د رښتیني مسلمان بله ځانګړنه احسان ده. (احسان) د إفعال باب مصدر دی چې معنی یې ښه کول دي. هغه ښېګڼه چې د اسلام په دين کې مطرح شوې او د رسول الله صلی الله عليه وسلم او د اصحابه کرامو له صفتونو څخه ګڼل کېږي او هغه څوک چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د تابعدارۍ دعوه کوي باید په هغه باندې متصف وي، مطلق احسان دی چې د ښېګڼې ټولو ډولونو لره شاملېږي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د جبرئیل په مشهور حدیث کي د دې پوښتنې په ځواب کې چې احسان څه شی دی؟، وویل: «الإحسان أن تعبد الله كأنك تراه فإن لم تكن تراه فإنه يراك»
(احسان دا دی چې د خدای عبادت په داسې ډول وکړي چې ګواکې ته یې ویني، ځکه که ته یې نه ویني، هغه تا ویني) ځکه چې په اسلام کې عبادت د انسان د ژوند ټولو اړخونو لره شامل دي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم موخه دا وه چې محسن او نیک بنده هغه څوک دی چې د خپل ژوند په ټولو شیبو کې داسې عمل وکړي چې ګویا خدای تعالی په خپلو سترګو ویني؛ په طبيعي توګه دا ډول خلک چون د الله تعالی په مراقبت او پالنه قوي باور لري، خپل ټول کارونه په ښه توګه ترسره کوي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو بل حدیث دا حقیقت په ښه توګه بیانوي: «رأى رسول الله (صلیاللهعلیهوسلم) فرجة في اللبن فأمر أن تسد فقال ان العبد إذا عمل عملا أحب الله أن يتقنه»
(رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه خښته کې یو سوری ولید، نو د هغه د ډکولو امر یې وکړ او بیا یې وفرمایل: کله چې بنده یو کار وکړي، نو د خدای تعالی خوښیږي چې په ښه توګه یې بشپړ کړي). او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په بل قول کې راغلي دي: «إِنَّ اللهَ كَتَبَ الإِحْسَانَ عَلَي كُلِّ شَيْءٍ: فَإِذَا قَتَلْتُمْ فَأَحْسِنُوا الْقِتْلَةَ، وَإِذَا ذَبَحْتُمْ فَأَحْسِنُوا الذِّبْحَةَ، وَلْيُحِدْ أَحَدُكُمْ شَفْرَتَهُ، وَلْيُرِحْ ذَبِيحَتَهُ»
د احسان او نیکۍ یوه بیلګه او مصداق دا ده چې یو سړی له هغه چا سره ښه کوي چې بدي یې ورسره کړی وي. د اسلام په دين کې د خير او بدۍ فلسفه د ځمکې پر مخ د انسان د پيدايښت او د الله تعالی په وړاندې د انسان د مأموریت او مسووليت فلسفې ته ورګرځي.
زموږ په باور اسلام د ټولو انبیاو دین دی او ټولو پیغمبرانو خلک اسلام ته رابللي دي، یعنې دا یې ویلي چې په خپلو ټولو اعمالو او تصرفاتو کې د خدای تعالی د دین او شریعت تابع اوسئ؛ ځکه چې خدای تعالی تاسو پیدا کړي او ستاسو د پیدا کولو لپاره یې یو هدف درلود. نو د مسلمان کیدو معنی دا ده چې یو سړی د خپل ژوند په اختیاري اړخ کې د الله (جل جلاله) لخوا ټاکل شوې لاره پرمخ بوزي؛ اوس چې د دې کُلِّي قانون په ضمن کې احسان ته پام وکړو، نو پایله به يې دا وي چې کله بنده مسلمان شي نو الله او د هغه قانون ته غاړه کېږدي او د خداى په نېغه لار کې متوازن حرکت له هغه څخه غواړې چي کله ناکله د تعادل دساتنې لپاره هغه چا ته بښنه وکړئ چې ورسره ظلم کړی وي.
