نوی استعمار وکولای شو هغه موخې چې زاړه استعمار په وژنو، وهلو او د سیمو په اشغالولو د هغه په لټه کې و، په لږ لګښت او په اسانۍ سره ترلاسه کړي؛ مسلمان ملتونه د زاړه استعمار په دور کې په ډول ډول قربانیو، سرښندنو او ملیونونو شهیدانو او ټپیانو په ورکولو او مهاجر کیدلو، د مستعمره کوونکو د موخو ترلاسه کولو څخه ممانعت کاوه، اما له بده مرغه د نوي استعمار په وړاندې تسلیم شول او د مقابلې وسله یې پر ځمکه کیښوده.
اسلامي نوی کهول (نسل) د مستعمرینو د تبلیغاتو او پروپاګند څخه د اغیزمنیدو له امله د هغوی نظریې او ایډیولوژۍ یې ومنلې او په مختلفو برخو کې لکه: د ژوند کولو ډول، اقتصاد، فرهنګ او فکر او… له هغوی څخه پیروي کوي او د هغوی لارویان دي.
علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله د پخواني استعمار په وړاندې د الجزایر ملت د مجاهدتونو او سرښندنو او نوي استعمار په وړاندې د هغوی د ماتې په اړه داسې لیکي: «د الجزایر ملت د خپلې ازادۍ په لاره کې په ملیونونو قربانۍ ورکړې او د دې کار یوازینی راز چې په اوسني عصر کې یې ساری نه لیدل کیږي، د شهادت سره مینه او د جهاد شوق و، او غربي خبریالانو هغوی د «مسلمین» په نوم یادول، اما نن په همدغه ستونزه (لودیځ ته لیوالتیا او سیکلوریزم نظام» کې راګیر دې او د هغوی مشران خپل خلک او ټولنه د مادي غرب پالنې او سیکولاري کمونیزم لوري ته بیايي».
د اسلامي هیوادونو د مشرانو دا ډول فکرونه او د غربیانو لپاره فکري او فرهنګي استعمار ته لیوالتیا او هم په نوي بڼه د استعمار د ودې او پراختیا لپاره د استعمار کوونکو هیوادونو توطئې او نوي تکتیکونه د نوي استعمار د خطرناک توب ښودنه کوي.
استاذ «یحیی محمد الیاس رحمه الله» د ارزښتناک کتاب «الغزو الفکري» لیکوال د پخواني او اوسني استعمار په تړاو د غربیانو د نويو تکتیکونو په اړه داسې لیکي: «اما اروپا (په صلیبي جګړو کې تر ماتې وروسته) هیڅکله غلې پاتې نشوه؛ هغوی هیڅکله د جګړې وسله له خپلو اوږو څخه ښکته نکړه، بلکه د نوې برید او یرغل لپاره یې په برنامې او پلان جوړولو پیل وکړ، اما دا ځلي د نویو برنامو او تازه تکتیکونو سره؛ که څه هم د دې برید واقعي موخې همغه د صلیبي جګړو موخې وې، اما په ظاهر کې اقتصادي موخې، یعنې د ملتونو استعمار او د اسلامي هیوادونو د شتمنۍ او پانګې لوټول تر نور موخو ډیر ښکاره و؛ هو، غربیانو داځلي په ځانګړي هوښیارتوب او ځيرکتیا، پر مخ ګامونه پورته کړل».
د نوي استعمار د بریالیتوب ابزارونه
په حقیقت کې نوي استعمار وتوانید د پخواني استعمار په پرتله په ډیر لږ لګښت سره خپلو غوښتنو او ورانوونکو موخو ته ورسیږي او دغه موضوع د بې شمیره علتونو او لاملونو له وجې ده؛ چې ځينو ته یې په لاندې ډول اشاره کولای شو:
۱- د ټولیزو رسنیو او خبري اژانسونو د کنټرول په لاس کې نیول: د نوي استعمار بنسټګران له اوږدې او منظمې مطالعې وروسته دې پایلې ته ورسیدل چې پر استعمار شوو هیوادونو د ژورې اغیزې لپاره باید رسنۍ او د خبر رسولو او اطلاع ورکونې ابزار تر خپل کنټرول لاندې راولي؛ په دې کې شک نشته چې نن سبا د خلکو عقاید، غوښتنې، لیدلوري او د خلکو عمومي افکارو ته همدغه رسنۍ لوری ورکوي او همدغه موضوع د استعمار ګرانو د بریا او د هغوی د استعماري غوښتنو د خپریدو باعث شوی دې. د دې خوځښت په پایله کې غږیزې، انځوریزې رسنۍ، ورځپاڼې، مجلې او … د استعمار کوونکو تر ولکې او کنټرول لاندې دي او د خپلو موخو په مسیر کې ترینه ګټه اخلي.
۲- پراخ او غولونکي تبلیغات: اوسني استعمار کوونکي د استعمار شوو هیوادونو د دین او فرهنګ پر ضد پراخ او هر اړخیز تبلیغات په لاره اچولي او د پوهانو او عامو کسانو عقل، پوهه، ځیرکتیا او افکار یې د خپلو ویناوو، اعتقاداتو او موخو لوري ته را جلب کړي دي او په دې وسیلې مسلمان ملتونه یې له دننه څخه د فکري او عقیدتي ماتې او ړنګیدو سره مخ کړي دي او په دې کار سره، د لګښتونو او مصارفو پرته، خپلې استعماري موخې پلې کوي.
۳- په مستعره سیمو کې د پردي فرهنګ د غلبې او خپریدو په لاره کې هلې ځلې: استعمار کوونکي د پراخو تبلیغاتو او ژورو فرهنګي زمینو په برابرولو سره، هڅه یې کړې ترڅو خپل فرهنګ په استعمار شوو هیوادونو کې پلې کړي او له دغه طریقه نوي استعمار او پر ملتونو باندې د هغه اغیزمنیدو ته لاره هواره کړي، د دوی دغه وسیله او ابزار بریالی او اغیزمن و او نن ورځ استعمار شوي هیوادونه د استعمارکوونکو هیوادونو تقلید کوونکي او فرهنګي لارویان دي.