ليکوال: محمد الافغانی

 

د ریښتیني مسلمان ځانګړنې (لومړۍ برخه)

1- اخلاص
اخلاص په لغت کي د سوچه کرځولو معنی لري او په اسلامي شريعت او قرآني فرهنګ کې اخلاص؛ د الله (جل جلاله) د رضا او خوښې سره سم د ژوند پلان [په داسې ډول] پلي کولو ته وایې چې په ټاکلو کې یې د هيچا، حتی د چا نفسي خواهشات د خل ونه لري.
د انسان د ژوند پلانونه په دوو برخو ویشل شوي دي:
1- هغه پلانونه چې انسان د خپل فطرت له مخې مجبوره ده ترسره یې کړي لکه خوراک، خوب او هغه کارونه چې د ژوند او بقا د اسباب برابرولو لپاره یې سرته رسوي.
2- هغه پلانونه چې انسان د يو هوښيار او مسؤول مخلوق په حيث د عملي کولو مسووليت یې  په غاړه لري لکه لمونځ، روژه، په نيکیو امر، له بديو منع، نصيحت او داسې نور.
کله چې په عمل کې د اخلاص خبره منځ ته رازي، نو معنی یې داده چې په عمل کې د خدای تعالی لپاره د نیت خالصول دي. داسې چې انسان د یو عاقل، مسؤول او مکلف په توګه دنده لري ترسره یې کړي. په دې اړه قرآن کریم وايي: «وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِیعْبُدُوا اللهَ مُخْلِصِینَ لَهُ الدِّینَ حُنَفَاءَ» [بینه:5]
(او دوی ته پرته له دې چې د خدای تعالی عبادت وکړي او د هغه لپاره دین پاک کړي [خالص وګرزوي] په داسې حال کې چې توحید ته اړول شوي وي [مائل شوي وي] په بل څه امر نه دي شوي). مطلب دا چې د ژوند طریقه باید د الله (جل جلاله) لپاره ځانګړې وي او بل هیڅ شی باید د انسان د ژوند په ټاکلو کې رول ونلري. د انسان په وجود کې اخلاص یو قوي او ټینګ ملاتړ دی چې د حق او لارښونې په لاره کې د هغه ثبات تضمینوي. خو كه د خداى له رضا پرته بله انګيزه انسان دې ته چمتو كړي چې د ژوند لاره غوره كړي، نو كېداى شي چې د دې خطرناکې او تيارې لارې په اوږدو كې په غلطه لاره وګرځي او تر بشپړې تباهۍ پورې به د خپلې بې لارېتوب احساس هم ونه كړي. الله تعالی فرمایي چې د اخرت په ورځ به ټول ګمراهان پوه شي چې دوی په ژوند کې په غلطه لاره تللي دي! مګر د هغه وخت یاد، هیڅ ستونزه نه حلوي: «یوْمَئِذٍ یتَذَكَّرُ الْإِنْسَانُ وَأَنَّى لَهُ الذِّكْرَى» [فجر:23]
(دا هغه ورځ ده چې انسان پند واخلې [خو] چیرته به هغه لره د پند اخیستلو ځای وي) پداسې حال کې چې ټول لار ورکي خلک تر هغه چې دوی په دنیا کي و، فکر کاوو چې په سمه لاره روان دي: «قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالْأَخْسَرِینَ أَعْمَالًا * الَّذِینَ ضَلَّ سَعْیهُمْ فِی الْحَیاةِ الدُّنْیا وَهُمْ یحْسَبُونَ أَنَّهُمْ یحْسِنُونَ صُنْعًا» [كهف:103-104]
(ورته ووايه چې زه تاسي په تر ټولو زیانمن خلک خبر کړم؟! دوی هغه دي چې په دنيايي ژوند کې يې هلې ځلې ضايع شوې او ګمان کوي ​​چې ښه کارونه کوي) دلته د دې ټکي یادول اړینه ده چې په کارونو کي اخلاص باید، د هغه په اړه د خدای تعالی د حکم له پېژندني مسبوق او وروسته وي. يعنې په هر هغه څه کې چې انسان د ژوند لپاره ترسره کوي؛ لکه اعتقادات، عبادات، اخلاقیات او داسې نور، مخکې له دې چې عمل پيل کړي، بايد په دې اړه د خداى تعالی له حکم او پرېکړې څخه ځان خبر او ډاډه کړي؛ ځکه که د کوم کار په اړه د خدای تعالی حکم منفي وي، نو د انسان ښه نیت به هغه کار په مثبته پایله وانړوي.
له قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له صحیحو احادیثو څخه دا جوته کیږي چې د بندګانو په عمل کې اخلاص په لاندې مواردو کې ډیر مهم دی:
1- اعتقادات: اخلاص په دې اړخ کې د بنده شخصيت تر نورو ټولو ابعادو او اړخونو لوړ دی. ځکه که کوم بنده په خپله عقيده کې له الله تعالی پرته د بل چا رضا په نظر کې ونيسي، نو هيڅکله مؤمن نه بلل کېږي! د بېلګي په توګه که يو څوک د خپل دوست د رضا په خاطر ووايې چې خداى تعالی یو دی، محمد (صلی الله علیه وسلم) د هغه پیغمبر دی، قرآن د خدای تعالی کتاب دی او …، مؤمن نه ګڼل کیږي.
2- عبادات: د عباداتو په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو کي دې ته اشاره شوې ده چې که د عبادت موخه او انګېزه د خدای تعالی رضا حاصلول او د آخرت اجر او ثواب ترلاسه کول نه وي، نه داچې اجر او ثواب نه لري، بلکې له لویو ګناهونو څخه شمېرل کیږي. لکه څنګه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه مشهور حدیث کې راغلي دي: «إِنَّ أَوَّلَ النَّاسِ یقْضَى یوْمَ الْقِیامَةِ عَلَیهِ رَجُلٌ اسْتُشْهِدَ فَأُتِىَ بِهِ فَعَرَّفَهُ نِعَمَهُ فَعَرَفَهَا قَالَ فَمَا عَمِلْتَ فِیهَا قَالَ قَاتَلْتُ فِیكَ حَتَّى اسْتُشْهِدْتُ. قَالَ كَذَبْتَ وَلَكِنَّكَ قَاتَلْتَ لأَنْ یقَالَ جَرِىءٌ. فَقَدْ قِیلَ. ثُمَّ أُمِرَ بِهِ فَسُحِبَ عَلَى وَجْهِهِ حَتَّى أُلْقِىَ فِى النَّارِ وَرَجُلٌ تَعَلَّمَ الْعِلْمَ وَعَلَّمَهُ وَقَرَأَ الْقُرْآنَ فَأُتِىَ بِهِ فَعَرَّفَهُ نِعَمَهُ فَعَرَفَهَا قَالَ فَمَا عَمِلْتَ فِیهَا قَالَ تَعَلَّمْتُ الْعِلْمَ وَعَلَّمْتُهُ وَقَرَأْتُ فِیكَ الْقُرْآنَ. قَالَ كَذَبْتَ وَلَكِنَّكَ تَعَلَّمْتَ الْعِلْمَ لِیقَالَ عَالِمٌ. وَقَرَأْتَ الْقُرْآنَ لِیقَالَ هُوَ قَارِئٌ. فَقَدْ قِیلَ ثُمَّ أُمِرَ بِهِ فَسُحِبَ عَلَى وَجْهِهِ حَتَّى أُلْقِىَ فِى النَّارِ. وَرَجُلٌ وَسَّعَ اللَّهُ عَلَیهِ وَأَعْطَاهُ مِنْ أَصْنَافِ الْمَالِ كُلِّهِ فَأُتِىَ بِهِ فَعَرَّفَهُ نِعَمَهُ فَعَرَفَهَا قَالَ فَمَا عَمِلْتَ فِیهَا قَالَ مَا تَرَكْتُ مِنْ سَبِیلٍ تُحِبُّ أَنْ ینْفَقَ فِیهَا إِلاَّ أَنْفَقْتُ فِیهَا لَكَ قَالَ كَذَبْتَ وَلَكِنَّكَ فَعَلْتَ لِیقَالَ هُوَ جَوَادٌ. فَقَدْ قِیلَ ثُمَّ أُمِرَ بِهِ فَسُحِبَ عَلَى وَجْهِهِ ثُمَّ أُلْقِىَ فِى النَّارِ».
