لیکوال: ابوالمدثر محمد زید ایوبي
د الله توره (خالد بن ولید رض ) ژوند ته لنډه کتنه (اتمه برخه)
د رسالت دورې په غزواتو کې د خالد (رض) رول
لنډیز
د الله تورې خالد بن ولید رضی الله عنه د ژوند لیک په دې برخه کې، د رسول الله صلی علیه وسلم د وخت په غزواتو او جهادي ډګرونو کې د خالد (رض) د رول په اړه بحث کوو.
هو، وروسته له دې چې خالد مسلمان شو او د صحابیت خوږ جام یې نوش کړ او د خدای تعالی د اکرام او اعزاز وړ وګرځيد، اوس د دې وخت را رسیدلی چې خالد خپل جګړه ییز او فکري استعدادونه او مهارتونه ښکاره او نندارې ته وړاندې کړي او خپل واقعي صلاحیتونه څرګند کړي.
خالد تر مسلمان کیدو وروسته، خپل تېر ګناهونه څنګه جبران کړي؟ د اسلام او مسلمانانو پر ضد یې چې کوم ظلم او زیاتی کړی و د هغه کفاره یې څنګه اداء کړه؟ حضرت خالد (رض) کله چې د صحابیت لوړ مقام ته ورسید، د محمدي (ص) رسالت دور په غزواتو کې، همدارنګه د صدیقی خلافت په جګړو او فاروقي فتوحاتو په دروان کې تر ډيرې کچې خپله زړورتیا، سرښندنه او میړانه ښودلې او ټولو ته یې دا ثابته او په ډاګه کړه چې نوموړی اوس د اسلام یو ریښتینی پیروي کوونکی دې او له جاهلیت او د هغه له رسمونو او دودونو څخه بېزاره او مبرّا دې؛ څرنګه چې د هغه رول په موته غزوې، د مکې فتحې، هوازن غزوې، طائف غزوې، بني مصطلق غزوې، تبوک، د نجران پیښه، د عُزی بت ماتولو او نور… د دې مدعا شاهد دې؛ نو په دې برخه کې یوازې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وخت په غزواتو کې د هغه په زړورتیا او کارنامو بسنه کوو او نورې پیښې به په راتلونکو برخو کې ان شاءالله ولیکو.
د موته غزوه
موته، لومړنۍ غزوه ده چې حضرت خالد (رض) تر اسلام راوړلو وروسته په هغه کې ګډون وکړ. د هجرت په اتم کال، حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د خپل ځان په استازیتوب خپل یو فداکاره یار د «حارث بن عمیر رض» په نوم د اسلامي دعوت د رسولو او ابلاغ په موخه بُصری ته ولیږه؛ اما هغوی د دې پر ځای چې د دې مهم استاذي هرکلی وکړي او د یو هیواد د سفیر درناوی او نړیوال امنیتي او ډیپلوماتیک قوانین رعایت کړي، هغه یې په شهادت ورساوه، کله چې دغه خبر رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسید، د اسلامي غیرت له وجې یې پریکړه وکړه چې د حضرت حارث (رض) د وینې غچ به جدي توګه اخلي او د بصری اهل ته به وښیي چې مسلمانان کمزوري ندي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د ځانګړو استازو سره یې دا ډول ناوړه چلند وشي او دغه راز ظلم او زیاتی ترسره کړل شي؛ په همدې بنسټ رسول اکرم صلی الله علیه وسلم یو تعداد سرښندونکي مجاهدین چمتو او د «موته» سیمې ته یې واستول.
د اسلامي پوځ د قوماندې لپاره د درې امیرانو ګمارل
د اسلامي لښکر د لیږلو پر مهال، پیغمبر صلی الله علیه وسلم زید بن حارثه (رض)د لښکر د قوماندان په توګه وټاکه؛ او ویې فرمایل چې که زید شهید شو، جعفر دې د هغه پرځای د اسلام بیرغ په لاس کې ونیسي؛ او که هغه هم شهید شو؛ په دې صورت کې به عبدالله بن رواحه د اسلامې لښکر قومانده په غاړه واخلي، او که دی هم د شهادت لوړ مقام ته ورسید، نو له هغه وروسته دې مسلمانان تر خپل منځي مشورې وروسته یو کس د اسلامي پوځ د عمومي قوماندان په توګه وټاکي.
د کفارو سره د مجاهدینو د لښکر مخامخ کیدل او د امیرانو شهادت
د اسلام لښکر حرکت وکړ او د «موته» په سیمه کې د هرقل ستر پوځ سره چې د رومیانو او عربو څخه جوړ و، مخامخ شو، جګړه او نښته پیل شوه او شیبه په شیبه شدیده کیدله، په دې حساسو شیبو کې حضرت زید (رض) د غشو د ډیرو ضرباتو او ټپونو له امله په شهادت ورسید او د اجل بلونکي ته یې لبیک وویل؛ علامه بدرالدین عینی لیکي: «کله چې حضرت زید په شهادت ورسید، حضرت جعفر طیار (رض) د لښکر قومانده په غاړه واخیسته، هغه هم په میړانه وجنګید او د شهادت جام یې نوش کړ؛ حتی ویل کیږي چې جسد مبارک یې په منځ کې دوه ځایه شوی و چې یوازې په یوه نیمایي کې دیرش ټپونه لګیدلي و. له هغه وروسته حضرت عبدالله بن رواحه (رض) د چارو واګي یې په لاس کې واخیستې او یو څه مخته ولاړ؛ اما شهادت د هغه هرکلي ته هم راغی او شهید شو».
ادامه لري…