لیکوال: شکران احمدي

 

امر بالمعروف او نهی عن المنکر، ارزښت او طریقه (څلورمه برخه) 

په نیکي امر کول او له بدیو څخه د منع کولو عملي طریقې:
۴: وړتیاوو ته پاملرنه او له فرصتونو ګټه اخیستل:
د انسان روح د هغه د شخصي کور په څېر دی چې په طبيعي ډول یو انسان دا نه خوښوي چې یو څوک دې ده هغه کور ته ننوځي او تکلیف ور ورسوي.
همدا ډول د انسان افکار، عقیدې او ګټې د هغه باطني سرمایې دي چې د هغه باطن ته په زوره ور ننوتل د هغه په مقابل کې یې مقاومت ته اړوي. له همدې امله، حکمت په دغه کې دی چې غوښتونکی د ننوتلو اجازې ته انتظار وکړي ترڅو د هغه درناوی وشي او بلنه یې ومنل شي؛ له همدې امله اړینه ده چې د خلکو روحیې، درک، زغم او حوصلې ته پام وشي او له مناسبو فرصتونو څخه په دعوت کولو کې ګټه پورته کړي.
حضرت علي رضي الله عنه فرمايي:
«حَدِّثُوا النَّاسَ بِمَا يَعْرِفُونَ أَتُحِبُّونَ أَنْ يُكَذَّبَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ»؛
ژباړه: له خلکو سره د هغوی د استعداد او عقل په کچه خبرې وکړئ، تر څو دوی سخت زړه(ناخوښ) نه شي او د خدای جل جلاله او د هغه د رسول څخه انکار ونکړي. نو په نیکۍ د امر کولو او له بدیو څخه د منع کولو په برخه کې وخت پېژندونکی، ځای پېژندونکی او خلک پېژندونکی باید په پام کې ونیول شي.
۵: په تدریجي ډول د خلکو اصلاح کول:
د عقل له طريقې څخه يوه دا ده چې خلكو ته په ښو كارونو امر وكړي او له بدو څخه یې منع كړي. لکه څنګه چې د انسان تخلیق، په پړاوونو کې ترسره کېږي، دا دود هم د اصلاح لپاره مؤثر دی او په سپيڅلي شریعت کې په پام کې نیول شوی دی.
خداى تعالیٰ جل جلاله په تدريجي ډول اسلامي شريعت په پېغمبر (صلى الله عليه وسلم) نازل كړی.
لومړی یې بنسټیزې عقیدې، بیا اخلاقي اصول او بیا یې احکام په ترتیب سره نازل کړل. همدارنګه دې حرامو په لړ کې لومړی د ناحقه قتل، زنا، غلا، د یتیم د مال خوړل، د خلکو په مال حسد او لالچ او په پای کې د تصرف احکام او حُرمت ربأ بیان کړي دي. د شرابو حُرمت هم په مختلفو مرحلو کې تشریح شوي.
په حقیقت کې ویلای شو چې د قرآن کریم د تدریجي نزول یو لامل دا دی چې دې مهم ټکي ته په تدریجي توګه پاملرنه وشي؛ ځکه قرآن کریم یو تربیتي کتاب دی او د مطلوب کمال په لور د خلکو د لارښوونې لپاره نازل شوی دی.
حضرت عایشه رضی الله عنها فرمایي: (إنَّما نَزَلَ أوَّلَ ما نَزَلَ منه سُورَةٌ مِنَ المُفَصَّلِ، فِيهَا ذِكْرُ الجَنَّةِ والنَّارِ، حتَّى إذَا ثَابَ النَّاسُ إلى الإسْلَامِ نَزَلَ الحَلَالُ والحَرَامُ، ولو نَزَلَ أوَّلَ شَيءٍ: لا تَشْرَبُوا الخَمْرَ، لَقالوا: لا نَدَعُ الخَمْرَ أبَدًا، ولو نَزَلَ: لا تَزْنُوا، لَقالوا: لا نَدَعُ الزِّنَا أبَدًا).
ترجمه: (هغه څه چې لومړی نازل شول یو له سورتونو د مفصلو سورتونو نازل کېدل وو چې د جنت او دوزخ ذکر پکې شوی دی، کله چې خلکو اسلام قبول کړ، نو د حلال او حرام آیتونه نازل شول، او که له پیل څخه یې ویلي وای: شراب مه څښئ، خلکو به ويل: موږ به هېڅکله شراب نه منع نشو او که له پېل يې ويلي وای: زنا مه کوه، خلکو به ويل: موږ به هېڅکله له زنا څخه لاس وانخلو).
له همدې امله هره خبره خپل ځای لري او هر ټکی(نقطه) خپل ځای لري او هغه خلک نه دي هوښیار(عقلمند) چې د دین له اصولو منکر دي او د دین د فروع او مکروهاتو په اړه خبرې کوي. نو راځۍ چې لومړی اصول تثبیت کړو او هغه وخت خپل مقابل لوری ته ووایو او له مکروهاتو یې منع کړو.
۶: غیر مستقیم طریقه؛
ځینې ​​خلک د لارښونې یا مستقیم انتقاد اورېدل نشي زغملی، نو د دوی د چلند سمولو لپاره باید غیر مستقیم میتود وکارول شي. د مشهور قول له مخې “دروازه ووایه چې دیوال یې واوري” کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم غوښتل چې د یو څه غلطۍ څرګندې کړي نو یو عامه او غیر مستقیمه طریقه به یې کاروله او و به یې فرمایل: (مَا بَالُ أَقْوَامٍ یقُولُونَ كَذَا وَكَذَا).
ژباړه( ولې ځینې خلک داسې وایي، یا داسې کوي؟).
د قرآن کریم طریقه هم داسې ده؛ هر کله چې خدای تعالی جل جلاله خپل پیغمبر ملامته کاو، د هغه معنیٰ نور خلک هم وو: (وَلَوْلاَ أَن ثَبَّتْنَاكَ لَقَدْ كِدتَّ تَرْكَنُ إِلَيْهِمْ شَيْئاً قَلِيلاً).
Leave A Reply

Exit mobile version