رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «من رأى منكم منكرًا فلیغیره بیده، فإن لم یستطع فبلسانه، فإن لم یستطع فبقلبه، وذلك أضعف الإیمان» يعنې: «کله چې له تاسو څخه يو څوک بد عمل وويني، په خپل لاس دې يې منع کړي، که په خپله لاس يې نه شي کولی په زړه کې یې ناخوښه وګڼي او دا د ایمان تر ټولو ضعیفه پړاو دی.»
۶. د الله تعالی د حکمونو د پوره کولو لپاره له حرام څخه سترګې پټوي او نامحرمو ته نه ګوري؛
۷. د هغه چا سره مرسته کوي چې نشي کولی حرکت وکړي او لاس یې نیسي. که د هغه په اختیار کې وسيله یا کوم موټر وي، نور هم سپروي. هغو کسانو ته لارښوونه کوي چې لاره یې ورکه کړې وي او د شخړې او جګړې د حل په لټه کې وي چې هغه یې حل کولی شي او د دوی ترمنځ پخلاینه راولې؛