(د قيامت په ورځ په تر ټولو لومړي کسان چې پرېکړه صورت مومي، هغه څوک دی چي شهيد شوى وي؛ هغه به راوړل شي او خداى به هغه ته هغه نعمتونه ورياد کړي چې پرې لورولي دي، هغه به يې هم قبول کړي، بيا به الله تعالى فرمايي. د دې نعمتونو په مقابل کې تا څه کړي دي، هغه به وایي: ای خدایه! زه ستا په لار کې د شهادت تر پولې وجنګېدم، خدای تعالی فرمایي چې ته دروغ وایې! تا جګړه وکړه چې خلک ووایي: دا سړی زړور دی. دا (ستا په باره کې) وویل شول، بیا امر کیږي چې پړمخې په کشولو کشولو سره دوزخ ته وغورځول شي. بل به هغه څوک چې علم او قرآن یې زده کړی وي او نورو ته یې هم ور زده کړی وي راوستل شي او خدای تعالی د هغو نعمتونو یادونه کوي چې پرې لورولي دي او هغه یې هم قبولوي، نو خدای تعالی به ووایې: د دې نعمتونو په مقابل کې تا څه وکړل؟ په ځواب کې يې وايي چې ما علم زده کړل او نورو ته مې ورزده کړل او ستا د رضا لپاره مې قرآن زده کړ او نورو ته مي ورزده کړل. الله جل جلاله فرمايي: دروغ وايي! علم دې زده کړ چې وويل شي فلاني عالم دی او قرآن دې زده کړل چې خلک ووايي فلاني قاري دی. [دا خبرې ستا په اړه ویل شوې دې]. بیا به امر کیږي چې پړمخي په کشولو کشولو سره دوزخ ته وغورځول شي. یو بل سړی راوړل کیږي چې په ډول ډول ډیرو مالونو نازول شوی وي. الله تعالی خپل نعمتونه وریادوي چې ورته ورکړي دي او هغه یې هم قبلوي. بیا الله تعالی فرمايي: د دې نعمتونو شکر دې څنګه پرځای کړل؟ هغه وايي: هیڅ داسې لار نشته چې ته خوښوې مال پرې ولګول شي مګر دا چې ما خپل مال ستا د رضا لپاره په هغه لاره کې مصرف کړی دی، الله تعالی وایي: ته دروغ وایې! دا کارونه دي د دې لپاره وکړل چې وویل شي ته سخي یې او دا خبره ستا په باره کې په دنیا کې ویل شوې وه، بیا حکم کېږي چې په کشولو کشولو سره پړمخې دوزخ ته وغځول شي.
داچې الله تعالی د پورتنیو اشخاصو عبادت نه قبلوي، لامل یې دا دی چې د دوی ناخالص عملونه هغه اهداف او موخې نه پوره کوي چې الله تعالی خپل بندګان د هغو د تحقق او ترسره کولو لپاره مامور کړي دي. بلکې له اخلاصه خالي عملونه برعکسه پایلې لري.
د بېلګې په توګه، هغه وخت الله تعالی د مجاهد هلې ځلې د نیک عمل په توګه مني چي یوازې د الله تعالی د رضا لپاره جګړه وکړي نو هغه ته اجر ورکوي او طبیعي ده چي په دې حالت کې مجاهد له الهي ثواب پرته د بل څه فکر نه کوي او د جهاد په پړاوونو کې هڅه کوي چې د الله (جل جلاله) له مقرر شویو مقرراتو څخه سرغړونه ونه کړي، خو که له کفارو سره په جګړه کې د انسان هدف واک او شتمني او یا د نوم او شهرت ترلاسه کول وي، نو تل خپل منزل ته د رسېدو په فکر کې وي او ښايي د الله تعالی د شریعت اصول او احکام د هغه دنیاوي موخو د رسېدو لپاره تر پښو لاندې کړي چي په نظر کي یي لري او يقيناً په داسې حالت کې به د هغه د مبارزې پايله د الله د دين حاکميت نه وي، بلکې واک ته د ده رسېدل، د مال لاسته راوړل، له صحنې څخه د نورو لرې کول او فتنې او فساد ته لمن وهل وي. د دین پوهه یو له سترو فضیلتونو څخه دی چې انسان یې په دنیاوي ژوند کې ترلاسه کولای شي. د قرآن په ایتونو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو کې علم د الله تعالی او د هغه د صفاتو د پېژندلو او نورو ته د ورپېژندلو تر ټولو ستره وسیله ګڼل شوې ده چي که د الله تعالی د رضا لپاره زده کړل شي نو د خدای تعالی د سم معرفت لامل به شي او د خدای تعالی په پېژندلو کې به ترې کار واخیستل شي. خو که د دين علم د دنيا د مال برابرولو او يا د دنيا د مقام حاصلولو په نيت زده کړل شي، نو د دين د تخریب تر ټولو پياوړې وسيله ګرځېدلای شي.
قرانکریم او د دینونو تاریخ په واضحه توګه بیانوي چې آسماني دینونه او د پیغمبرانو تعلیمات او ښوونې د لومړي ځل لپاره د خپل امت د نامخلصو علماو لخوا تخریب او تحریف شوي دي او دا سوء علما وو چې د خرافاتو، بدعتونو او ډول ډول تأویلاتو په زياتولو سره يې دين د خپلو نفسي خواهشاتو او شهواني تمایلاتو له مخې جوړ او وړاندې کړي او د الله جل جلاله له سپيڅلي قانون څخه بده څېره ښکاره کړي دي.
