي او لومړیتوب دې ورکړي او ځان دې د مسلمانانو د اصلاح او د اسلام د دفاع لپاره فدا کړي.
په ریښتیا سره چې د حضرت خالد رضی الله عنه د ژوند هره برخه او څنډه د ایثار، سرښندنې، میړانې، هوښیارۍ او ځیرکتیا درسونه دي چې که موږ وغواړو په دې اړوند کتاب ولیکو نو مبالغه به مو نه وي کړې؛ فلهذا د کائیناتو له رب څخه غواړو چې د هغو سترو شخصیتونو د شجاعت او غیرت یو څاڅکی زموږ په برخه کړي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version