لیکوال: د. اسامه جوهری
د تکامل (ارتقاء) نظریه ولې ناسمه ده؟
په معاصر وخت کې له ساینسي اړخه ولې د تکامل نظریه ناسمه ده؟
هر کله چې ملحدین د ارتقاء په هکله بحث کوي نو دا خبره هرومرو کوي چې په اوس وخت کې د ارتقاء نظریه یو حقیقت (Fact) او په ټولو ساینسي مکتبونو کې منل شوې ده او وضاحت ته یې اړتیا نشته، یعنې ملحدین د ارتقاء لپاره په دومره یقیني توګه دلائل وړاندې کړي چې تر ډېره خپل مخاطب هم تر اغېز لاندې راولي، خو حقیقت ددې هر څه برعکس دی، ځکه چې معاصر ساینس په ټولیز ډول د ارتقاء نظریه رد کړې، دلته موږ ځینې ساینسي دلائل ذکر کوو چې په واسطه یې د ارتقاء د نظریې ناسموالی جوتېږي:
لومړی دلیل- د ژوند پیل:
ډاروینسټان د ژوند پیل یوه ناڅاپي پېښه یا تصادف بولي، یعنې ژوند په خپله رامنځته شوی ګڼي او ددې لپاره دوی له چاپېریال سره د سمون دلائل وړاندې کوي، د تعجب ځای دا دی چې په معاصر وخت کې ساینس د هیډرون کولایډر په څېر یو پېچلی ماشین جوړوی شي خو تر اوسه پورې د داسې یوه لابراتوار له جوړولو عاجز دی چې یوه حجره پکې په خپله رامنځته شي، د یوې حجرې له رامنځته کېدلو څخه اړینه خبره دا ده چې په هغې کې ژوند څنګه پیل شو؟ که ډاروينسټان ددې لپاره کومه توجېه وړاندې کوي نو ولې دې خپلې توجېه ته عملي بڼه نشي ورکولای؟
د ساینس له نظره په خپل سر د یوې ژوندۍ حجرې رامنځته کېدل ناشوني دي، په (۱۸۳۹م) کال کې د (Mathias Schleiden) او (Theodor Schwann) په نوم ساینسپوهانو د ژونکي (حجرې) نظریه (Cell theory) وړاندې کړه، په بیولوژي کې د ژونکي نظریه یوه ساینسي او تاریخي نظریه ده چې اوس په نړیواله کچه منل شوې، ددې نظریې په اساس ټول ژوندي موجودات له ژونکې (Cell) څخه جوړ شوي دي، یعنې ژونکي د ټولو ژوندیو موجوداتو بنسټیز عنصر (Unit) دی او ټولې ژونکې له پخوا له موجودو ژونکو څخه رامنځته کېدای شي[1].
له دې نظریې څخه دوه بنسټیزې خبرې معلومېږي: لومړی دا چې ژوندي موجودات له ژونکو یا حجرو څخه رامنځته شوي دي؛ دوهمه دا چې هره حجره بلې حجرې ته اړتیا لري، یعنې دا خبره ناشونې ده چې یوه حجره دې په خپله رامنځته شوې وي، ډاروینسټانو ته دا پوښتنه راجع کېږي چې لومړۍ حجره له بلې هغې پرته څه ډول رامنځته شوه؟
د ساینس یوه بله منل شوې نظریه د لویس پاسچر (Louis Pasteur) نظریه ده، د لویس پاسچر د (Biogenesis) د نظریې په اساس ژوند یواځې له ژوندیو موجوداتو څخه رامنځته کېدای شي، یعنې که چېرې ژوند له مخکې موجود نه وای نو رامنځته کېدل یې ناشوني وو[2]. ډاروینسټان ددې نظریې په وړاندې د (Abiogenesis) په نظریې باور لري، هغه نظریه چې ارسطو د (The history of animals) یا (د حیواناتو تاریخ) په کتاب کې ذکر کړې ده، له دې نظریې سره سم ژوند له غیر ژوندیو موجوداتو څخه په خپله رامنځته کېدای شي، نوموړي دا هم ویل چې موږک له غنمو څخه په خپله پیدا کېدای شي، خو په معاصر ساینس کې دا نظریه یواځې یوه فرضیه ګڼل کېږي او رد شوې هم ده.
