لیکوال: ابو رائف

 

استعمار (څوارلسمه برخه)

پر افغانستان د امریکې د برید پیل
د امریکې متحده ایالتونو د سپټمبر یوولسمې تر پیښې وروسته، د تور ګوته د القاعدې لوري ته  ونیوله او اسلامي امارت یې تر فشار لاندې راوست ترڅو اسامه بن لادن او نور عرب مجاهدین چې افغانستان ته یې پناه راوړې وه هغوی ته ور تسلیم کړي، اسلامي امارت په لویه ازموینه کې راګیر و، له یوه اړخه پر هیواد د امریکې د برید ګواښ موجود و او له بله اړخه د مسلمانو مجاهدینو سپارل کفري هیواد ته، د اسلامي لارښوونو او افغاني دود او غیرت خلاف عمل بلل کیده؛ له دې امله، اسلامي امارت په کابل کې د علماوو او د فکر او نظر خاوندانو لویه غونډه په لاره واچوله او له هغوی څخه یې د پیښ شوو شرایطو په اړه د نظر او سلا غوښتنه وکړه، د پیښې تر څو ورځو څیړنو او بررسۍ وروسته، علماوو خپله وروستۍ پریکړه وکړه او له امریکې یې وغوښتل چې پر افغانستان برید ونکړي او له اسلامي امارت څخه یې هم وغوښتل چې په سوله ییزه توګه د قضیې د حل لپاره ګړندي ګامونه پورته کړي او فتوا یې ورکړه چې پر افغانستان باندې د امریکې د برید په صورت کې، د نوموړي هیواد پر وړاندې جهاد «فرض عین» دې.
په دې حال، امریکې پر افغانستان د یرغل کولو تابیاوې نیولې وې او خپل ټول تمرکز او پام یې د جګړې پیل او نظامي لارو چارو ته اړولی و او حتی له ناټو غړو او د سیمو هیوادونو څخه یې عملي او استخباراتي مرسته ترلاسه کوله او ډیر قومي مخور، اورپکي، جګړه ماران او کورني جریانونه یې هم د اجیر په توګه ګمارلي ول.
بلآخره په ۲۰۰۱ زیږدیز کال د اکتوبر په ۷ نیټه چې د هجري لمریز کال د تلې د ۱۵ نیټې سره برابره وه، امریکې پر افغانستان برید وکړ؛ د برید په لومړۍ شپه کې امریکایانو د کروز توغندیو او بمب غورځوونکو او پر مختللو جګړه ییزو الوتکو په مټ ۳۱ بیلابیل هدفونه یې په مختلفو سیمو او ولایتونو کې په نښه کړل، لومړنی برید د کندهار پر هوایي ډګر او هوایي ضد سیسټم تر سره شو چې ځاني تلفات یې نلرل، بیا د اسلامي امارت د زعیم ملا محمد عمر مجاهد پر کور برید وشو چې د کورنۍ ځیني غړي یې پکې شهیدان شول؛ په همدې ترتیب، د امریکې بریدونو زور واخیست او بیلا بیل بریښنایي، راداري، جنګي او دفاعي کرښې او ملي او ټول ګټي بنسټونه یې زیانمن او له منځه یووړل.
د مجاهدینو د وژلو او له منځه وړلو لپاره یې له شیمیایي بمونو څخه کار اخیستل؛ همدغه موضوع باعث شوه چې سوکه سوکه مجاهدین له ښارونو او ولایتونو څخه شاتګ ته اړ شي او له جبهه یي او  مخامخ جګړې څخه چریکي جګړې ته مخ کړي، د شاتګ پر مهال، د افغانستان ملت او مجاهدینو د جهاد په زړه پورې او له سیالیو څخه ډکې صحنې نندارې ته وړاندې کړې او هم د اجیرانو او د امریکا ګوډاګیو جنرالانو خیانت ښکاره شو او ډیری مجاهدین د اجیرانو په خیانت، بې رحمۍ او قساوت سره په شهادت ورسیدل.
له ولایتونو څخه د مجاهدینو د شاتګ پیلیدل
په لومړیو کې مجاهدین د مزار شریف، شبرغان او نورو شمالي ښارونو څخه ووتل؛ وروسته له هرات، کابل، جلال آباد، غزنی، ګردیز او نورو ښارونو څخه شاتګ وکړ؛ وروسته له څو اونیو، یوازې کندز او د کندهار ولایت مرکزي سیمې د اسلامي امارت په کنټرول کې پاتې وې.
په کندوز کې په زرګونو مجاهدین نیول شوي و او امریکایي الوتکو له هوا څخه پر هغوی بمونه اورول او له ځمکې هم د امریکې ملګرو او ګوډاګیو ځواکونو چې د امریکایي اشغالګرو جنرالانو تر امر او فرمان لاندې ول، پر هغوی بریدونه کول؛ دغو بریدونو د مجاهدینو تر څنګ د کندوز عام ولس ته هم درانه زیانونه واړول او همدغه موضوع سبب شوه ترڅو مجاهدین د امریکایانو اجیر جنرال دوستم سره مذاکره وکړي، هغه او د هغه وخت نورو مخالفینو مجاهدینو ته تعهد وسپارل شو او ژمنه یې ورسره  وکړه چې که مجاهدین خپله وسله پر ځمکه کښیږدي، هغوی به روغ او رمټ خپلو کورنو ته ولیږي، اما هغوی خیانت او غدر وکړ او مجاهدین یې په تړلو کانټینرونو کې حبس کړل، چې ډیر یې شهیدان شول او یو شمېر یې چې ژوندي پاتې شوي و هغوی یې هم ووژل او یا په ویروونکو زندانونو کې واچول شول.
