لیکوال: د. اسامه جوهري
دین او ساینسپوهان
دا چې یو څوک ښه ساینسپوه وي نو هرو مرو به یې د کائناتو او تخلیق په اړه ډېر فکر کړی وي، او په تخلیق کې به شته ربط او توازن ته ځیر شوی وي او هرومرو به یې د خالق لور ته هم پام اوښتی وي؛ ځکه که څوک یو ښه کتاب ولولي او پر محتوا یې هم ځان پوه کړي نو له لوستلو وروسته به یې هرومرو فکر د کتاب د لیکوال په اړه ډېر مثبت وي، ځکه چې لیکوال خپل علمیت او پوهه په کتاب کې ثابته کړې، یا دا چې که موږ یو ماشین یا یوې آلې ته ښه ځیر شو نو څومره چې نوموړی ماشین یا آله پېچلې او په ذهانت جوړه شوې وي په هماغه اندازه یې جوړوونکي ته زموږ پام وراوړي، دا کائنات هم ډېر پېچلي او په ذهانت جوړ شوي نو کله چې موږ په کائناتو کې فکر او تدبر وکړو له شک پرته چې موږ به یې د پیدا کوونکي په هکله هم فکر کوو په همدې اساس قرآن کریم په وار وار وایي چې: [إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ] په دې کې د عقل لرونکو لپاره نښانې دي.
دلته د ځینو هغو ساینسپوهانو نظریات ګورو چې د معاصر ساینس بنسټ ایښودونکي ګڼل کېږي او ټولې نړۍ ته د ساینسپوهانو په توګه منلي دي، یاده دې وي چې دا کومه د تعجب وړ خبره نه ده چې ډېرو هغو ساینسپوهانو چې خپل ذهانت او کمال یې په ساینس کې نړۍ ته ښودلی، خو خپل قلبي سکون او نظري پراختیا یې د دین په مطالعې سره ترلاسه کړې او دې خلکو نه یواځې دا چې د دین او ساینس تر منځ یو ډول تطابق او همغږي په ګوته کړی بلکې ساینس او انسانیت ته یې هم ستر خدمت تر سره کړی.
د الله جل جلاله په اړه د ځینو ساینسپوهانو اندونه:
۱ـ مخکښ ساینسپوه فرانسس بیکن (۱۵۶۱- ۱۶۲۶م) وایي:
“It is true, that a little philosophy inclineth man’s mind to atheism; but dipth in philosophy bringeth men’s minds about to religion. “ [1]
ژباړه: دا سمه ده چې لږ فلسفه (ساینس) ویونکي ملحد کېږي خو په فلسفه کې د ژور تګ په پایله کې له دین سره اړیکه جوړېږي.
۲ـ د معاصرې فلسفې سرلاری رنه ډیکارټ (۱۵۹۶- ۱۶۵۰م) وایي:
“And thus I very clearly see that the certitude and truth of all science depends the knowledge alone of the true God, insomuch that, before I knew him, I could have known perfect knowledge of any other thing[2].”
ژباړه: زه دا په څرګنده توګه وینم چې په ساینس کې قطعي رښتینولي ده، چې انحصار یې یواځې د ریښتوني خدای په علم کې دی، او هغه داسې چې د خدای له پېژندلو پرته زه هېڅ علم هم نشم ترلاسه کولای.
۳ـ د الیکټرونکس مشر میکائیل فیراډي وایي:
“The book of nature which we have to read is written by the finger of God[3]“
ژباړه: د طبیعت هغه کتاب چې موږ یې د ساینس په وسیله مطالعه کوو د خدای په لاسونو لیکل شوی.
۴ـ د مایکرو بیولوژی مشر لوئیس پاسچر (۱۸۲۲- ۱۸۹۵م) وایي:
“Little science takes you away from God butt more of it takes you to Him[4].”
ژباړه: د ساینس لږ زده کړه انسان له خدای څخه لرې کوي، خو د ساینس ډېره زده کړه او مطالعه انسان د خدای لور ته نېږدې کوي.