البته په اسلام کې د بخښنې مفهوم هغه مفهوم نه دی چې په عیسویت کې مطرح شوی و چې (که یو څوک ستا ښئ مخ په څپېړه ووهي نو چپ مخ دي هم ورڅخه مه درېغوه او که څوک ستا څادر واخلي نو خپل قمیس هم ورته پریږده) مګر د اسلام په دین کي دا کار د ظلم او تېري د خپراوي زمینه ساز ګڼل شوی دی او د ظالم پر وړاندې دریدا او مقاومت غوره جهاد بلل شوی دی. د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «أَفْضَلُ الْجِهَادِ كَلِمَةُ عَدْلٍ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ»
(تر ټولو غوره جهاد د ظالم پاچا پر وړاندې د عدل خبرې کول دي) او په بل روایت کې راغلي دي:
«سيد الشهداء حمزة بن عبد المطلب و رجل قام إلى إمام جائر فأمره و نهاه فقتله»
(د شهیدانو سردار حمزه د عبدالمطلب زوی او هغه سړی چې د ظالم پېشوا په مقابل کې ودرېد، امر او نهی یې کړ او بیا حاکم هغه وواژه) نو بد ته په ښه ځواب ویلو مطلب دا دی چې یو مسلمان باید وګوري چې په کوم ځای کې که یو چا له ده سره بدي وکړه او دئ کولای شوای په خپل ښه غبرګون سره د مقابل لورې د هدایت لامل وګرځي او یا د خپلې غصې په زغملو سره د اسلام له قواعدو کومه قاعده لکه بښنې او ګذشت ټینګ او بنسټیز کړي او یا ځان، مقابل لوری او یا ټولنې ته کوم غټ مصلحت او لویه ګټه رسولای شي؛ په دې حالت کې یې ښه کار کړی دی، نه دا چې د ډار او بزدلي له امله د ظالمانو په وړاندې سر ټیټ کړي ترڅو د ظلم او تیري دوام ته یې نور هم وهڅوي هم جرأت ورکړي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د صحابه کرامو په سیرت کې ښکاره بېلګې شته چې مسلمانان یې په دقیق ډول څېړلی شي او سمه بېلګه ترې اخیستلای شي.
رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د خپل پیغمبرۍ له ۲۳و کلونو څخه کابو ۲۱کاله د مکې له کفارو سره ښکیل وو؛ یا دا غوره ده ووایو دوی له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د جګړې اعلان کړی و او ۲۱کاله یې ځورولی وو، او تر هغه وخته چې دوی ظالمان او ستمګران وو، رسول الله صلی الله علیه وسلم هېڅکله هم د هغوی په وړاندې له عاجزۍ او سرټیټۍ څخه کار وا نخیست. خو کله چې له دې طولاني مدت څخه وروسته د دقیقو برنامو په طرح کولو او پرله پسې جهاد سره بریالئ شو مکه مکرمه په قوت او پرتم سره فتحه کړي او اوس د مکې کافران، هغه څوک چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر وفادار اصحابان یې شهیدان کړی وو او د هغه پر ضد یې هر ډول دسیسې جوړې کړې وو او اوس د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې په ذلت سره قرار درلود؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورسره داسې چلند او معامله کوي: «ثُمَّ أَتَى الْكَعْبَةَ فَأَخَذَ بِعِضَادَتَىِ الْبَابِ فَقَالَ:«مَا تَقُولُونَ وَمَا تَظُنُّونَ». قَالُوا: نَقُولُ ابْنُ أَخٍ وَابْنُ عَمٍّ حَلِيمٍ رَحِيمٍ قَالَ وَقَالُوا ذَلِكَ ثَلاَثًا فَقَالَ رَسُولُ اللهِ>: «أَقُولُ كَمَا قَالَ يُوسُفُ (لاَ تَثْرِيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ يَغْفِرُ اللهُ لَكُمْ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ)». قَالَ فَخَرَجُوا كَأَنَّمَا نُشِرُوا مِنَ الْقُبُورِ فَدَخَلُوا فِى الإِسْلاَمِ»
بیا (رسول الله صلی الله علیه وسلم) کعبې ته راغی او د دروازې دواړه بازوان یې په خپلو لاسونو کې ونیول او ویې ویل: څه وایاست او څه فکر کوئ؟ هغوی وویل: موږ وایو چې نیکه وراره او مهربانه د تره زوی مو یې!، [راوي] وایې دا خبره هغوی درې ځلې تکرار کړه، نو رسول الله (صلى الله عليه و سلم) وفرمايل: زه تاسو ته هماغه خبره کوم چې يوسف (علیه السلام) خپلو وروڼو ته ويلي وو: (نن په تاسو باندې هیڅ ملامتیا نشته، خدای تعالی به تاسو ته بښنه وکړي او هغه تر ټولو زیات رحم کوونکی دی) [رواي] وايي: دوی داسې ووتل لکه له قبره چې راپورته شوي وي، بیا مسلمانان شول.
دا دی په اسلام کې د احسان (خیر او ښېګڼې) معنا چې له هر شي او هر چا سره ښه چلند وکړي، حتی د هغه چا سره چې د یو چا په وړاندې بد چلند کوي، په دې شرط چې ښه تعامل ښکلا راولي نه داچې بغاوت او سرکشي خپره کړي.