لیکوال: ابوریان عزیزي

فمینیزم (نهمه برخه)

په مصر کې د فیمینیزم غورځنګ تر ټولو مشهور شخصیتونه:
  1. نازلي فاضل:
نازلي فاضل د مصر د ټولنې له لوړ پوړو څخه و چې خپلې زده کړې يې په غربي طرز او طریقه سرته رسولې وې او د لويديځ طرز او رويه يې خپله کړې وه او په خپل کور کې به يې محفلونه جوړول او له نارينه وو سره به يې اختلاط كول. لارډ کرومر (د برتانیې ترټولو باوري شخص) به هروقت د هغه میلمه و.
  1. قاسم امین:
قاسم امین هغه ځوان و چې په یوه ترکي، مصري کورنۍ او په داسې سیمه کې لوی شوی چې د زیرکتیا کچه یې غیر معمولي ده. هغه په ​​20 کلنۍ کې د فرانسوي حقوقو په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ، په داسې حال کې چې هغه وخت عام خلک یوازې په 25 کلنۍ کې ابتدايي سند ترلاسه کول.
په همدې موخه، فرصت طلبه چې د اشرافو او نخبه خلګو په لټه کې وو، د هغه په ​​لټه کې شو، ترڅو د هغه له لارې امت ګمراه کړي. له همدې امله هغه فرانسې ته واستول شو چې خپلې زده کړې ته دوام ورکړي. په زړه پورې خبره دا ده چې قاسم امین فرانسې ته له تللو مخکې د یوه مستشرق یوه لیکنه په لاس ورغلی وو چې لیکوال یې اسلام یې د ښځو په سپکاوي او انساني ارزښت نه ورکولو تورن کړی و.
کله چې قاسم امین دا لیکنه ولوستله، نو د غیرت رګ یې وخوځېد څخه او لکه څنګه چې په خپلو یادونو (خاطراتو) کې یادونه کوي، پریکړه یې وکړه چې دې مستشرق ته ځواب ووايي او د هغه په افتراءاتو د بطلان خط کش کړي. خو کله چې له فرانسې څخه راستون شو نو هغه پخوانى قاسم امين نه و بلکې له هغه مستشرق سره يې هم نظره شوې وه. په کم عمر کې فرانسې ته سفر هغه له یوې خوا بلې خوا ته کړی وو. هغه له یوه نوي فکر او څېرې سره مصر ته راستون شو. کله چې مصر ته راستون شو، په داسې توګه یې د ښځو د زده کړې او آزادۍ غوښتنه وکړه چې مبشرینو د اسلام د ویجاړولو لپاره پلان جوړ کړي و.
هغه په ​​خپلو یادښتونو کې لیکي: “هغه په ​​فرانسه کې له یوې ځوانې نجلۍ سره ولیدل او ملګري یې شول، او د دوی ترمنځ ژوره او پاکه عاطفي اړیکه رامنځته شوه. هغه وايي چې دا نجلۍ د فرانسوي کورنیو او فرانسوي غونډو او محفلونو کې له ده سره ملګرې وه او د هغې د شرکت له امله د کورنیو، غونډو او محفلونو دروازې ورته پرانېستل شوې او هرکلي یې کېدې. له دې نجلۍ سره د قاسم امین د اشنایۍ پېښه خپله د غور او ژورتیا ځای دی چې ایا له قاسم امین سره د دې نجلۍ پیژندنه تصادفي وه او که له مخکې پلان شوې وه.»
اوس چې هر څه وي، مهمه خبره دا ده چې له فرانسې څخه تر راستنېدو وروسته قاسم امین د ښځو د ازادۍ او د پردې (حجاب) د نه کولو غوښتنه وکړه. هماغه غوښتنه چې رفاعه طهطاوي له فرانسې څخه له راستنېدو وروسته ورته بلنه ورکوله چې د رفاعې هغه بلنه نيمه پېړۍ وروسته نتيجه وركړه او خلكو پر قاسم امين هغسې نیوکه او برید ونه كړه لكه څنګه چې يې په رفاعې كړې وه او د قاسم امين بلنه د رفاعې د بلنې په څېر  په نطفه کي خنثی نه شوه.
بياهم، قاسم امين لپاره دا کار اسانه نه و، د ښځې د آزادۍ (تحريرالمرأة) د کتاب له خپرېدو وروسته د ډېرو خلکو غیرت په جوش راغلل او ساحه یې ورباندې تنګه کړه چې په پایله کي قاسم امین ګوښه نشیني غوره کړ. خو سعد زغلول بیا روحیه ورکړه او ورته وویل: خپلې لارې ته ادامه ورکوه، زه ستا ملاتړ کوم.
دلته وو چې قاسم امین پریکړه وکړه ټول هغه څه چې په خپل کڅوړه کې لري، ښکاره کړي. هغه په ​​خپل لومړي کتاب کې دا ادعا کړې وو: هغه حقوق چي اسلام ښځو ته ورکړی، باید ورکړ شي او له خپلو اسلامي حقونو څخه بې برخې نه شي او لومړی او تر ټولو ابتدایې حق چې اسلام یې اجازه ورکړې د ښځو لپاره تعلیم او تعلم دی؛ خو په دويم کتاب کې يې د اسلام يادونه هم نه ده کړې او په مستقيم ډول يې ويلي چې د مصر ښځه بايد د خپلو نورو فرانسوي خويندو په څېر بشپړه ازادي ولري، تر څو پرمختګ وکړي او له پرمختګ سره به يې ټولنه هم پرمختګ وکړي او دا خبره داسې پړاو ته ورسېده چې په مستقيمه توګه يې د لويديځوالو په بلنه وچولوله او ويې ويل: زه د هغې لارې د تعقيب په لاره کې کوم خنډ نه وينم چې اروپا يې کلونه کلونه مزل کړې او ويلي يې چې همدا د ښځو ازادۍ وو چي اروپايان يو په بل پسې د پرمختګ پړاوونو ووهي.
Leave A Reply

Exit mobile version