۵ـ د تهرموډائنمکس مشر لارډ کیلون (۱۸۲۴- ۱۹۰۷م) واي:
“Do not be afraid to be free thinkers if you think strongly enough you will be forced by science to the belief in God”[5]
ژباړه: له آزادانه سوچ او فکر څخه هېڅکله هم مه وېرېږه، که چېرې ستا ذهن پوخ وي نو ساینس به تا د خدای په وجود ایمان راوړلو ته اړ کړي.
ایزک نیوټن چې د نړۍ له نوموتو ساینسپوهانو څخه ګڼل کېږي، وایي: لمر، ستوري، لکۍ لرونکي ستوري او دا تر ټولو ښایسته نظام د یو انتهایي ځواکمن ذات د طرحو او غلبې پایله کېدای شي، نو د چا په خوښه او اقتدار چې دا هر څه کېږي هم هغه ذات په ټولو موجوداتو واکمن دی، او هغه ددې وړ دی چې ستر خدای او د هر څه څښتن و ګڼل شي[6].
نوموړی په خپل دوهم کتاب پرانسیپیا میتیمیټیکا کې لیکلي: هغه (خدای) نه فنا کېدونکی، مطلق قادر او په ټوله معنا مقتدر، علیم او خبیر دی، له ازل نه موجود دی او تر ابده پورې به وي، له یوې انتهاء نه تر بلې پورې په یو وخت باندې موجود دی، په ټولو مخلوقاتو حکمراني کوي او هغه په ټولو کارونو پوهېږي چې څنګه باید وشي، هغه تل وو او تل به وي، هغه په هر ځای او هر مقام کې حاضر او ناظر دی، موږ یې په بې مثاله صناعت او د هغه له خوا په پیدا شویو څیزونو کې د کمال له امله پېژندلی شو، موږ د هغه عاجز بندګان یو او د زړه له کومې د هغه حمد او ثناء وایو[7].
د جرمن ریاضي او فلکپوه کیپلر (Kepler) په اړه مشهوره ده چې د هغه ساینسي کارنامې ټولې د دین له امله وې. په (۱۹۷۸م) د فزیک د نوبل جایزې ګټونکی ساینسپوه ارنوپنزیاس (Arnopenzias) چې په کاسمیک بیګرونډ ریډیشن کې هم شریک وو کیپلر یو پټ ایمان لرونکی ساینسپوه بولي، د یو ساینسپوه په حیث کیپلر پدې خبره باور درلود چې کائنات حقیقي خالق جوړ کړي، له هغه وپوښتل شول چې ولې ساینسپوه شوی؟ هغه ځواب ورکړ ما غوښتل چې د دین یو عالم واوسم، خو اوس ماته له خپلو هڅو څخه څرګنده شوه چې خدای څنګه دی، د فلکیاتو له علم نه ما ته جوته شوه چې دا آسمان هم د خدای په عظمت او جلال اقرار کوي[8].
لویس پاسچر (Louis Pasteur) په الله باندې پوخ یقین او ایمان درلود، نوموړی د ډاروین له نظریې سره د مخالفت له امله له سختو نیوکو سره مخ شو، هغه د ساینس او دین تر منځ په همغږۍ باور درلود، نوموړی وایي: څومره چې زما پوهه او علم زیاتېږي په هماغه اندازه مې ایمان هم زیاتېږي، د ساینسي علم کموالی انسان له خدای څخه لرې کوي، خو ډېروالی او وسعت یې انسان خدای ته ورنېږدې کوي[9].
سر جیمز جینز (Sir James Jeans) مشهور طبیعت پوه وو، د هغه عقیده دا وه چې دا کائنات د حکمت او ذهانت لرونکي یو مالک تخلیق کړي، په دې اړه نوموړی ډېرې خبرې لري چې دلته یې له هغې جملې دوه ذکر کوو چې په هغو کې د نوموړي عقیده په بشپړ ډول څرګندېږي؛ نوموړی وایي: موږ ته له خپلو څېړنو معلومه شوې چې کائنات د یوې ځانګړې موخې لپاره پیدا شوي[10].