ساینسي حقائقو ته په کتو په ځمکه باندې ژوند له پیله د یو بشپړ ژوند د شتون له امله رامنځته کېدای شي، چې وروسته د نسل په تولید سره ډېرېږي، دا د (Properties of life) یو منل شوی اصل هم دی[3].
تر دې ځایه خو دا ثابته شوه چې په خپله د ژوند رامنځته کېدل د ټولو ساینسي اصولو خلاف دی، یعنې د ډاروین نظریه له پیله د ساینس خلاف ده، اوس پوښتنه دا ده چې کله د ډاروین نظریه د ساینس خلاف ده نو بیا لومړی ژوند څنګه رامنځته شوی دی؟ ددې پوښتنې په ځواب کې د څو مخکښو ساینسپوهانو اقوال راوړو:
[1] https://en.m.wikipedia.org/wiki/cell_theory
[2] https://sciencing.com/theory-biogenesis-5419233.html
[3] https://openoregon.pressbooks.pub/mhccbiology101/chapter/properties-of-life/
سټیفن سي مېیر (Stephen C. Meyer) وایي: ډېرو ارتقائي پلوه بیولوجېستانو په دې خبره اعتراف کړی چې دوی د لومړي ژوند د پیل په هکله وضاحت نه شي ورکولای[1].
سټیفن په خپل کتاب کې لیکي: د ژوندۍ حجرې د لومړي ځل ژوند په چاره باندې د یو ذهین اوډون اغېز څرګند دی[2]. یعنې د ژوند پیل په معجزانه توګه یو ذهین ډیزاینر (Intelligent Designer) کړی، چې همدا خبره د اسلام سپېڅلی دین هم کوي، الله جل جلاله فرمایي: [كَيْفَ تَكْفُرُونَ بِاللَّهِ وَكُنْتُمْ أَمْوَاتًا فَأَحْيَاكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ (البقرة: ۲۸)] ژباړه: تاسو څنګه په الله باندې کافران کېږئ؟ په داسې حال کې چې تاسو مړه واست نو هغه راژوندي کړئ، بیا به مړه کېږئ او بیا به راژوندي کېږئ او هغه ته به ورګرځئ.
دوهم دلیل- کیماوي ارتقاء (Chemical Evolution):
د ارتقاء د نظریې د رد لپاره بل مهم ساینسي دلیل کیماوي ارتقاء ده، له کیمیاوي ارتقاء څخه موخه هغه لومړنۍ ارتقاء ده چې په یوه حجره (Cell) رامنځته کېږي.
ډاروین د بیولوژیکي ارتقاء په هکله نظریه وړاندې کړې وه ،خو کله چې نوې څېړنې وشوې څرګنده شوه چې د حجرې په داخل کې یوه بله دنیا ده، له همدې امله ارتقاء منونکو د ډاروین په نظریه کې له نویو ساینسي څېړنو سره سم ډېر بدلونونه راوستل او د نوي ډاروینېزم (New Darwinism) نوم یې ورکړ، په نوي ډاروینېزم کې د جېنیټیکونو (Genetics)، پروټین (Protein)، (DNA)، (RNA) او … لپاره ډول، ډول دلائل وړاندې کوي، څو دا هر څه ناڅاپي یا تصادفي وښيي، خو معاصر ساینس نوی ډاروینېزم هم رد کړ؛ په ۱۹۵۳م کال کې د (مېلر) په نوم یو ساینسپوه د (Cold trap) په نوم د یوې آلې په مرسته هایدروجن، د اوبو بخارونه، امونیم او میتان سره ګډ (مخلوط) کړل، څو ورځې وروسته ترې درې امینو اسیډونه پیدا شول (امینو اسیډ د یوې حجرې د رامنځته کېدول لپاره لومړنی پړاو دی)، د امینو اسیډونو له رامنځته کېدو وروسته ملحدینو دا خبره مشهوره کړه چې موږ کولای شو څو ژوند تصادفي ثابت کړو، او تر ننه پورې د مېلر دا تجربه تر ډېره د ښوونځیو په درسي کتابونو کې هم د ارتقاء د