لیکواله: "ام عایشه"

په اسلام کې د ښځې مقام (څلورویشتمه برخه)

 د احادیثو روایت
 د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت او ژوند یوه برخه موږ ته د ښځو له لارې را نقل شوې ده. هغوی خپلې علمي موندنې او ټولګې نورو ته وسپارلې او خپل کلتوري رسالت یې په ښه ډول سرته ورساوه. یو څېړونکي د شاوخوا «۶۸» ښځینه علماوو او فقهاوو ژوندلیکونه لیکلي دي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې حدیثونه روایت کړي دي. بل څېړونکي د هجري په لومړۍ پېړۍ کې د ۱۵۰ ښځینه راویانو ژوند لیکونه راغونډ کړي دي. د دین له امامانو څخه د ښځو روایتونه او د احادیثو په خپرولو او ثبات کې د هغوی هڅې د تاریخ په پاڼو کې ثبت دي چې د څو مواردو یادونه یې کوو.
 حضرت فاطمه، ام سلمه او حضرت عائشې رضی الله عنهم له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه احادیث روایت کړي دي. همدارنګه اسماء بنت یزید چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په خبرو کې یې د نورو ښځو په پرتله شرم نه کاوه، له ده څخه یې په بېلابېلو برخو کې ۸۱ روایتونه نقل کړي دي او له معتبرو راویانو څخه بلل کېږي. په نورو ښځو کې ام عماره، اسماء بنت مرشد، ام معبد او ام ایمن شاملې دي. دا فرهنګي میرمنې یوازې د هغو ښځو څو بیلګې دي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له حضور څخه یې فضل ترلاسه کړی او د اسلام د کلتوري او معنوي میراث په ساتنه او انتقال کې یې رول لوبولی دی.
 لنډه دا چې مسلمانه ښځه په عقیده، فقه، علومو، حدیثو، د قرآن کریم په تلاوت او فتوا کې لوړ مقام لري او خپل علمي مسؤلیت یې په ښه توګه ادا کړی دې. يو شمېر ښځې په دې او نورو علومو کې مشهورې شوې چې څو بېلګې يې يادوو:
 ام المؤمنین عایشه صدیقه رضي الله عنها: د خپل محترم مېړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم شاګرده وه؛ له خپل پلار او حضرت عمر، فاطمه، سعد بن ابي وقاص، اسید بن حضیر، جزمه بنت وھب او حفصه بنت عمر  رضی الله عنهم څخه یې حدیثونه روایت کړي دي.  د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه صحابه کرامو چې له دې بي بي څخه یې روایتونه نقل کړي عبارت دي له حضرت عمر، د هغه زوی عبدالله، ابوهریره، ابن عباس او سائب بن یزید رضی الله عنهم. له ښځينه صحابیاتو څخه هم صفیه بنت شیبه، د هغوی خور ام کلثوم، د عبدالرحمن بن ابوبکر لور اسماء او د دوی د خور لور عایشه بنت طلحه له دوی څخه حدیثونه روایت کړي دي. همدارنګه د تابعينو له مشرانو څخه سعيد بن مسيب، عمرو بن ميمون، علقمه بن قيس، مسروق، عبدالله بن حکيم او اسود بن يزيد له دوی څخه روایتونه کړي دي.
 د عایشې رضی الله عنها پوهه د هغې یو له مهمو ځانګړتیاوو څخه و. علم او پوهه يې په دين، قرآن، حديث، تفسير او فقه کې لوړ مقام، برلاسي او پخوالي ته رسېدلې وه. حاکم په خپل مستدرک کې وايي:«له هغې ( بي بي عایشې رض) څخه د دین څلورمه برخه او د شریعت احکام نقل شوي دي.» کله به چې د صحابه کرامو رضي الله عنهم مشران له کوم شرعي مسئلې او ستونزې سره مخ شول، نو له هغې څخه به یې استفتاء کوله او د حل لاره به يې د هغې په نزد ورته پيدا کوله. ابو موسی اشعري رضي الله عنه وايي:«کله به چې موږ په احادیثو کې له کومې ستونزې سره مخ شوو، نو عایشه رضي الله عنها ته به مو رجوع کوله او هغې به زموږ لپاره حدیث حل کاوه.» مسروق بن اجدع وايي:«ما ولیدل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو مشران او مشایخ د عایشه صدیقه رضی الله عنها څخه د فرایضو په اړه پوښتنه کوله».