په بل ځای کې وایي: د کائناتو د ساینسي مطالعې پایله په لنډو ټکو کې داسې بیانولای شو: ښکاري چې د کائناتو ډیزاین کوم ځانګړي ریاضي پوه چمتو کړی[11].
د تېرې پېړۍ یو مخکښ ساینسپوه آلبرټ آنسټاین (Albert Einstein) هم په خدای باندې په ایمان لرلو مشهور شوی وو، نوموړی په دې اند وو چې ساینس له دین پرته ژوندی نشي پاتې کېدای، هغه وایي چې: زه د داسې ساینسپوه تصور نشم کولای چې هغه دې ژورو دیني اړخونو ته میلان ونلري، شاید زما خبرې په دې مثال باندې روښانه شي چې له دین پرته ساینس ګوډ دی[12].
آنسټاین باوري وو چې کائنات په دومره هنري بڼه طرح شوي چې په هېڅ صورت یې هم اتفاق نه شو بللای، له شک پرته دا یو داسې خالق جوړ کړي چې د لوړ حکمت او ذهانت څښتن دی. آنسټاین به تل په خپلو لیکنو کې په خدای د ایمان څرګندونه کوله، هغه په خپله یوه لیکنه کې وایي: په هر ريښتوني څيړونکي کې ژور دیني میلان موندلای شو[13]. له نوموړي څخه کوم ماشوم د یو لیک په ترڅ کې پوښتلي وو چې: آیا ساینسپوهان هم دعا کوي؟ په ځواب کې یې آنسټاین ولیکل چې: څوک چې د ساینس د مطالعې او څېړنې لاره ونیسي، هغه ددې خبرې منلو ته اړ دی چې د طبیعت په قوانینو کې یو ځانګړی روح شته چې له انساني روح څخه لوړ دی، او په ساینس بوختېدل انسان له یوې ځانګړې دين جذبې څخه مالامال ګرځوي[14].
ورنهروان براون (Wernhervon Braun) د نړۍ په سترو ساینسپوهانو کې شمېرل کېږي، چې د جرمني یو مخکښ راکټ جوړوونکی انجنیر وو، په دوهمه نړیواله جګړه کې یې د (V-2) راکټ هم جوړ کړی وو او د (NASA) (د امریکا د فضایي څېړنو ادارې) ډایریکټر هم پاتې شوی، نوموړی هم پوخ ایمان لرونکی ساینسپوه وو، نوموړي د طبیعت څېړنې په نوم یوې مجلې کې ولیکل چې: د انسان لپاره فضایي سفر یوه حیرانوونکې تجربه ده، لیکن له دې ځایه انسان له جلال ډکه د وسعتونو فضا یوه وړوکې کړکۍ خلاصه کړې، چې د کائناتو عجایبو ته د ورننوتلو لپاره د یوه واړه سوري په څېر ده، او له دې سره زموږ دا باور لا پیاوړی کېږي چې دا کائنات یو خالق لري، زما لپاره د داسې ساینسپوه موندل ستونزمن دي چې د کائناتو تر شا د تر ټولو لوړ حکمت او ذهانت څښتن له ذات څخه انکار وکړي، همدا راز د هغه دیني شخص پېژندل هم راته ستونزمن دي چې د ساینس له منلو انکار وکړي[15].
د (نارټ وېسټرن) له پوهنتون څخه په طب کې د (اېم ډي) سند اخیستونکي پروفیسور مالکم ډنکن ونټرجونیټ (Malcolm Duncan winter, Jr) هم د نورو ډېر ساینسپوهانو په څېر انسانان او کائنات د یو عظیم خالق تخلیق بلل، نوموړی وایي: دا ځمکه او کائنات چې له دومره ژوروالي سره زموږ په مخ کې موجود دي او انسان چې د سوچ او فکر وړتیا لري، دومره لطیف او نازک حقیقتونه دي چې په خپله نشي جوړېدای، د دې ټولو د تخلیق لپاره یو پیاوړي مفکر او ماسټر ماینډ ته اړتیا ده، ددې ټولې کارخانې تر شا د یو خالق قدرت پکار دی چې له شک پرته هغه خدای دی[16].