همدارنګه که صدقه د الله تعالی د رضا حاصلولو لپاره وي نو د مسکینانو ډېرې ستونزې حل کولای شي، خو که د خلکو د ستاینې د لاسته راوړلو لپاره وي، نه دا چې ستونزه به حل نکړي، بلکې په ټولنه کې د اړو خلکو شته ستونزو ته لسګونه نوي غوټي به ور زیاتې کړي.
لکه څنګه چې نن سبا ګورو چې په اسلامي ټولنه کې د خدای په نوم او د خدای د رضا په لاره کې د خیرات په نوم ډیرې پیسې لګول کیږي، خو اکثره د غریبانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یوه روپۍ هم نه لګیږي، بلکې دا ډول کړنې د ناسمې سیالۍ، ځان ښودنو او سیاسي ناوړو ګټو او نورو دنیوي ګټو لاسته راوړلو لپاره د وسېلي په توګه کارول کېږي.
3- اخلاقیات: د ښه اخلاق درلودل د قرآن په آيتونو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ارشاداتو کې په داسې ډول بيان شوي دي چې د قيامت په ورځ د مؤمن د نيکیو په تله کي تر ټولو دروند وزن لري. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «إن أثقل ما وضع فی میزان المؤمن یوم القیامة خلق حسن»
(پرته له شکه، تر ټولو درنه شی چې د قیامت په ورځ د مؤمن د نیکیو په تله کي به کېښودل شي، ښه اخلاق دی) که د یو بنده اخلاق د خدای لپاره ښه وي، د هغه شاوخوا ټول خلک د هغه د اخلاقو له ښو اغیزو څخه ګټه پورته کولی شي، مګر که څوک د خدای له رضا پرته په بل هدف سره اخلاقي فضایل رعایت کړي، طبیعي ده چې هرکله دا انګیزه او علت له منځه لاړشي، نو د ښو اخلاقو څرک به و نه لګېږي.
د خدای تعالی پیغمبران د دې لپاره راغلي چې خلک په یو خدای باندې له ایمان او عقیدې وروسته اخلاص ته بلنه ورکړي ترڅو د خدای په ځمکه کې د فتنې او فساد ځای، سوله او صمیمیت ونیسي او د خدای بندګان د وژونکو وسلو په جوړولو کې د وخت مصرف کولو پرځای، د سوکالۍ او پرمختګ په لور تګ او د ځمکې د ابادولو او د خلکو د هوساینې او آرامۍ په اړه فکر وکړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل نبوت په 23 کلنه موده کې د خپلو اصحابو په روح او روان کې د اخلاص پیدا کولو لپاره ډېرې هڅې وکړې تر دې چې بالاخره په دې بریالی شو چې هغوی د خدای تعالی د دین د معرفي کولو او وړاندې کولو لپاره کامله بېلګه جوړه کړي. الله تعالی دوی ته په خطاب کولو سره فرمايي: فَإِنْ آمَنُوا بِمِثْلِ مَا آمَنتُمْ بِهِ فَقَدْ اهْتَدَوا وَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنَّمَا هُمْ فِی شِقَاقٍ فَسَیكْفِیكَهُمْ اللَّهُ وَهُوَ السَّمِیعُ الْعَلِیمُ [بقره:137]
بيا كه هغوى هماغسې ايمان راوړ لكه چي تاسي راوړيدى، نو سمه لار یې وموندله؛ او كه له هغه څخه مخ واړوي، نو څرګنده خبره ده چي هغوى په څيلي توب (شقاوت) کښي نښتي دي. له دې امله ډاډه اوسئ چي د هغو په مقابل کښي الله ستاسي د ملاتړ لپاره كافي دى. الله هر څه اوري او په ټولو شيانو پوهیږي.
له همدې امله اخلاص چې له ايمان وروسته د رسول الله (صلى الله عليه و سلم) د صحابه کرامو تر ټولو ستر صفت و او له بده مرغه د مسلمانانو په راتلونکو نسلونو کې د کمېدو په حال کې دى، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رښتیني پیروانو د پېژندنې يو له دقيقو معيارونو څخه دى؛ ځکه چې که د بنده په وجود کې اخلاص نه وي، نه به د خدای د دين د خدمت په لاره کې يو ګام پورته کړي او نه به د خدای تعالى د دين ښه نمايندګي وکولای شي، بلکې د ده ټول کارونه او کړنې چې ښايي په ډېرو مواردو کې يې مذهبي رنګ اخيستی وي، دين ته زيان ورسوي او ډېر ورانکاري یې دين ته منسوب شي.

۱ څرگندون

Leave A Reply

Exit mobile version