سموالي لپاره د یو دلیل په توګه راوړي؛ خو دا تجربه هم ناکامه شوه ځکه چې په فضاء کې په ډېر شمېر ګازونه موجود دي، ددې ټولو له جملې څخه یواځې پینځه ډوله یوځای کېدل او بیا ترې امینواسیډ رامنځته کېدل له ساینسي اړخه یوه ناشونې چاره ده او مېلر ددې تجربې لپاره یوه ځانګړې آله کارولې وه، بل دا چې مېلر په خپله په دې خبره اعتراف کړی وو چې نوموړي د خپلې دې تجربې لپاره له میتان او امونیګ ګازونو څخه کار اخیستی او ټول هغه ساینسپوهان چې ارمینیان د امینواسید پیل بولي، په یوه خوله دي چې په هغه وخت کې د میتان او امونیګ ګازونه نه وو، له همدې امله د مېلر دا تجربه ناکامه او یواځې د یوې دوکې په توګه کارول کېږي [3].
له امینو اسیډ څخه وروسته د پروتین مسئله ده، هره حجره له زرګونو پروتینونو څخه جوړه شوې وي، او پروتین لږترلږه له پینځوسو امینواسیډونو څخه جوړ وي، د پروتین د جوړښت لپاره په ځانګړي ترتیب سره د امینو اسیډ چمتو کول اړین دي، که چېرې امینو اسیډ بې ترتیبه وي په هېڅ صورت هم پروتین نه رامنځته کېږي او په ناڅاپي یا تصادفي بڼه د پروتین رامنځته کېدل هېڅ شوني نه دي. هر یو منځنی پروتین له (۲۸۸) امینو اسیډونو څخه رامنځته شوی وي، امینو اسیډونه بیا (۱۲) ډولونه لري، نو په تصادفي بڼه د پروتین د جوړېدو شونتیا او احتمال (۱۲۲۸۸) دی، چې تقریباله (۱۰۰۳۰۰) (له ۱ شمېرې سره چې ۳۰۰ صفرونه کېښودل شي) سره برابر دی، په دې ټولو امینو اسیډونو کې یو پروتین رامنځته کېږي [4].
[1] (Stephen C. Meyer) Signature in the cell, P: 10
[2] C. Meyer Stephen , Darwin’s Doubt: The Explosive Origin of Animal Life and the Case for Intelligent Design , p : 6
[3] آیا انسان د بیزو له نسله دی؟ ۱۰۲-۱۰۶.
[4] C. Meyer Stephen , Darwin’s Doubt: The Explosive Origin of Animal Life and the Case for Intelligent Design , p : 96
مشهور ارتقاء منونکی ساینسپوه هارولډ بلوم لیکي: د پولي پیټایډونو (یو ډول کوچني پروتین دی) په خپله رامنځته کېدل هېڅ امکان نه لري[1]. استاد لعلي لیکي: دا ناشونې ده چې امینو اسیډونه دې په خپله یوځای شي او پروتین دې جوړ کړي، او بیا په میلیونونو پروتین سره یوځای شي چې یوه حجره جوړه کړي، بله دا چې پروتینونه د حجرې د جوړېدو لپاره کافي نه دي، بلکې نور مواد لکه شحم، کاربوهایدرایت، نیوکلیک اسیډونه او کیمیاوي مواد لکه الکتولیت چې ټول په دقیق ډول په ګډه له یو بل سره کار کوي؛ د نیویارک پوهنتون د بیوشیمي استاد او د نیوکلیک اسیډونو متخصص (رابرټ شابیر) وایي: په احتمالي توګه په یوه باکتریا کې دوه زره پروتینونه موجود وي، او د یو انسان د بدن په حجرو کې تر ۲۰۰ زره پورې پروتینونه لیدل کېږي، یعنې ۱۰۴۰۰۰ (کله چې د ۱ شمېرې ته څلورزره صفرونه ورکړل شي)، په دومره ډېر شمېر سره د پروتینونو موجودیت انسان دې فکر او ګمان ته نه پرېږدي چې دا هر څه په تصادفي توګه رامنځته شوي وګڼي[2].
