لیکوال: د. اسامه جوهري

د الله په وحدانیت (یو والي) دلیل (Unity argument of Allah) (شپږمه برخه)

نیوکه: له ملحدینو سره په بحث کې ځینې وخت داسې حالت راشي چې ملحد د الله جل جلاله په وحدانیت دلیل غواړي، او وایي چې: په کوم دلیل تاسو وایئ چې الله یو دی؟ شونې ده چې دوه یا ډېر وي. – نعوذ بالله-
ځواب: الله جل جلاله دې نیوکې او پوښتنې ته په ډېر ښایسته اسلوب سره ځواب ویلی دی، الله جل جلاله فرمایي: [لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ (الأنبیاء: ۲۲)] ژباړه: که چېرې په دې (ځمکه او آسمان) کې له الله پرته بل خدای هم وای نو دا دواړه (ځمکه او آسمان) به خراب شوي وای، نو الله چې د عرش څښتن دی پاک دی له هغو څیزونو (شریک) څخه چې دوی یې ورته منسوبوي.
دا د الله جل جلاله پر یو والي او وحدانیت باندې ډېر آسان او عام فهمه دلیل دی، که چېرې په دې کائناتو کې له یو څخه ډېر خدایان وای نو هر خدای به خپل بشپړ قدرت او واکمني لرله او د یو او بل تابع به نه وو، په دې صورت کې به هرو مرو ددې خدایانو په پرېکړو کې تضاد او اختلاف رامنځته کېده، یوه خدای به یوه پرېکړه کوله او بل خدای به بله پرېکړه کوله، نو که چېرې یو خدای د بل خدای پرېکړه منلې وای نو دا خو د منونکي خدای په کمزورۍ او ناکامۍ دلیل دی چې دا د خدایي له شان سره نه ښایي او که چېرې دواړو خدایانو د خپلو پرېکړو پر پلي کولو ټینګار کاوه بیا خو تضاد رامنځته کېده چې په دې صورت کې به د کائناتو نظم او پایښت له منځه تللی وای، که موږ په خپل ژوند کې وګورو نو د انسانانو تر منځ هم په یوه اداره کې له یو څخه ډېر مدیران نه شي اوسېدای، که داسې وشي نو هرو مرو د هغې ادارې نظم او ترتیب له منځه ځي او ټولې چارې په ټپه درېږي.
همدا راز د کائناتو هره ذره د خپل خالق په یووالي دلالت کوي، د بېلګې په ډول: په یو اتوم (Atom) کې الېکټرون (Electron) او پروتون (Proton) دواړه شته وي، په داسې حال کې چې یو پروتون (۱۸۳۷) ځله له یو الکټرون څخه دروند دی، اوس پوښتنه دا ده چې ددې دواړو تر منځ نسبت ولې دومره دی؟ دا نسبت ولې (۱۵۰۰) یا (۲۰۰۰) ځله نه کېږي؟ ساینسپوهان له تېرو سلو کلونو راپدېخوا په الېکټرون څېړنه کوي، په دې سلو کلونو کې دې نسبت هېڅ بدلون نه دی موندلی، که چېرې کائناتو له یو څخه ډېر خدایان درلودای نو آیا د ټولو خدایانو تر منځ دومره اتفاق او همغږي شونې ده چې په هرې ذرې باندې موافق وي؟ همدا ستر دلیل دی چې دا کائنات یواځې او یواځې یو اداره کوونکی او خدای لري چې له الله تعالی جل جلاله څخه عبارت دی او په خپله خدایي کې هېڅ شریک او مثل نه لري.
Leave A Reply

Exit mobile version