گرانه وروره!
زه او ته چې په کوم عصر او زمانه کې ژوند کوو یقینا چې ډیر حساس پړاو دی.
اوس اَلْحَمْدُلِلّه کفري نړۍ په ګَرْمَه جګړه کې ماته خوړلې ده، ځکه چې که مونږ د افغانستان تېر شل کلن تاریخ ته ځیر شو نو دا له ورایه په کې ښکاري چې د ټولي نړۍ په سطحه په اصطلاح هغه زبر ځواک ( امریکا+ناټو ) چې تقریبا ټوله دنیا هغه که اسلامي هیوادونه وه او که کفري هیوادونه، ټول یې ملاتړ ول د یو څو مؤمنو رجالو په مقابل کې خم شول…
خو اوس چی ګرمه جګړه نشته نو داسې فکر ونکړې چې نور خیر او خیریت دی او اسلامي نظام حاکم دی بس خلاص…
اوس چې کومه سړه جګړه یا په اصطلاح فکري جګړه داسلامي امت علی الخصوص د اسلامی امت د ځوان قشر چې د اسلامی امت د ملا د تیر حیثیت لري او په اخص ډول د اسلامي نظام د تخریب او د له منځه وړلو لپاره روان دى دا یقینا چې خطر ناکه جګړه ده…
اوس نو د دې جګړې په اړه زما او ستا څه مسئولیت دی؟
اولاً په ډیر افسوس سره باید دا ووایم چې اکثر ځوانان خو حتی د دې جګړې څخه هیڅ خبر هم ندي، هیڅ یې فکر ته هم نه راځي…
ثانیاً ما او تا ته په دې عصر کې دومره د غفلت په خوب ویده کیدل نه ده پکار ؛ ځکه چې که ده دې غفلت يواځې اخروي اړخ ته متوجه شو، نو فکر وکړه! که الله ﷻ د قيامت په ورځ له ما او تا نه پوښتنه وکړي چې سليم عقل، ښه ځواني،روغ اندامونه، د اسلامی نظام تر سیوري لاندې ژوند او بالآخره هر څه مې درکړي وو … تا د اسلام ، اسلامي نظام، اسلامي امت حتی د خپل ځان د آخرت لپاره څه وکړ؟
نو فکر وکړه چې ما او تا څومره کار کړی ده او الله ﷻ ته به مو ځواب څه وي.
نو هڅه وکړه…
نور د غفلت له درانه خوبه ویښ شه او په لومړى قدم کې ځان وپیژنه؛ چې ته څوک یې؟ ولي په دنیا کې ژوند کوې؟ الله ﷻ د څه لپاره پیدا کړی یې؟ ستا هدف په دې فاني ژوند کې څه دى؟
گرانه وروره!
د ځان د اصلاح لپاره کار وکړه، ځان په دین اسلام په پوه کړه یعنې اقلاً د دین ضروریات زده کړه او په ورځنۍ ژوند کې د عمل جامه ور واغونده، خپل اسلامي فرهنگ مطالعه کړه او ځان دې په کامله معنی په اسلامي لباس ملبس کړه د خلکو په خبرو پسې مه گرځه، ځکه ته خلک نشې راضي کولای او نه دا خلک بیا تا د الله ﷻ د عذاب نه ژغورلی شي. هر څه د الله ﷻ د رضا لپاره وکړه ځان په حقائقو پوه کړه ، د غربی رسنیو د کاذبو تبلیغاتو او افواهاتو پسې مه ځه، کفار هیڅ کله هم د مسلمانانو دوستان نشي کیداى؛ نو پوه شه چې هیڅ کله هم کفري رسنۍ او دهغوی په اشاره چې کومې رسنۍ کار کوي د مسلمانانو لپاره د خیر رسولو اراده نلري بلکې برعکس د مسلمانانو د اذهانو د مغشوشولو او داسلام د بدنامۍ لپاره په کاذبو او بی اساسه تبلیغاتو لاس پوري کوي او غواړي مسلمانان له اسلام نه متنفره او خپل پلید دموکراسي او بربنډ توب ورته پیشرفت ښکاره کړی او ځان ته یی جلب کړي.
وما علینا الا البلغ المبین
« ستاسو د نیکو دعاگانو په هیله»