لیکوال: عبیدالله "نیمروزی"

علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (پنځه دېرشمه برخه)

 د علامه ندوي رحمه الله د ژوند روحاني شېبې
 د معاصرو خلکو درناوی
 له پخوانیو وختونو راهیسې ویل شوي: “المعاصرة هی اصل المنافرة”؛ معاصریت د نفرت او کرکې اساس دی. که څه هم معاصریت په هر دلیل چې وي، د کرکې او ځورېدنې لامل ګرځي، خو ستر انسانان له دې سختې دښتې څخه په خوندي توګه تېر شوي دي. امام ندوي د خپل زړه له هندارې څخه د زنګ په ليرې کولو سره خپل زړه د خپل وخت د معاصرو او مفکرينو په وړاندې د مينې او احترام مرکز ګرځولی وو، په دې توګه يې له هيچا سره کينه نه درلوده او هر چا ته له مینې څخه په ډکې سینې ښه راغلاست ويل. او دا د روحانيت په ډګر کې د مفکرينو يو له ځانګړتياوو څخه بلل کيدای شي.
 ډاکټر عبدالله عباس ندوي لیکي: «مولانا د معاصرو علماوو درناوی په خلاص زړه کاوه او د هغوی لوړ مقام یې منل. په خپلو ليکونو کې به يې له هغه څخه زيات عمر لرونکو کسانو ته په درنښت خطاب کاوه او د خپلو شاګردانو د همت د زياتوالي په خاطر به يې په داسې اصطلاحاتو سره مخاطب کول چې کله کله به  په غلطه پوهېدل. طبیعت یې داسې و، چې له ګوندي او ډله ییزو تعصبونو یې کرکه کوله او د زړه له تله یې د مشرانو درناوی کاوه. زما په یاد دي چې یو ځل یو چا وویل:  “د لکنو ښار په شاوخوا کې، د هغه ښار په یوه ښوونځي کې، یو چا ستا په اړه داسې وویل.”  له هغه سره یو صوتي نوار هم و.  حضرت مولانا ندوي رحمه الله نه یې اجازه ور کړه چې نورې خبرې وکړي او نه یې نوار ته غوږ ونیوه.
هغه په ​​دوام کې لیکي:«حضرت مولانا د معاصرو علماوو او مشرانو ډېر احترام او عزت کاوه او حتی د هغوی په غیاب کې به یې د هغوی د حضور په شان درناوی کاوه. هغه هيڅکله حتی پر خپلو مخالفانو او حسد کوونکو هم نيوکه نه کوله.  که به یې د خپلو معاصرو په کوم کتاب سریزه، تقریظ او یا تبصره کوله، په خلاص زړه به یې اعتراف کاوه او د هغوی ستاینه به یې کوله، د زړه او ژبې پاکوالی د حضرت مولانا ندوی رحمه الله له ځانګړتیاوو څخه و.
 ډاکټر عبدالله عباس ندوي چې ډېر وخت يې له مولانا ندوي رحمه الله سره تېر کړ، وايي چې دی ټول وخت له مولانا سره و. هغه کولی شي د کعبې په دروازه کې ودرېږي او قسم وکړي چې په هغو ساعتونو کې چې له مولانا سره يوازې و، په الوتکه کې به ورسره ناست و او په اورګاډي کې به يې ورسره سفر کاوه، خو په دې ټول وخت کې د مولانا له خولې هېڅ ډول ناروا کلمه نده اورېدل شوې.
 ما لیدلي دي چې ډیری خلک د بدو خلکو د ستاینې او تعریف لپاره نامناسبې کلمې او لقبونه کاروي. دوی مشهور لقبونه ( لکه ډاکټر، مولانا، شاه او داسې نور) د نوم یا د نوم له یوې برخې سره ګډوي او په تنابز بالالقاب لاس پورې کوي. اما د مولانا له خولې هېڅکله د هېچا نوم په بدۍ او نامناسب لقب سره نه ده اخیستل شوې. دا د هغه د ژبې او زړه د پاکوالي نښه ده. د حضرت امام ندوي رحمه الله ځلانده زړه هېڅکله په تورو تیارو او د کرکې په زنګنو ککړ نه شو او نه یې له چا څخه غچ اخیستی دی.
آیین ماست سینه چو آیینه داشتن        کفر است در طریقت ما کینه داشتن
 ځکه غچ اخیستل او په زړه کې کینه د نفس برخه ده او مولانا هیڅکله نه غوښتل چې د نفس د رضایت په لاره کې ناروا کار ترسره کړي یا ژبه او زړه په نجاستونو ککړ کړي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version