درېیم دلیل: ډي ان اې (DNA):
د جینیټکونو (Genetics) او نیوکلیایي اسیډونو (Nucleic Acids) ساینسي لاسته راوړنې د ارتقاء د نظریې او یا هم ډاروینېزم لپاره د تابوت حیثیت لري، کوم وخت چې ډاروین خپله نظریه وړاندې کوله نوموړي څیزونه نه وو کشف شوي، له همدې امله له نوموړو کشفیاتو وروسته ډېرو ډاروینېسټانو د ارتقاء له نظریې سره مخه ښه وکړه.
په (۱۹۵۳م) کال کې جیمیز واټسن او فرانسس کرک (DNA) کشف کړه چې لا تر اوسه یې هم په هکله څېړنې روانې دي او نوي معلومات ترې ترلاسه کېږي.
د هر انسان په بدن کې د شته میلیاردونو حجرو په مرکزي برخه (نیوکلیس) (Nucleus) کې ډي ان اې موجوده وي، په (DNA) کې د انساني بدن د ځانګړتیاوو، جوړښت او نورو بدني اوصافو په هکله بشپړ معلومات ځای پر ځای وي، نوموړي ټول معلومات د رمزي سیستم (Encoding System) بڼه لري، که په (DNA) کې ټولو شته جینیتیکي معلوماتو ته لیکلې بڼه ورکړل شي نو له درې میلیاردو تورو څخه به زیات شي؛ ارتقاء منونکي د (DNA) د دغو معلوماتو لپاره هېڅ ډول توجېه نشي وړاندې کولای. فرانس کرک چې په کلونو، کلونو یې په ارتقاء باور درلود د (DNA) له کشف څخه وروسته وایي: دا هېڅ شونې نه ده چې داسې پېچلي مالیکولونه دې په ناڅاپي ډول د ارتقاء له امله رامنځته شي. نوموړی زیاتوي: هر څوک که زما په څېر د (DNA) په هکله پوه شي نو هرو مرو به ووایي چې د ځمکې په سر ژوند یواځې او یواځې د یوې معجزې په بڼه پیل شوی دی[3].
(DNA) یواځې د انزایمونو په واسطه کولای شي چې دوه برابره شي، انزایمونه د پروتین له جملې څخه دي او له هغه کوډونو څخه جوړېږي چې د (DNA) په واسطه په (RNA) کې رامنځته کېږي. یعنې پروتین (DNA) او (RNA) پروتینونو ته اړتیا لري، که په دې دواړو کې یو هم نه وي نو دا لړۍ نه شي رامنځته کېدای. امریکایي ساینسپوه جاکوبسون په دې هکله وایي: د (RNA, DNA) او انزایمونو تر منځ دومره پېچلی مېکانېزم موجود دی چې موږ له مجبورۍ څخه دا خبره منو چې په دې کې د خدای لاس دی[4].
ډینټن اېم (Denton. M) وایي: که څوک دا مني چې (DNA) په تصادفي ډول رامنځته کېږي نو دا له عقل سره ظلم دی[5].
[1] Bird, W. R. the origin of species revisited, Voll: 2
[2] Texley, J. and R. Shapiro (1986). A skeptic’s guide to the creation of life on Earth, JSTOR
[3] Crick, F. 1981. Life itself: its origin and nature. P: 1
[4] Jacobson, H. (1995). Information, reproduction and the origin of life. American scientist 43 (1): 119-127.
[5] Denton, M, and R. Scott (1986). Evolution a theory in crisis, P: 351
آیا انسان د بیزو له نسله دی؟ مخـ ۸۵-۸۶.
