لیکوال: ابو عائشه

معتزله ( اتمه برخه)

“شفاعت” یو له مهمو مسلو څخه دی او په اسلام کې لوړ مقام لري، چې تل د پوهانو او محققینو پام یې ځان ته جلب کړی دی. په دې برخه کې له څېړنو وروسته معلومیږي، چې پوهانو د هغه د ثابتولو لپاره ډېر کتابونه ليکلي دي، او دا پخپله د ده موقف څرګندوي. په مخکني بحث کې دوهم اصل د معتزله (وعده او عید) بیان شوی وو، د همهغه برخې په پای کې مو یادونه وکړه چې د وعید اړوند یو مسایل «د شفاعت مسله» ده. په دې برخه کې هڅه شوې ده چې د اهل سنت او جماعت او معتزله ترمنځ د هر یوه د نظر په وړاندې کولو سره د “شفاعت” موضوع تشریح او د هغه دلایل هم بیان کړو.

د شفاعت تعریف

شفاعت په لغت کې د «شفع یشفع شفاعة» له مادې څخه اخیستل شوی چې معنا یې د شفاعت او واسطه کولو (د یو چا په اړه) ده.
    شفع د وتر مخالف دی، چې د (یوځای کېدل) په معنا دی، ابن فارس لیکي: شین، فا او عین صحیح اصول دي چې د یو څیز د هماهنګۍ او یووالي څرګندونه کوي او له همدې اصولو څخه شفع د وتر مخالف دی.« عربان وايي: کان فردا فشفعته: هغه یوازې و، ما له ځانه سره یو ځای کړ.»

شفاعت په اصطلاح کې

    علماوو په اصطلاح کې د شفاعت لپاره مختلف تعریفونه ذکر کړي دي، چې موږ به یې دلته په څو مثالونو پورې محدود کړو:
    شفاعت د هغه چا څخه د ګناهونو بخښنه غوښتل دي چې د هغه په ​​​​وړاندې یې ګناه کړې وي.
    علامه ابوالسعود په خپل تفسير کې شفاعت داسې تعريف کړی دی: شفاعت د انسان د دنيا او آخرت د ګټو د ترلاسه کولو او له ضرر څخه د خلاصون لپاره په خبرو سره واسطه کېدل دي.
    د معتزله له نظره شفاعت هغه وخت دی چې یو کس له بل چا څخه د ګټې او یا د هغه د ضرر د مخنیوي غوښتنه وکړي.
    د شفاعت کلمه او د هغې مشتقات په قران کریم کې نږدې 12 ځله تکرار شوي، چې د مضارع، مصدر او اسم فاعل په حالتو کې راغلي دي.

د شفاعت ډولونه

    که څه هم علماوو د شفاعت ډېر ډولونه بيان کړي دي؛ مګر په دې مقاله کې موږ د پوهانو او څیړونکو لخوا ذکر شوي خورا مهم ډولونه بیانوو:
    د “شرح العقائد الطحاوة” کتاب لیکوال، علامه قاضی ابی العز دمشقي رحمه الله د شفاعت ډولونه داسې بیان کړي دي: د شفاعت څو ډوله دي، چې په ځینو یې امت متفق دي، او په نورو کې یې هم د معتزله او نورو بدعتي ډلو مخالفت شته:
    لومړی ډول: لومړی شفاعت چې عظمی شفاعت بلل کیږي او دا شفاعت د پیغمبرانو صلی الله علیه وسلم لپاره خاص دی. د دې ډول شفاعت دلیل هغه احادیث دي چې په صحیحو کې د صحابه کرامو له یوې ډلې څخه روایت شوي دي.
    دوهم او دریم ډولونه: د رسول الله صلی الله علیه وسلم شفاعت، د هغو ډلو لپاره چې ښه او بد عملونه یې سره برابر دي؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغوی لپاره جنت ته د ننوتلو شفاعت کوي او همدارنګه د هغو کسانو لپاره چې د دوزخ اور ته د ننوتلو امر شوی دی او دا شفاعت د دې لپاره کیږي چې دوی داخل نشي.
    څلورم ډول: د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) شفاعت چې جنت ته به د هغه کسانو د درجې لوړول چې د هغوی درجې به د هغه د عملونو په اندازه لوړ وي. معتزله په ځانګړې توګه له دې ډول شفاعت سره موافق دي او په دې برخه کې د احادیثو د تعدد سره سره په نورو مواردو کې اختلاف لري.
Leave A Reply

Exit mobile version