لیکوال: ابو جریر

اسلامي عقاید؛ د ماشومانو ډېوه (دریمه برخه)

پوښتنه: څه ډول باید الله تعالیٰ ﷻ وپیژنو لږ معلومات راکړئ؟
ځواب: د فکر کولو او تعقل په واسطه باید الله تعالی ﷻ وپیژنو هر وخت چې انسان، کائناتو او طبیعت ته زیر شو، پوه به شي چې دا ټول محدود، ناقص او محتاج دي او هغه څه چې د دې صفاتو لرونکي وي حتماً چا په دوی دا صفات ټاکلی وي چې هغه  الله سبحانه وتعالیٰ ﷻ دی.
۲- هغه نظم چې په کائناتو، انسان او ژوند کې لیدل کیږي ټول یې په بادار او صاحب درلودلو دلالت کوي، شپه او ورځ، باد او باران، لمر او سپوږمۍ، ځمکه، اسمان ستوري او سیارې لکه شمسي نظام چې په خپل مدار کې څرخ وهي ترې معلومیږي چې د دې لوی نظم تر شا یو ذات وجود لري چې، د دې هستۍ، نظم او نظام چلونکی دی، هر هغه څه چې منظم وي حتماً هغه بادار او صاحب لري.
پوښتنه: ولي الله تعالیٰ ﷻ په سترګو لیدلی نشو؟
ځواب: ځکه چې د “الله تعالیٰ” ذات زموږ تر عقل لوړ، او د پنځه‌ګونو حواسو د درک څخه د باندي دی، یا په دې دنیوي سترګو د الله تعالیٰ د لیدلو توان نلرو او په جنت کې یې مسلمانان کولای شي وویني ان‌شاءالله. الله تعالیٰ دي خپل دیدار زموږ په برخه هم کړي.
پوښتنه: کله چې موږ نشو کولای چې د الله تعالیﷻ ذات ووینو زموږ د ایمان د ضُعف سبب نکیږی؟
ځواب: نه‌ بلکي د ایمان د قوت سبب کیږي، ځکه الله‌ تعالیٰ ﷻ هومره لوي او عزت‌مند ذات دی، چې زموږ د عقل او احساس له درک نه ډیر لوړ دی، او موږ د اللهﷻ د ذات له درک څخه عاجز یو.
پوښتنه: څه شی کولای شي چې زموږ ایمان د الله ﷻ د وجود په نسبت قوي کړي؟
ځواب: د الله تعالیٰ ﷻ په قدرتونو لکه شپه، ورځ، د انسانانو ډول ډول څیرې، او ډول ډول ژبو او…. کې یې فکر کول…
پوښتنه: څنګه وپوهیږو چې الله تعالیٰ ﷻ واحد ذات دی؟
ځواب: که د دې ټول عالم او هستۍ خالق یو نه وای د دنیا ټول نظم نظام، او عالم به برهم او درهم شوای وی، ځکه هیڅ کله په یو وخت په واحد شي کې دوه مدبرَ نه وي، که وي عالم له مینځه ځي.
پوښتنه: آیا الله تعالیٰ ﷻ چا پیدا کړی دی؟ یا خپله پیدا دی؟ یا له پخوا موجود وو او وي به، وضاحت ورکړئ؟
ځواب: الله تعالیٰ ﷻ نه چا پیدا کړی دی، نه خپله پیدا شوی دی بلکي له پخوا او ازل وو، د تل لپاره به پاته وي یعني الله تعالیٰ ﷻ لومړی او پای نلري.
پوښتنه: په څه ډول پوه شو چې الله تعالیٰ ﷻ ازلي او ابدي دی؟
ځواب: هر څه چې په کائناتو کې محدود، ناقص او بل ته محتاج وي، هغه ازلي او ابدي نه دی. او الله داسي ذات ندی نو پوهیدای شو چې الله تعالی ﷻ ابدي او ازلي ذات دی.
پوښتنه: الله تعالیﷻ څه کارونه کولای شي؟
ځواب: الله تعالیٰ په هر څه قادر او توانا دی، نه له الله تعالیٰ ﷻ نه څوک پیدا شوي دي او نه الله تعالیﷻ له چا زیږیدلی دی، هر څه چې وغواړې په سرته رسولو یې قادر دی، د امورو په تدبیر او څه کار کولو کې چاته ضرورت نلری.
پوښتنه: دا چې الله تعالیٰ په هر کار قادر دی نو ولي ظالمان او سرکشان په دنیا کې نه‌ هلاک کوې؟
ځواب: ژوند د امتحان لپاره دی نه د اعمالو د جزاء لپاره، یعني (مکافات او مجازات له مرګ نه وروسته وي) په دې نړۍ کې صرف په خپلو اعمالو امتحان کیږو او زموږ اعمال عبارت د الله ﷻ له اوامرو او نواهی‌ دی چې همدا الهي حکمت دی.
Leave A Reply

Exit mobile version