ډاکټر الن ساندیج (Allan Sand age) په اوسني وخت کې د فلکیاتو ستر ماهر او پوه دی چې په پینځوس کلنۍ کې یې ایمان راوړ، هغه د امریکا یوې مجلې (نیوز ویک) سره مرکه وکړه او په ډېرې چټکۍ سره خپره شوه، ساندیج د خپل قبول کړي دین په اړه وویل چې: دا د ساینس هغه پایله ده چې زه ورته ورسېدم، دا کائنات دومره پېچلي دي چې د ساینس په منګولو کې نشي راتلی، له همدې امله زه د موجوداتو مسئله په مافوق الطبیعت حوالو باندې پېژنم[17].
پورته ذکر شویو ساینسپوهانو په تېره او موجوده پېړۍ کې په ساینس حکمراني کړې، او ددوی دا نظرونه د حقایقو او طبیعي قوانینو له مشاهدې وروسته رامنځته شوي، له همدې امله د کائناتو د خالق د موجودیت په هکله د یو عام انسان او د یو ساینسپوه د نظر تر منځ ډېر توپیر وي، له دوی سربېره نور ډېر ساینسپوهان هم شته چې د خدای په وجود اقرار کوي، دا د هغو ساینسپوهانو یا د ملحدینو په وړاندې یو ستر دلیل دی چې وایي: ساینس د خدای له وجود څخه انکار کوي، یا دین او ساینس په خپلو کې مخالف دي او یا دین د انسان ذهن جامد ګرځوي او ساینسي پرمختګ ته یې نه پرېږدي.
[1] Bacon Francis the Essays of Lord Bacon (London: longman and Green. Co.., 1875).p.64-
[2] (Descartes Rene, the philosophy of Descartes: Containing the method. meditation, and onther Works. tranalated by john veitch. (New York:Todur publishing Co..,1901).pp.y
[3] (Segeer raymond farady sandemanion The journal of the american Scientific affiliation june 1983 35/101). (Tiner john Hudson The world of biology: From Mushrooms to complex life from (USA new leaf buplishing group 2013) p.12.
[4](Guitton, Jean, dieu it La science: Vers Le Metarealisme (paris; grasset, 1991),p.5
[5] (Silvanus, Thompson, the life of Williom Thomson Baron Kelvin of largs. (London: Macmillan and Co.., 1910), 2/1099.
[6] (Principia, Newton, 2nd Edition; J.D.E Vries, Essentials of Physical Science, B.EEerdmasn Pub. Co., Grand Rapids, SD, 1958,P.15)
[7] (Sir Issac Newton, Mathematical Principles of Natural Philosophy, Translated By Andrew Motte, Revised By Florian Cajore, Great Books of Western World 34,Robert Maynard Hotchins, Editor in Chief, william Benton, Chicago, 952 ; 273 – 274).
[8] (JOHANNES KEPLER, QUOTED IN: J.H.TINER, Johannes Kepler – Giant of Faith and Science (MILFORD, MICHIGAN: MOTT MEDIA, 1977) P. 197.
[9] Jean Guitton, Dieu et la science : Vers le Metarealisme, Paris : Grasset, 1991, P.5
[10] Sir james Jeans, in his rede lecture at cambridge, Reported in the Times london Nov.5,1930
[11] Sir James Jeans, The mysterious universe, New York: Macmillan Co. 1932 Cambridge.
[12] Science, Philosophy and Religion – A symposium, published by the conference on science and religion in their relation to the Democratic way of life Inc. New York, 1941).
[13] Quoted in Moszkow SKI, Conversations With (Einstein), P.46.
[14] Einstein Archive 42-601, Jan 24, 1936.
[15]Henry M.Morris,Men of Science Men of God, Master Books , 1992, P.85
[16] John Clover Monsma, The Existence of God in an Expanding Universe, P. 182-183
[17] News Week, July 27, 1998, P.46.
په دې باب کې د ډاکټر حافظ محمد زبير کتاب (وجود باري تعالی ) څخه هم استفاده شوي .