لیکوال: د. اسامه جوهري

وجودي دلیل (Ontological argument)

له وجودي دلیل څخه موخه دا ده چې په خپله د الله تعالی تصور د الله د حقیقت بنسټ دی، کنټربُري آنسلم (Anselm of Canterbury) (۱۰۷۸م) لومړنی شخص دی چې په خپل یو مضمون (Proslogion) (د الله تعالی د وجود په هکله خبرې اترې) کې یې دا دلیل وړاندې کړی.
د دلیل تفصیل په دې ډول دی:
۱ـ د الله تصور په انساني تصوراتو کې تر ټولو بشپړ او کامل تصور دی چې داسې بل کامل تصور نشته؛
۲ـ په هر ذهن کې هرومرو دا تصور شته، آن په هغه ذهن کې هم شته چې له الله څخه انکار کوي ، (کله چې ملحد ته هم د الله تعالی نوم ويل شي نو هغه هم د الله تصور کولی شي ) که چېرې ملحد ته هم وويل شي چې د يو دسې وجود تصور وکړه چې د هغې نه بل لوړ تصور نشي کېدلی،
۳ـ کله چې په انساني ذهن کې د یو تر ټولو بشپړ ذات تصور موجود وي نو په حقیقت کې هم د هغه څیز وجود اړین دی؛
۴ـ که چېرې دا تصور یواځې په انساني ذهن کې وي او په حقیقت کې یې وجود ناشونی وای ، دا هم يو ناقص تصور دی بلکه له دې هم يو اعلی تصور کېدلی شي نو ځکه بیا هم د یو کامل تصور وجود لازمېږي چې په حقیقت کې به هم موجود وي.
۵ـ انسلم وايې چې ملحد هم دسي يو تصور لري چې د هغې نه بل اعلی تصور نشي کېدلی او اعلی تصور لپاره لازمي ده چې هغه دې په خارج کې يعنې حقيقت کې هم موجود وي نو لهذا ملحد په لاشعوري ډول باندې دا مني چې الله موجود دی  ،  په همدې اساس د الله جل جلاله وجود لازم او الله تعالی موجود دی.
يعنې د انسلم په آند د الله تعالی څخه انکار ممکن نه دی ، ځکه د الله تعالی څخه انکار خپله د الله تعالی د اثبات لپاره يو لاشعوري دليل دی.
نوموړي دلیل ته په اوولسمه پېړۍ کې رنه ډیکارټ  rene Descartes یو څه پرمختګ او بدلون ورکړ او همدا دلیل یې په دې بڼه وړاندې کړ چې:
۱ـ زه فکر کوم ځکه زه يم؛
۲ـ زه يوه داسې محدوده هستي يم خو په دې محدوده هستۍ کې د يوې داسې هستۍ تصور موجود دی چې لامحدود او د ټولو ښو صفاتو خاوند دی؛
۳ـ دا لامحدود تصور ما يا کومې بلې محدودې هستۍ نه دی جوړ کړی؛
۴ـ نو لازمه شوه چې دا تصور په موږ کې له بهر څخه کوم بل لامحدود ذات اچولی.
۵ـ د دې تصور (معلول) علت الله تعالی دی، نو معلومېږي چې الله تعالی په حقیقت کې هم موجود او شته دی.
۶ـ زه فکر کوم نو ځکه زه موجود يم، کله چې زه موجود يم نو الله تعالی هم موجود دی؛
مخکښ فلسفي (لایبنیز) ددې دلیل په هکله وایي چې: دا د الله تعالی په وجود یواځینی عقلي دلیل دی چې تر ټولو څرګند او جامع یې بللای شو.
د یوولسمې پېړۍ مخکښ شیعه فیلسوف صدرالدین شېرازي (ملا صدرا) په خپل کتاب (الحکمة المتعالیة فی الأسفار العقلیة الأربعة) کې هم وجودي دلیل راوړی.
په یاد دلیل باندې ځینو فلسفیانو نیوکې کړي چې اوس یې هم ځينې ملحدین مطرح کوي، په دې دلیل د ګوانیلو او کانټ نیوکې تر نورو مشهورې دي.
ګوانیلو آف مارمو ټایرز (Gaunilo of Marmoutiers) په خپل کتاب (Behalf of the Fool) کې وایي: دا دلیل (وجودي دلیل) ناکام دی، ځکه که چېرې موږ دا ومنو نو بیا خو نه یواځې د الله تعالی بلکې د ټولو هغو څیزونو حقیقي وجود لازمېږي چې موږ یې په خپل ذهن کې فرض کوو او په حقیقت کې هغه ډول نه وي، نوموړی د خپلې نیوکې د تأیید لپاره یوه بېلګه هم راوړي، وایي که چېرې یو شخص د یوې بشپړې جزیرې تصور وکړي نو آیا له دې تصور سره به دا جزیره موجوده او پیدا شي؟
