لیکواله: "ام عایشه"
په اسلام کې د ښځې مقام (دري ویشتمه برخه)
په علمي او فرهنګي برخو کې د ښځو فعالیتونه
د اسلام دین یو فکري او کلتوري انقلاب او بدلون و او د علم او دین رڼا د مسلمانانو د ژوند او بدن ټول اړخونه روښانه کړل. هغه آيتونه چې د علم او پوهې په ستاينه کې نازل شوي او په دې برخه کې موجود دي، دا ښيي چې اسلام د علم زده کړې ته هڅونه کړې ده. له همدې امله د اسلام د ظهور له لومړيو کلونو څخه د علم حاصلولو هڅې ګړندۍ شوې؛ په داسې حال کې چې تر اسلام مخکې د لوستو او هغو کسانو شمېر چې له علمي ابزارو او وسایلو سره بلد و، ډېر کم و.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې د علم او د دین د اساساتو او احکامو غونډې او حلقې نه یوازې د نارینه وو لپاره ځانګړي شوي وو، بلکې ښځو هم په کې فعاله ونډه درلوده. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رسالت پر مهال ښځو د علم او پوهې په ډګرونو کې له نارینه وو سره سیالي کوله او د حدیث په زده کړه، تدریس او لارښوونو کې یې حضور درلود.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو کې هم د علم د حصول په اړه د نارینه او ښځینه تر منځ برابروالی راغلی دی. له حضرت ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:«څوک چې د علم لاره لټوي، الله تعالی به ورته د جنت لاره اسانه او هواره کړي.» دا حدیث په عمومي ډول بیان شوی او نارینه او ښځینه دواړه پکې شامل دي. له همدې امله دا يو له هغو احاديثو څخه دې چې د علم په زده کړه کې د نارينه او ښځې برابروالی ثابتوي او هر څوک دې عاقلانه یون ته هڅوي؛ حتی که یو څوک غلام هم وي، نو اړینه ده چې خپل وخت د علم ترلاسه کولو، په علمي غونډو کې ګډون او په دې برخه کې له نورو سره د سیالۍ لپاره وقف کړو.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زمانې ښځو به له رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه له صحابه کرامو څخه د هغو شیانو په اړه پوښتنه کوله چې دوی په نه پوهېدلې. د خپلو مېړونو او اولادونو د حقوقو د ښه ادا کولو تر څنګ يې د علم زده کړې او حاصلولو ته هم ځانونه وقف کړل او د الله تعالی د رضا او ثواب په خاطر يې د علم په حاصلولو کې ګړنديتوب او د نېکۍ په ډګر کې سیالۍ وکړې. کله چې به سړي کور ته راستانه شول، نو هره یوه ښځه به خپل خاوند، پلار یا ورور ته ورتلله او له هغوی به یې د قرآن کریم د آیاتونو او نازل شوو احکامو په اړه پوښتنه کوله. هغوی به په زړه او روح سره خبرې اورېدلې، یادولې او په راتلونکي کې به له ديني مسايلو خبر وو. په علمی چارو کې د دوی حرص دې حد ته رسېدلی و چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې وغوښتل چې یوه ورځ د دوی لپاره ځانګړې کړي.
د اسلام سپېڅلي دين لکه څنګه چې نارينه د علم، پوهې او فضيلت حاصلولو ته هڅولي، ښځې يې له دې پراخ دسترخوان څخه نه دي بې برخې کړي او د زده کړې او علم په حاصلولو کې يې مساوي ونډه نه يوازې په يوه ځانګړي جنس پورې نه ده محدوده کړې، بلکې علم او فکر ته یې اصالت ورکړ، نه عالم او مفکر ته. زده کړیال علم ته ګوري، نه عالم ته؛ هغه خپل ورک شوی کس له هر چا سره لټوي؛ ځای او وخت هغه نه محدودوي. علم په کور، جومات او د جهاد په ډګر کې هم زده کړه کولی شو. په اسلام کې د علم منع کول روا نه دي.
