لیکوال: ابورائف
استعمار (لسمه برخه) استعمار په افغانستان کې
د افغانستان اسلامي هیواد یو له معدودو هیوادونو څخه دې چې د اسلامي متفکرینو او دیني عالمانو په ګواهۍ، هیڅکله د هیڅ هیواد مستعمره ندې شوی، د زاړه استعمار او د هغه د تګلارو په دوران کې، د افغانستان هیواد د پردیو د استعمار له منلو او د هغوی تر ولکې لاندې راتللو څخه ډډه وکړه، او د خپلې خپلواکۍ څخه یې ساتنه کړې ده.
بې شمیره اسلامي لیکوالانو او متفکرینو په دې واقعیت اعتراف کړی او د تاریخ په اوږدو کې یې د استعمار په نه منلو کې د افغانستان د خلکو غیرت او میړانه ستایلې ده؛ ډاکټر «علی جریشه» په دې اړه لیکي: «په اسلامي نړۍ کې هیڅ هیواد د استعمار کوونکو له نظامي استعمار څخه و نه ژغورل شول مګر دوه هیوادونه چې یو یې جزیرة العرب او بل یې افغانستان و؛ له استعمار څخه د افغانستان ژغورل، د افغانانو د شجاعت او میړانې له وجې او د اسلامی مبارزینو په لاس د اشغالګرو ځواکونو په پرلپسي ماتو کې و؛ د افغانستان اشغال لپاره د انګریزانو د هڅو په وړاندې د افغان مجاهدینو سره د الله تعالی د نصرت او مرستې په نتیجه کې انګریزانو شرموونکې ماته وخوړه او تر دغې ماتې وروسته بیاځلی چا د دې کار جرئت ونکړ، اما په وروستۍ پړاو کې یوازې ناپوه روسان په دې کنده کې ورټیل وهل شول».
استاذ «یحیی محمد الیاس» په دې اړوند لیکي: «د یادونې وړ ده چې د اروپا په دې پراخ یرغل کې له دوه اسلامي هیوادونو افغانستان او عربستان پرته بل هیڅ هیواد روغ پاتې نشو».
تر ډیره د همدغې موضوع له وجې یرغلګرو او متخاصمو هیوادونو د دغې ټینګې کلا د نیولو او تسخیرولو لپاره په نظامي یرغل لاس پورې کړ، چې د یوې پیړۍ په شا او خوا کې پر دغه هیواد د بریتانیا یرغل بیا تر هغه وروسته د پخواني شوروي لښکرو تیری او په دې وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتو او د هغه د ملګرو هیوادونو د تهاجم او اشغال شاهدان وو.
په دې مبحث کې اړتیا ده چې د افغانستان تاریخ دوه مهم پړاوونه چې د بریتانیا او پخواني شوروي یرغل و، تر بررسۍ او څيړنې لاندې ونیسو.
د بریتانیا یرغل
د انګلستان هیواد په دریو مختلفو پړاوونو کې په مشخصو موخو، افغانستان ته یرغل وکړ او د دې هیواد د اشغال او استعمار په لټه کې و؛ د تاریخ په ګواهۍ سره، پر دغې سپیڅلې خاورې د دې زوړ ګیدړ د هر ځل یرغل او برید وروسته، د افغان ملت د بې شمېره سرښندنو او مجاهدتونو او د هغوی په وړاندې د پریکنده دریځ او ټولیز پاڅون شاهدان وو؛ په داسې توګه چې بیلابیل توکمونه او بیلابیلې ژبې، دیني رجال او شخصیتونه، د قلم خاوندان او کسبه کاران، عوام او خواص ټول په یو ټغر سره راغونډ شول او یرغلګرو ځواکونو ته یې په خورا کمو وسلو او امکاناتو غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ او د هغوی هیلې یې د خاورو سره خاورې کړې.
د افغانانو او انګریزانو لومړنۍ جګړه
د انګریز لومړنې جګړه د افغانستان له خلکو سره په ۱۸۳۸ زیږدیز کال کې پیل او تر ۱۸۴۲ زیږدیز کال پورې یې دوام وکړ، دغه جګړه د ختیځ هند کمپنۍ په ملاتړ او هڅو ونښته، په دغه جګړه کې د انګریزانو شمېر د دیرش زرو په شا او خوا کې و چې د «سند پوځ» په نوم مشهور شوي و او له دوه لښکرو، انګریزانو او هندوانو څخه جوړ و؛ انګریزانو د افغانستان د ځینو مشرانو په تطمیع سره، وکولای شوای د دوست محمدخان حکومت ړنګ کړي او دغه خاوره تر خپلې ولکې لاندې راولي.