په کندهار کې هم مجاهدینو ‌ډیره موده د اشغالګرانو په وړاندې مقاومت وکړ، اما کله چې د ټول ښار د زیانمنیدو او ورانیدو خطر رامنځته شو، مجاهدینو شاتګ وکړ؛ د دې جګړې مشري او قومانداني د ملا محمد عمر مجاهد پر غاړه وه او نوموړی وروستی کس و چې کندهار یې پریښود او زابل ولایت ته ولاړ او د خپل مړینې تر شیبو په همغه سیمه کې پر جهادي فعالیتونو بوخت و.
په دې ترتیب، امریکې او د هغې لاسپوڅو د افغانستان ټول ښارونه اشغال کړل او د امریکې د وخت دفاع وزیر «ډونالډ رامسفلډ» خپله بریا اعلان کړه؛ د امریکې له لوري د افغانستان تر بشپړ اشغال وروسته، د دوی لاسپوڅي او اجیران سره را غونډ شول او هر یو لوړې څوکۍ او منصب ته د رسیدو او د افغانستان په سیاسي راتلونکې کې د ډیرې ونډې لرلو په پار، خپل ځانونه هغوی ته ریښتیني او مخلص نوکران معرفي کول.
په همدې علت، د افغانستان د سیاسي راتلونکي او د حکومت د ډول او څرنګوالي په تړاو د پریکړو لپاره د یو لوی کنفرانس د جوړولو زمینه برابره شوه او د المان په بن ښار کې، ټول سیاسیون او کورني اجیران سره را ټول شول او د امریکې د غوښتنې او خوښې حکومت یې تصویب کړ.
د بن ناسته او د افغانستان اشغال ته مشروعیت ورکول
د ۲۰۰۱ زیږدیز کال د ډسمبر په میاشت کې تر نهو ورځو بحثونو او خبرو اترو وروسته، د کنفرانس ګډونوالو هوکړه وکړه چې نړیوال ځواکونه دې په افغانستان کې پاتې شي او د ګوډاګي دولت د اجیرو ځواکونو په روزنه، تجهیز او تعلیم کې دې اخته شي، په افغانستان کې د هغوی د پاتې کیدو لپاره زماني محدودیت و نه ټاکل شو بلکه هغه یې د افغانستان په اړتیا پورې وتړله؛ نوی حکومت یې د «حامد کرزي» په لنډ مهال ریاست تائید کړ چې د دیرش کسیزې کابینې لرونکی و او دغه څوکۍ او منصبونه د جنګسالارانو او جهادي مشرانو په منځ کې چې ځانونه یې د افغانستان د قومونو استاذې بلل، وویشل شوې.
ګډونوالو په ډاګه څرګنده کړه چې راتلونکی حکومت به د «ډیموکراسۍ» او «ټولنیز پلورالیزم» پر بنسټ وي؛ ټولنیزې ازادۍ او د بشر حقونه یې په غربي ډول او د اسلامي لارښوونو پر خلاف تصویب کړل؛ د اخلاقي مفاسدو د خپرولو لپاره چې د غربي ټولنې موخه وه، د «ښځو چارو وزارت» او د «امن کورونه» او د ښځو د حقونو موضوع  مطرح او تصویب کړل؛ د ملګرو ملتونو له سازمان څخه یې غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو په شتون او پاتې کیدو هوکړه وکړي؛ د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان ته اجازه ورکړل شوه چې د بشر حقونو د نقض او ماتولو په صورت کې، په خپله خوښه او د خپلې تګلارې له مخې لاسوهنه وکړي او هغه موارد و څیړي.
دغه کنفرانس، د افغانستان پر ټولو سیاسي او نظامي چارو سیوری غوړولی و او ټول اداري، قضائي، عدلي، دفاعي او ټولنیز سیسټمونه د غربي او نړیوالې بیلګې او نمونې پر بنسټ تنظیم شوي و؛ ګډونوالو په دې کنفرانس کې د خپل اند او ګمان له مخې، خپلې حکومتولۍ ته لاره هواره کړې وه او دغه ناسته او پایلې یې د افغانستان د سیاسي کړکیچ او کشالې پای بلل؛ اما د وخت تیریدل او اداري، اخلاقي، سیاسي او ټولنیزو فسادونو او هم د ګوډاګي حکومت د فاسدو رهبرانو او مشرانو سیاسي شخړې او ناندرۍ، دغه واقعیت روښانه او ښکاره کړ چې د بن کنفرانس او پایلې یې هیڅکله بریالۍ نه وې.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version