لنډه دا چې د ارتقاء نظریه د مالیکولونو په سطحه عاجزه او ناتوانه ده او نشي کولای چې په دې موضوعاتو رڼا واچوي، په علومو کې پرمختګ له دې امله چې یادو پوښتنو ته ځواب پیدا کړي بلکې موضوع لا هم پېچلې کوي.
اوسمهال په نړۍ کې ډېر ساینسپوهان د (DNA) پېچلتیا ته په کتو په دې خبرې موافق دي چې دا له یو خالق پرته بله هېڅ توجېه نه لري، همدا لامل شو چې په (۲۰۰۷م) کال کې نړیوال ملحد فلسفي او ساینسپوه انټونی فلیو په خدای ایمان راوړ، د نوموړي د ایمان راوړلو له لاملونو څخه یو هم (DNA) وو، یعنې نوموړي په (DNA) کې فکر وکړ او پای دې ته اړ شو چې یو خالق ومني، د (DNA) په هکله یې د خپل کتاب (There is a God) په ۷۸ مخ کې ژور بحث هم کړی.
څلورم دلیل- فوسیلونه:
فوسیلونه د ژوندیو موجوداتو د بدن هغه کلک جوړښتونه دي چې د میلیونونو کلونو په تېرېدو سره هم د ډبرو او نورو کلکو اجسامو په څېر پاتې کېږي، یعنې کوم ژوندي موجودات چې مړه شي نو د میلیونونو کلونو له تېرېدو وروسته یې هم آثار په ځمکه پاتې کېږي، چې یا یې هډوکي وي او یا په کلکو اجسامو کې د هغو چاپونه او نخښې، کله چې موږ د ارتقاء په نظریه غږېږو نو د فوسیلونو بحث هم خورا اړین دی، ډېر هغه دلائل چې د ارتقاء د نظریې په ملاتړ باندې ویل کېږي په پای کې همغه دلائل په خپله د ارتقاء په خلاف ثابتېږي، یعنې د وخت په تېرېدو سره د همدې دلائلو پر مټ ارتقاء ناسمه ثابتېږي.
د ډاروینېسټانو په اند په حقیقت کې د حیواناتو یو ډول له بل ډول څخه ارتقاء کړې ده، د بېلګې په ډول د وچې حیواناتو له کبانو څخه ارتقاء کړې او… دلته پوښتنه دا پیدا کېږي چې دا ارتقاء په یو دم شوې او که په منځ کې یې ځینې نسلونه تېر شوي؟ یعنې کب په یو دم له اوبو څخه راووت او په وچه کې ترې بل حیوان جوړ شو او په ځمکه یې ژوند پیل کړ او که لومړی کب وو، ورپسې د اوبو او وچې د حیوان تر منځ کوم بل حیوان ترې جوړ شو او په همدې توګه یې ارتقاء کوله تر څو چې په بشپړ ډول د وچې په حیوان واوښت؟ ډاروینېسټان دوهمه خبره مني، یعنې لومړی د اوبو حیوان وو، ورپسې یې ځینې نور پړاوونه تېر کړل او پای د وچې په حیوان بدل شو، دلته ددې خبرې د ثبوت لپاره ډاروینېسټان اړ دي چې د منځنیو کړیو ثبوتونه وړاندې کړي، خو تر اوسه هېڅ داسې کوم ثبوت نه دی ترلاسه شوی چې یاده نظریه تأیید کړي.