کله به چې له کلیو او بانډو څخه کوم څوک له کوم شرعي حکم سره مخ شو او د هغه په ​​حل او پوهه کې به یې مشکل پیدا شو نو په مدینه منوره کې به یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو ته یو لیک استاوه او له هغوی څخه به یې د الهي حکم غوښتنه کوله؛ کله به چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر صحابه کرامو باندې یاد حکم ستونزمن یا د پوهې وړ نه و، نو صحابه کرامو به هغو علماوو ته مراجعه کوله چې په علم او فقه کې مشهور او برلاسي وو لکه: عبدالله بن عمر، ابو هریره، او ابن عباس رضي الله عنهم رضي الله عنهم. په دوی کې د عائشې صدیقې مقام د یوې ښوونکې په توګه و او حضرت عمر بن الخطاب به خلکو ته د ښځو د احکامو او یا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کورنیو حالاتو په اړه عایشه صدیقه رضی الله عنها ته مراجعه کوله. په دې ځانګړنه کې د عائشې صدیقې په شان څوک نه وو.
 زهري وايي:«لو جمع علم عائشه الی علم جمیع النساء لکان علم عائشة افضل»؛ (که د حضرت عائشې رضی الله عنها علم او پوهه د ټولو ښځو له علم سره پرتله شي، نو د حضرت عایشه رضی الله عنها علم او پوهه به تر ټولو غوره وي.) حضرت عایشه رضی الله عنها ته به کله کله له ځینو علماء کرامو او صحابه کرامو څخه ځیني احادیث او احکام په ناسمه توګه او اشتباه طریقې رسېدل، نو هغې به د هغو احادیثو او احکامو اصلاح کوله او له هغو روایتونو او احکامو څخه به یې د هغوی خطاګانې لیرې کولې.
 حدیث پوهنه او د حدث و روایت، د عایشه رضی الله عنها د بشپړ علم له مهمو ځانګړنو څخه دي. په صحابه کرامو کې د احادیثو او سنتو له سترو حافظانو څخه شمیرل کیږي او د احادیثو په حفظ او روایت کې په پنځم مقام کې ده او په احادیثو کې له دغو څلورو کسانو پرته بل څوک له دې څخه مخکښ نه دې: ابوهریره، ابن عمر، انس بن مالک او ابن عباس رضی الله عنهم.
 حضرت عایشه رضی الله عنها د دې ستر دین له زده کوونکو څخه ده او د مسلمانو ښځو لپاره د نسلونو او امت په روزنه کې غوره نمونه ده. مسلمانې ښځې د مؤمنانو د مور د مثال په تعقیب د نوي نسل په ښوونه او روزنه کې ارزښتناک رول لوبولی شي. د رواياتو له مخې، ډېر شاګردان یې روزلي او ډېرې ستونزې يې حل کړې دي. تر دې حده چې که صحابه کرام په کومه مسئله کې مشتبه شول او غوښتل یې چې په دې مسئله کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دریځ څه دې او یا له هغه څخه څه روایت شوي دي، نو هغوی به حضرت عایشه رضی الله عنها ته ورتلل او له هغې څخه به یې پوښتنه کوله. سره له دې چې د هغه درس تل د پردې تر شا و او د هیچا لپاره یې کومه ستونزه نه وه رامنځته کړې؛ نو نن هم زموږ خویندې د حجاب په ساتلو سره د راتلونکو نسلونو لپاره غوره ښوونکې کیدای شي او د ټولنې په پرمختګ کې مهم رول لوبولی شي.
 البته باید ووایو چې نوموړې د محمدي ښوونځي د روزل شویو یوه بېلګه ده. په راتلونکو برخو کې به هڅه وکړو چې د نورو مثالونو په وړاندې کولو سره خپلو خویندو ته دا ثابته کړو چې اسلام د ښځو د تعلیم مخه نه نیسي، مسلمانې ښځې هم کولای شي چې تعلیم ته پام وکړي او د حجاب په ساتلو او د اسلامي احکامو په رعایت سره د خپلې ټولنې په پرمختګ کې ونډه واخلي؛ لکه څنګه چې د صحابه کرامو او تابعینو ښځو او د اسلام  مخکښو ښځو دا کار کاوه.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version