د ښځو بل کلتوري فعالیت ښوونه او معلمي ده. ښځې د ټولنې یو له خورا مهم کلتور جوړونکي فکتورونو څخه دي چې د راتلونکي نسلونو په ښوونه او روزنه رغنده رول او څرګند مقام لري. که څه هم د اسلام د ظهور په لومړیو کې د ګوتو په شمېر ښځو سواد درلود، خو د اسلام له راتګ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په هڅونې سره یې خپل هنر او سواد نورو ته ورښودل .
حضرت شفاء بنت عبدالله په اسلام کې لومړنۍ ښځینه ښوونکې وه چې له اسلامه مخکې یې په مکه مکرمه کې لیکل او لوستل زده کړل. د اسلام له منلو وروسته یې مسلمانو ښځو ته یوازې د الله تعالی د رضا او د آخرت د ثواب لپاره زده کړه ورکوله. په دې توګه، هغه په اسلام کې لومړنۍ ښځینه ښوونکې ګڼل کیږي. یوه له هغو میرمنو څخه چې د شفاء په ښوونځي کې یې لیکل او لوستل زده کړل د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه لور او د رسول الله صلی الله علیه وسلم محبوبه میرمن حضرت حفصه رضی الله عنها ده؛ لکه څنګه چې په صحیح حدیث کې راغلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له شفاء څخه وغوښتل چې حضرت حفصه رضي الله عنها ته د لیکلو څرنګوالی او ځینې دعاګانې ور زده کړي؛ حضرت شفاء رضي الله عنها فرمايي:«یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم د حفصه رضی الله عنها کور ته ننوت او زه هم هلته وم، هغه وویل:«ایا ته حفصې ته د نمله دعا نه ور زده کوې، لکه څنګه چې دې هغې ته لیکل زده کړل؟
حضرت شفاء رضي الله عنها د جاهلیت په زمانه کې دعا او دمونه کول. کله چې یې اسلام قبول کړ او هجرت یې وکړ نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته حاضره شوه او ویې ویل:«یا رسول الله صلی الله علیه وسلم لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، ما د جاهلیت په زمانه کې دعاوې او دمونه کول. اوس زه غواړم هغه تاسو ته وړاندې کړم.» رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«وړاندې یې کړه.» کله چې هغه وړاندې کړل، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«تاسو کولی شئ په دې دعا سره خلک دم کړۍ او حفصه ته یې هم وښیه.»
له دې ټولو احادیثو څخه څرګندېږي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رسالت پر مهال ښځو هم د نارینه وو په څېر د علم او پوهې، تدریس او زده کړې، احادیثو په ترلاسه کولو او روایت کولو کې برخه اخیستې او په دې ټولو چارو کې یې له پوره کوښښونو څخه کار اخیست. د ښځو دا حرکتونه او کړنې تل د رسول الله صلی الله علیه وسلم لخوا د هڅونې او منلو وړ ګرځیدلي.
د اسلام تبلیغ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دوره کې د ښځو یو له مهمو کارونو څخه و. دوی خپل شاوخوا مشرکین اسلام ته رابلل؛ څرنګه چې ام رومان ډېره هڅه وکړه چې زوی یې عبدالرحمن اسلام قبول کړي، خو کومه نتیجه یې ورنه کړه تر څو چې د مکې له فتحې وروسته یې اسلام قبول کړ. د بني سليم له قبيلې خنساء بنت عمرو ډېر خلک اسلام ته راوبلل. ام سلیم بنت ملحان خزرجۍ خپل ریبار ته یې خبردارې ورکړ او ویې ویل چې له هغه سره به یوازې هغه وخت واده وکړي چې اسلام ومني او مسلمان شي؛ نو هغه هم مسلمان شو. ام شریک انصاري په پرله پسې ډول نور خلک اسلام ته هڅول. سفانه بنت حاتم خپل ورور عدي بن حاتم ته د اسلام بلنه ورکړه او فاطمه بنت الخطاب رضی الله عنها هم د خپل ورور عمر بن الخطاب رضی الله عنه لپاره یې د مسلمان کېدلو زمینه برابره کړه.