ارتقاء منونکي ساینسپوهان دوه کارونه کوي؛ لومړی دا چې هر کله دوی په ځمکه کې کوم فوسیل پیدا کړي نو هڅه یې دا وي چې د کوم حیوان منځنۍ کړۍ پرې ثابته کړي او بل دا چې د جعلي کړیو د پیدا کولو او جوړولو هڅې کوي. په تېرو (۱۵۰) کلونو کې په سلګونو داسې فوسیلونه پیدا شول چې دوی به خلکو ته د یو حیوان د منځنۍ کړۍ په توګه ورپېژندل، خو د وخت په تېرېدو به چې کله نورې څېړنې وشوې معلومه به شوه چې دا فوسیل په حقیقت کې د یو داسې حیوان ده چې اوس هم په ځمکه کې شته، د بېلګې په ډول کولاکانت کب (Coelacanth Fish) به ارتقاء منونکو د اوبو او وچې د حیواناتو تر منځ منځنۍ کړۍ بلله او ویل به یې چې د نوموړي حیوان نسل (۷۰) میلیونه کاله وړاندې له منځه تللی، خو حیرانوونکې بیا دا وه چې په (۱۹۳۸م) کال کې د هند په یوه سمندر کې همدا کب وموندل شو او تر اوسه پورې له (۲۰۰) څخه ډېر موندل شوي دي[1]، او ډاروینېسټان په خپله ادعا کې پاتې راغلل.
د ارتقاء د نظریې بله ستره ناکامي د انسان او بیزوګانو د فوسیلونو په تړاو په ډاګه شوه، که چېرې انسان له بیزو څخه ارتقاء کړې وي نو هرومرو به ددې دواړو (انسان او بیزو) تر منځ منځنۍ کړۍ هم تېرې شوي وي، ځکه داسې خو دوی هم نه مني چې په یو دم بیزو په انسان اوښتې، د نوموړې ارتقاء په هکله چې کله له دوی
[1] https://api.nationalgeographic.com/distribution/public/amp/animals/fish/group/coelacanths
څخه دلیل وغوښتل شي نو دوی ځینې فوسیلونه په دلیل کې راوړي چې منځي فوسیلونه یې ګڼي، د انسان او بیزو تر منځ دا منځنۍ کړۍ په دې ډول دي:
۱ـ د سوېلي افریقا بیزوګانې (Australopithecine)؛
۲ـ وسائل کاروونکی انسان (Homo Habilis)؛
۳ـ نېغ درېدونکی انسان (Homo Erectus)؛
۴ـ عاقل او پوه انسان (Homo Sapiens).
کله چې د تکامل د نظریې پلویان وپوښتل شي چې څنګه له یوې بیزو څخه انسان جوړ شوی؟ نو ددې په ځواب کې د ساینسي ځواب پر ځای خیالي فرضیه وړاندې کوي، په داسې ډول چې وایي: په لومړیو کې بیزوګانو ژوند کاوه، چې د وخت په تېرېدو او له حالاتو سره د مطابقت په پار یې په تدریج سره بدلون وموند او (Australopithecine) ترې جوړ شول، وروسته ارتقاء په همدې ډول دوام وموند تر دې چې (Homo Habilis) ترې جوړ شو، یعنې همدې بیزو ګانو د انسانانو په څېر لږ لږ وسائل کارول پیل کړل، د نورې ارتقاء په کولو سره (Homo erectus) ترې جوړ شو، یعنې دا بیزوګانې به بیا د انسان په څېر درېدلی شوې او وسائل یې هم کارول، د ځینو ملحدو ژبپوهانو په اند خبرې کول هم له همدې کړۍ یا له هومو اېرکټس څخه پیل شوې یعنې په لومړي ځل همدوی خبرې وکړې، وروسته له هومواېرکټس څخه (Homo Sapiens) جوړ شو چې همدا اوسني او معاصر انسان دی، دا د تکامل یا ارتقاء د نظریې هغه فرضي کیسه ده، چې د انسان رامنځته کېدل او د انسان د نسل پیل یې ګڼي، خو کله چې له دوی څخه د بیزو او انسان تر منځ د منځینو کړیو یعنې (اسټرالوپیکس، هومو هوبلیس او هومواېرکټس) په اړه دلیل وغوښتل شي نو دوی یې په ځواب کې ځینې فوسیلونه وړاندې کوي چې په حقیقت کې هغه د بیزو ګانو فوسیلونه دي، ځکه په نړۍ کې له شپږزرو نه ډېر د بیزوګانو ډولونه او نسلونه تېر شوي، چې اوس یې یواځې یو سل او شل (۱۲۰) ډوله نسل پاتې او نور یې له منځه تللي.