ایمانویل کانټ دې دلیل ته (Petitio Principii) وایي چې یو ډول منطقي مغالطه ده، په دې مغالطه کې یو څیز له پیله تصور کېږي او بیا ټول بحث په همدې فرض کړای شوي یا متصور څیز باندې راڅرخي، کانټ وایي: که چېرې زه دا تصور وکړم چې زما په جېب کې درې سوه ډالر دي نو آیا په رښتیا به هم زما په جېب کې درې سوه ډالر پیدا شي؟
د ګوانیلو او ایمانوېل کانټ د نیوکو په ځواب کې مشهور فلسفي ادریس آزاد وایي: دا دواړه فلاسفه په خپله په یوه ستره مغالطه کې لوېدلي، لامل یې دا دی چې په وجودي دلیل کې د الله تعالی تصور یوه موجبه کلیه ده (Universel Afrito) ده، په دې معنی چې دا تصور د هر انسان په ذهن کې شته، د یوې منطقي قضیې د جوړولو پر مهال موږ هرومرو داسې وایو چې: د ټولو انسانانو په ذهن کې د یو بشپړ او کامل ذات تصور موجود دی، داسې نه وایو چې د ځینو انسانانو په ذهن کې دا تصور موجود دی، ځکه چې د (ځینو) د لفظ په اضافه کولو کې د قضیې کبری مقدمه (موجبه جزیه) ګرځي، د بېلګې په ډول:
۱ـ ځینې انسانان نالوستي دي؛
۲ـ اسلم یو انسان دی؛
۳ـ نو اسلم یو نالوستی دی.
توضېح: په لومړۍ قضیه یعنې په کبری مقدمه کې انسانان مشخص نه دي بلکې نامعلوم دي، خو پایله او نتیجه یې څرګنده او مشخصه ده چې دا یوه ستره منطقي مغالطه ده.
کانټ او ګوانیلو هم په همدې ډول منطقي مغالطه کې لوېدلي، لامل یې دا دی چې کانټ او ګوانیلو دواړه له یوه فرد څخه خپله مقدمه پیلوي، یعنې کانټ (د درې سوه ډالرو په بېلګه کې) یو فرد ذکر کوي او ګوانیلو هم (جزیره) د یوه تن په تصور باندې فرض کړې ده، خو د الله تعالی تصور بیا یواځې د یوه فرد په ذهن کې نه بلکې دا یو آفاقي تصور دی چې د هر انسان په ذهن کې موجود دی، له همدې امله د الله تعالی تصور یوه (موجبه کلیه) ده، خو د (ډالرو او جزیرې) تصور یوه (جزیه موجبه) ده، نو کله چې (کبری مقدمه) (موجبه جزیه) وي نو په استنتاج او پایله اخیستلو کې یې هم د اصولو په توګه نشو منلای.
په لویدیځ کې د فلسفې نیکه رنه ډیکارټ د (Self) (أنا/ زه/ من) په هکله یوه ژوره فلسفه لري، چې دېته مطلق انانیت یا مطلقه خودي هم ویل کېږي، د ډیکارټ فلسفه دا ده چې: که موږ وغواړو چې له خپل ذهن څخه ټول هغه تصورات لرې کړو چې له بهرنیو کائناتو څخه زموږ ذهن ته راغلی، دا کار کولای شو، خو د خپل ځان د شتون په هکله شته تصور نه شو لرې کولای، همدې خپل وجود ته ډیکارټ د (زه فکر کوم) نوم ورکړی، اوس اړینه نکته دا ده چې هرکله د (زه) تصور له کوم هیئت او ورته څیز یا له کوم بهرني تمثیل پرته په ذهن کې موجود کېدای شي او په خارجي کائناتو کې هم د یو انفرادي شخص په توګه ددې تصور تصدیق کېدای شي نو د الله تعالی تصور ولې نشي کېدای؟
یعنې که وګورو نو ټول انسانان په خپل ذهن کې د (مطلق زه) یا (مطلق أنا) تصور لري، چې دا تصور له بهر څخه زموږ ذهن ته نه دی را وارد شوی، ځکه که موږ له ذهن څخه له بهره وارد شوي ټول تصورات لرې کړو، بیا به هم زموږ په ذهن کې د (زه) یا (خودي) تصور پاتې وي، دا هم یو منل شوی حقیقت دی کوم انسان چې خپله پېژندګلوي لري نو هغه خپل (زه) (أنا) هم لري، چې دا یوه (موجبه کلیه) ده.
لڼده دا چې کله ټول انسانان د (زه) تصور لري او دا تصور له بهرنیو کائناتو څخه نه دی راوارد شوی، او دا (زه) یو مطلق حقیقت هم دی نو معنا یې دا ده چې (زه) موجود هم دی. په انساني ذهن کې د الله تعالی تصور هم همدغه ډول دی، دا ځکه چې د نړۍ ټول انسانان په ذهن کې دا تصور لري نو په همدې اساس له منطقي اړخه هم د الله تعالی وجود او د هغه منل لازمي دي، او د ملحدینو نیوکه له دې امله ناسمه ده چې هغوی یواځې یو فرد په مثال کې راوړي، لکه کانټ چې د ډالرو او ګوانیلو د جزیرې بېلګه راوړې ده.
Leave A Reply

Exit mobile version