Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»ولې الله جل جلاله په سترګو نه لیدل کېږي؟ (اتمه برخه)
اسلام سه شنبه _19 _مارچ _2024AH 19-3-2024AD

ولې الله جل جلاله په سترګو نه لیدل کېږي؟ (اتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: د. اسامه جوهری

ولې الله جل جلاله په سترګو نه لیدل کېږي؟ (اتمه برخه)

د الله جل جلاله د وجود له اثبات وروسته ملحدین دا نیوکه کوي چې ولې الله جل جلاله نه لیدل کېږي؟ یا وایي چې الله تعالی به په ځمکه زموږ لپاره یوه ځانګړې پته ښودلې وای چې موږ انسانان به ورتلو او هلته به مو پرې ایمان راوړ – نعوذ بالله -، ځينې وخت دا هم وایي چې په آسمان باندې به یې دا لیکلي وای چې خدای شته یا دې ته ورته نورې خبرې…
دا هغه پوښتنې دي چې مشرکینو هم له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه کړې وې، چې الله جل جلاله یې په قرآن کې ددې پوښتنو ځواب داسې ورکړ: [وَقَالَ الَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَاءَنَا لَوْلَا أُنْزِلَ عَلَيْنَا الْمَلَائِكَةُ أَوْ نَرَى رَبَّنَا لَقَدِ اسْتَكْبَرُوا فِي أَنْفُسِهِمْ وَعَتَوْا عُتُوًّا كَبِيرًا (الفرقان: ۲۱)] ژباړه: هغه کسان چې زموږ حضور ته د وړاندې کېدو فکر نه لري وایي: ولې موږ ته ملائکې نه رالېږل کېږي؟ یا دې موږ خپل رب ووینو؛ دوی په خپل نفس کې ډېر مغروره شول او په خپله سرکښۍ کې له حده ووتل.
قرآنکریم د مشرکینو او معاصرو ملحدینو ددې نیوکو او پوښتنو ځواب په ډېر مختصر او جامع ډول ورکړی، الله جل جلاله فرمایي: [لَا تُدْرِكُهُ الْأَبْصَارُ وَهُوَ يُدْرِكُ الْأَبْصَارَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ (الأنعام: ۱۰۳)] ژباړه: کتنې (سترګې) الله تعالی نشي درک کولای، او الله تعالی سترګې درک کوي، هغه ډېر باریک بین او باخبره دی.
دا چې موږ نشو کولای الله جل جلاله په خپلو سترګو ووینو دوه لاملونه لري:
لومړی لامل: لکه په پورتني آیت کې چې ذکر شوی، زموږ سترګې نشي کولای چې الله تعالی وویني، یا د الله تعالی له لیدلو څخه زموږ سترګې عاجزې دي، ځکه چې د یو څیز د لیدلو لپاره اړینه ده چې هغه څیز دې حدود او اړخونه ولري؛
حدود او ابعاد (اړخونه) (Dimension): یو څیز باید طول (اوږدوالی)، عرض (پراخوالی) او حجم (Length, Width, Height) ولري چې په سترګو ولیدل شي، یعنې د یو څیز د لیدلو لپاره اړینه ده چې نوموړی څیز حدود او اړخونه ولري یا له هر لوري پیل او پای ولري، خو که یو څیز نوموړې ځانګړتیاوې ونلري موږ یې نه شو لیدلای، الله جل جلاله لا محدود ذات دی یعنې حدود نه لري له همدې امله یې موږ لیدلای هم نه شو؛ روی اې ورغس (Roy A Varghese) وایي: کله چې تاسو په دې پوه شئ چې د الله تعالی د تصور معنا څه ده؟ نو تاسو په دې هم پوهېږئ چې یو لامحدود څیز په جسماني ډول نه لیدل کېږي، ځکه په جسماني ډول د یو څیز دلیدلو لپاره اړینه ده چې نوموړی څیز یو مشخص حجم، رنګ او بڼه ولري[1].
دوهم لامل: دا چې ولې موږ الله نشو لیدلای لامل یې دا دی چې دا د الله له لوري یوه ازموینه ده، چې څوک په الله جل جلاله په داسې حال کې ایمان راوړي چې هغه یې لا په خپلو سترګو نه دی لیدلی، او څوک په همدې بهانه چې موږ الله نه وینو له ایمان راوړلو څخه مخ اړوي؟
کله چې موږ په خپلو سترګو الله تعالی ووینو بیا خو د ایمان ماهیت او اصلیت له منځه ځي او د امتحان مسئله هم تحقق نه مومي، د لیدلو په صورت کې خو هر شخص د الله تعالی په وجود ایمان راوړي؛ د بېلګې په ډول په ښوونځي کې چې کله ښوونکی ازموینه اخلي نو له زده کوونکو څخه کتاب او هر هغه څه چې د ازموینې اړوند معلومات پکې وي ټولوي، دا ځکه چې که کتاب او اړوند څیزونه له زده کوونکو سره پرېږدي او زده کوونکي خپله پارچه د کتاب له مخې ولیکي بیا خو د ازموینې حقیقت او مفهوم له منځه ځي او ازموینه نه ګڼل کېږي.