د (Australopithecine) په اړه یو مشهور پروفیسور (Sully Zuckerman) وایي: (Australopithecine) له هغو بیزوګانو څخه دي چې نسل یې له منځه تللی، او په دوه پښو یې حرکت نه کاوه[1].
همدا راز په (۱۹۹۴م) کال کې چې امریکایي ساینسپوهانو د انټرپولوژي کومې څېړنې تر سره کړي دا ترې په ډاګه کېږي چې: وسائل کاروونکي بیزوګان یا (Homo Hobilis) انسانان نه بلکې د بیزوګانو یو ډول دی، امریکایي انټراپولوژیسټ د اسټرالوپیټکس، هومو هوبلیس، هومو اېرکټس او د هوموسیپین یا د عامو انسانانو غاښونه چې سره پرتله کړل دې پایلې ته ورسېدل چې لومړني دوه ډولونه یعنې اسټرالوپیټکس او هومو هوبلیس بیزوګان دي او نسل یې له منځه تللی، خو هومو اېرکټس او هومو سیپین دواړه انسانان دي[2].
تر اوسه چې کوم فوسیلونه پیدا شوي یا د انسان دي او یا هم د بیزوګانو له (۶۰۰۰) ډولونو څخه د یو ډول دي، چې همدا خبره د تکامل د نظریې د بطلان په دلائلو کې یو اړین او مهم دلیل دی؛ ډاروین په خپل کتاب (The origion of Species) کې وایي: که چېرې زما نظریه سمه وي نو د انسان او بیزو تر منځ به د منځنیو کړیو ډېر فوسیلونه پیدا شي. خو د تکامل د نظریې پلویانو له لسګونو کلونو هڅو وروسته هم داسې یو دلیل نه پیدا نکړ چې د ډاروین نظریه تأیید کړي، که چېرې انسان له بیزو څخه ارتقاء کړې وای نو باید په لکونو داسې فوسیلونه تر لاسه شوي وای خو برعکس تر اوسه یو هم نه دی ترلاسه شوی.
د فوسیلونو په تړاو ارتقاء منونکو د خپلې نظریې لپاره هېڅ تأییدي دلیل پیدا نه شو کړای، بلکې برعکس د انسانانو او حیواناتو داسې ډېر فوسیلونه پیدا شوي چې د دوی نظریه یې رد کړې.
[1] Zuckerman S.S. (1970) beyond the ivory tower, weidenfed and Nicolson.
آیا انسان د بیزو له نسله دی؟ ۳۳ مخ.[2]
مخکښ ارتقاء منونکی (پالینتولوژېست) لوئیس لیکي: په (۱۹۳۲م) کال کې د ویکټوریا بیکن د سیند په غاړه ځینې فوسیلونه پیدا شول چې په عصري هوښیارو انسانانو پورې اړه لري او عمر یې تر یو میلیون کالو پورې رسېږي او دا ترې څرګندېږي چې یاد انسانان د معاصرو انسانانو په څېر دي[1].
لوئیس په خپل دې کشف ډېر پښېمانه وو، لامل یې دا وو چې نوموړی پخپله ارتقاء منونکی وو او یاد کشف د ارتقاء لپاره د تندر په څېر وو، همدا راز په (۱۹۹۵م) کال په هسپانیه کې یو بل فوسیل کشف شو چې په یوولس کلن کوچني هلک پورې یې تړاو درلود، د نوموړي فوسیل عمر نږدې ۸۰ زره کاله وو او کټ مټ د معاصر انسان په څېر وو[2]. په حیواناتو کې هم په زرګونو داسې بېلګې شته چې په حیواناتو کې هم ارتقاء د یو تخیل په توګه ثابتوي، د بېلګې په ډول ساردین کبان (Sardine) له نن څخه ۵۰ میلیونه کاله وړاندې هم همدغه راز وو لکه اوس چې دي. سمندري چنګاښان، سپين پوستکي لرونکي کبان (Lates)، شاه ماهي، اغزي لرونکي کبان او دېته د ورته د نورو حیواناتو ۵۰ میلیونه کاله پخواني فوسیلونه کشف شوي چې په معاصر وخت کې هم په هماغه بڼه دي، همدا راز د زرو پښو لرونکو حیواناتو او د ګردو خولو لرونکو کبانو له نن څخه (۳۰۰) میلیونه کاله پخوا هم په اوسنۍ بڼه شتون درلود[3]. پای دا چې ارتقاء منونکي د فوسیلونو په برخه کې هم له ناکامۍ سره مخ دي.