د افغانستان تر اشغال او د کندهار او کابل تر نیولو وروسته، هغوی د خپل ګوډاګي او لاسپوڅي پاچاه «شاه شجاع» سره یو تړون لاسلیک کړ چې د هغه پر بنسټ په افغانستان کې د انګریزانو د نظامي ځواکونو دایمي شتون تضمین شو او د افغانستان بهرني سیاست کنټرول د انګریزانو لاس ته ولوید؛ انګریزانو په دغه کلونو کې د افغانستان پر مظلوم ملت ډول ډول ظلمونه،شکنجې او ځورونې روا ګڼلې او له هیڅ راز ناوړه چلند څخه یې ډډه ونکړه اما د افغانانو د ټینګ همت او ارادې، میړانې او بې ساري شجاعت سره مخ شول او بلآخره په ۱۸۴۲ زیږدیز کال کې د افغان ملت او مجاهدینو له لوري یې شرموونکې ماته وخوړه او له دې ویاړلي هیواد څخه یې پښې سپکې کړې؛ د یادونې وړ ده چې په دې ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د ۱۷ نیټې پاڅون چې د انګریزانو په وړاندې د افغانستان مؤمن او مجاهد ملت د قیام په نوم مشهوره ده او په ۱۸۴۲ م کال کې پیل شو، له انګریزانو څخه د افغانستان د ازادۍ پېلامه وه.
له افغانانو سره د انګریزانو دوهمه جګړه
دغې جګړې له ۱۸۷۸ م څخه تر ۱۸۸۰ م پورې دوام وکړ؛ انګریزانو چې د لومړۍ رسواکوونکې ماتې او لوړو تلفاتو او زیاتو مالي لګښتونو له امله ټپونه یې لا نه و رغول شوي، چې د دوهم ځل یرغل تابیاوې یې نیولې او د افغانستان د بیاځلي اشغال خوبونه یې لیدل؛ په هغه وخت کې «امیر شیرعلي خان» د «امیر دوست محمدخان» زوی پر افغانستان واکمني کوله او د انګریزي ځواکونو په وړاندې یې د پام وړ مقاومت ونشو کړای؛ انګریزانو د افغانستان تر تصرف او د امیر شیرعلی خان تر مړینې وروسته د هغه پر زوی «امیر محمد یعقوب خان» یوه معاهده تحمیل کړه چې د هغې پر بنسټ د انګریز سفارت په افغانستان کې پرانیستل شو، او د افغانستان بهرنی سیاست او لویې لارې او سرحدونه د انګریزانو تر واک او کنټرول لاندې راغلل، اما تر لږې مودې وروسته د افغانستان ملت انقلابي، حماسي او جهادي خوځښت په شور او ولولو سره پیل شو او د «ملا دین محمد» مشهور په ملا مشک عالم او «ملا عبدالغفور لنګري» په شان شخصیتونه د هغه وخت جهاد مخکښان شول او بې شمیره ملي او مخورو کسانو په بیلابیلو سیمو کې د انګریزانو سره په مخالفت او جګړې اخته شول او په کلیو، ښارونو او لویو لارو کې پر هغوی یې شرایط پیچلي او ځمکه یې پرې تنګه کړه او په دې لاره کې یې بې شمیره قربانۍ ورکړې.
د انګریزانو پر وړاندې د افغانستان د خلکو پاڅونونه او مبارزې د «کابل پاڅون»، «د ډسمبر عمومي پاڅون» او … نومونو مشهور دي؛ د علماوو تر مشرۍ لاندې د افغانستان د ټولو خلکو جهاد او مبارزه او هم د انګریزانو د پلانونو او دسیسو نه منل چې د افغانستان د تجزیې لپاره یې جوړ کړي و، د انګریزانو دوهم ځل ماتې او شاتګ ته یې زمینه برابره کړه.
له افغانانو سره د انګریزانو دریمه جګړه
دغه جګړه چې د «تل» یا «خپلواکۍ» جګړې په نوم مشهوره ده، د افغانانو او انګریزانو تر منځ په ۱۹۱۹م کال کې پیښه شوه. لامل یې د افغانستان د وخت پاچاه امان الله خان له لوري د «ګندمک» معاهدې نه منل و؛ یاده معاهده د افغان او انګریز دوهمې جګړې په ترڅ کې تړل شوې وه چې د هغې له مخې انګریزانو د افغانستان ملي حاکمیت او ازادۍ نقض کړې وه، نو د امان الله خان لخوا د هغه د نه منلو له امله انګریزان په غوسه شول او په ړندو بریدونو او بمباریو یې لاس پورې کړ او ډیر کسان یې شهیدان کړل، په پای کې، د امان الله خان لخوا د ډیورند فرضي کرښې تر منلو او د افغانستان د خپلواکۍ تر رسمیت پیژندلو وروسته، په همغه کال جګړه پای ته ورسیده.
ادامه لري…