اوس راځو دې ته چې ولې الله جل جلاله په آسمانونو خپل نوم نه دی لیکلی چې بیا انسانانو هغه ته په کتو د الله په وجود باور کړی وای؟ دا ځکه چې الله جل جلاله په هر څیز کې له نوم لیکلو څخه په ډېر دقیق او کره ډول داسې ربط او تړاو رامنځته کړی چې د هغه په وجود دلالت کوي، که په آسمانونو د الله نوم نشته پر ځای یې ستوري شته، که په دې فکر وکړو چې د یو نوم لیکل ډېر پېچلی کار دی او که د ستورو دا نظام؟ ښکاره ده چې د ستورو دا شته نظام ډېر پېچلی او د الله تعالی په وجود ښکاره دلیل دی.
ملحد د الله تعالی د شتون د ثابتولو لپاره د نامناسب دلیل غوښتنه کوي، یعنې د الله تعالی د اثبات لپاره د داسې دلیل غوښتنه کوي چې له عقل او منطق څخه لرې ده، ځکه که چېرې الله تعالی په آسمان دا ولیکي چې: په ما ایمان راوړئ؛ نو دا به په کومه ژبه لیکي عربي، پښتو، فارسي، انګلیسي، اردو او…..؛ بل دا چې که چېرې په آسمان لیکل شوي هم وای نو ملحدینو به ددې ټولو منظمو کائناتو په څېر دا لیکنه هم اتفاق او تصادف ګاڼه. الله تعالی که په آسمان لیکل نه دي کړي خو په داسې یوه جامعه طریقه یې خپلو بندګانو ته الهي تصور ورکړی چې هر لوستی او نالوستی او په هره ژبه خبرې کوونکي پرې پوهېږي، یعنې په کائناتو کې شوی اوډون د خالق په وجود د ایمان راوړلو لپاره بسنه کوي.
له دې سربېره ډېر داسې څیزونه دي چې موږ یې لیدلای نشو خو منلي مو دي او باور پرې لرو د موبایل سګنال، سب اټومیک پارټیکلونه (Sub atomic particles)، برېښنایي جریانونه (electromagnetic waves) ، هوا (Air) او… ټول هغه څه دي چې موږ له لیدلو پرته منلي.
د الله تعالی د لیدلو په تړاو که څوک دا وپوښتي چې په جنت کې به مؤمنان څنګه الله تعالی ویني؟ ځواب یې دا دی چې په دنیا کې د انسانانو سترګې د الله تعالی د لیدلو ځواک او وړتیا نه لري، خو هغه الله تعالی چې په خپل قدرت سره دا کائنات پیدا کولای شي دا قدرت هم لري چې په جنت کې د انسانانو د سترګو دا کمزوري له منځه یوسي او د خپل دیدار ځواک ورکړي.

[1] The wonder of the world:  A Journey from modern science to the mind of God.

Previous Articleحضرت علي رضي الله عنه (څلورمه برخه)
Next Article استعمار (نهمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _2 _سپتمبر _2026AH 2-9-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن ؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۹۷)

یکشنبه _30 _اگست _2026AH 30-8-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD30 Views

ليکوال: میا نور آغا ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱) اووم بحث: د حرم احکام د بیت…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD29 Views

لیکوال: مولوي رحمت الله عبید مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰) امام…

نور یی ولوله
ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)

پنجشنبه _3 _سپتمبر _2026AH 3-9-2026AD28 Views

لیکوال: محمد داود یوسفي اسحاقزی اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)  د اکثریتو حکومت؛ د اقلیتونو…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _2 _سپتمبر _2026AH 2-9-2026AD21 Views

لیکوال: مفتي احمدالله مهاجر مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹) د امام ابوحنيفه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.