په لویدیځ کې د تکامل نظریه
ارتقاء یا تکامل هغه نظریه ده چې معاصر ساینس په کره دلائلو او شواهدو ناسمه او باطله ثابته کړې خوو ماده پرستان او ملحدین یې لا هم خپله عقیده بولي او په وړاندې یې د هېڅ علمي دلیل منلو ته چمتو نه دي، دا خبره هغه وخت ډېره جوتېږي چې کله په خپله ټولنه کې د شته ملحدینو حالت وګورو، په افغانستان کې شاید هېڅ داسې ملحد هم پیدا نه شي چې هغه دې په خپله په فوسیلونو باندې څېړنه کړې وي، خو له دې سره، سره بیا هم په ارتقاء باور لري او په ټوله معنی یې منلو ته تیار دي؛ له همدې امله که چېرې یو ملحد ته د ارتقاء د نظریې د رد په تړاو هر څومره دلائل وویل شي دوی یې منلو ته چمتو نه دي او په خپل عناد ولاړ دي، حال دا چې مخاطب به یې په کره او دقیقو ساینسي دلائلو ولاړ بحث ورسره کوي.
همدا راز په معاصرو ښوونیزو نصابونو کې (هغه نصابونه چې په اسلامي هېوادونو کې تدریسېږي) تر ډېره د ارتقاء په هکله داسې درس ورکول کېږي چې ګویا د ارتقاء نظریه یو حقیقت دی، په داسې حال کې چې ددې نظریې د سموالي د اثبات لپاره تر اوسه هېڅ کره دلیل نشته؛ په لویدیځه نړۍ کې هم د ارتقاء نظریه په یو ډول جبر سره په خلکو منل کېږي، حال دا چې په سلګونو تر دوکتورا او (PHD) پورې رسېدلو ساینسپوهانو یې بطلان څرګند کړی ډاکټر جیري برګمن (DR. Jerry Bergman) د هغو ساینسپوهانو، څېړونکو او څېړنځایونو نوملړ خپور کړی چې د ارتقاء نظریه یې په خورا ډېرو دلائلو سره رد کړې د یادو ساینسپوهانو شمېر تر (۳۰۰۰) تنو پورې رسېږي[4].
هر څوک کولای شي چې څېړنه وکړي او د یو څیز په هکله خپل اند وړاندې کړي په ځانګړې توګه په ساینسي ډګر کې بیا دا خبره ډېره عامه ده چې هر څوک یو نظر وړاندې کولای شي خو د هر چا د نظر د سموالي او ناسموالي په هکله پرېکړه راتلونکي ته پرېښودل کېږي، په همدې اساس په سلګونو داسې ساینسي نظریې وړاندې شوي چې وروسته د نورو ساینسپوهانو له لوري رد شوي دي. د حیرانتیا خبره دا ده چې که په لویدیځ کې کوم ساینسپوه د ارتقاء په خلاف څېړنه کړې او د خپلې څېړنې پایلې خپرې کړي له بېلابېلو ګواښونو او ستونزو سره مخ کېږي، د بېلګې په ډول:
[1] Leakey, L.S.B. (1974), by the evidence: Memories, 1932-1951.
آیا انسان د بیزو له نسله دی؟ ۴۶ مخ.[2]
[3] آیا انسان د بیزو له نسله دی؟ ۱۴۰-۱۵۰ مخ.
[4] Https://www.rea.org/essay.links/darwinskeptics/