لیکوال: "ابوعائشه"
ماډرنسټان ډیرې موخې لري. په كتابونو كې د تحقيق او څيړنې له لارې څرګنديږي چې دوى په ډېرو مواردو كې د اسلامي امت له علماوو سره اختلاف لري؛ خو د دغې ډلې تر ټولو مهم هدف دا دی چې اسلامي هېوادونه د لوېدیځو هېوادونو په شان د بدلون په لور حرکت وکړي. له همدې امله دوی اسلامي احکامو ته لکه: په غیبو باندې ایمان، سود او داسې نورو مسایلو ته ځانګړې توجه نه کوي، او دغه شيان د اسلامي امت د وروسته پاتې والي لاملونه ګڼي او عقلانیت د اصلي معیار په توګه مني. لکه څنګه چې مخکې وویل شول، د دې ډلې ټول اعتقادات او اعمال د عقل پر بنسټ دي، او عقل د دوی لپاره خورا مهم دی. له همدې کبله ډېری دیني مسایل چې له عقل سره مطابقت نه لري د دوی په اند د منلو وړ نه دي.
په عربي هیوادونو کې ځینې لوی لیکوالان وموندل شول چې نظرونه یې د عصري پلويانو سره ورته وو، لکه: شیخ محمد عبده، شیخ محمد رشيد رضا، قاسم امین، په ځانګړې توګه د ښځو د حجاب په اړه، علي عبدالرازق، محمد فتحي عثمان، امين خولي، محمود شرقاوي، شيخ عبدالله العلايلي؛ او په غیر عربو هیوادونو کې سید احمد خان او د هغه شاګردان.
پایله
Previous Articleد جنازې لمونځ؛ روزنيز او ټولنیز ټکي يې (دوهمه برخه)
Next Article په اسلام کې د ښځې مقام (څلورویشتمه برخه)