په اوسنیو شرایطو کې د امت مسلمه ځوانانو لپاره غوره اسلامي عقاید او افکار د رسول الله ﷺ د څلویښتو مبارکو احادیثو سره.
حمدیه
خاص حمد دي وي مهربان الله تعالیٰ لره، چې انسان ته یې پوهه او قوت ورکړه تر څو د الله په بندګانو شفقت، او د ستونزو په حل کې مرسته ورسره وکړي. د دې اثر معنوي اجر خپلو محترمو والدینو ته وړاندي کوم. د الله تعالیٰ ډیر شکر ادا کوم چې د خپل کرم له مخې یې، قرباني ورکونکې والدین را په برخه کړه تر څو یې د مثمري ونې تر سیوري لاندي آرام وکړم او د هغوی له ریښې، شاخچې او پاڼې ونیسم، او د وجود تر سیورې لاندي یې د علم او پوهې د کسب هڅه وکړم. مور او پلار چې وجود یې راته افتخار و، او نوم یې زما د موجودیت دلیل دی، ځکه دا دوه له څښتن تعالی وروسته، زما د هستۍ بنیاد ول، زما لاس نیوی یې وکړ او تلل یې په دې لوړي ژوري نړۍ کې را وښودل. استادانو چې د ژوند موخه او ابدي مسیر راته معنیٰ کړ، پوه شوم چې په دې تیريدونکي نړۍ کې څه وکړم، قوت مې په کوم ځای کې مصرف کړم.
سریزه
د اسلامي امت اوسنی نسل له هر پلوه د اسلام د کینه ګرو دښمنانو د مهلکو او مضرو حملو لکه نظامي، فکري، اقتصادي، سیاسي، فرهنګي او… تر هدف لاندي دي. په حقیقت کې فکري جګړه له نظامي جګړې ډیره خطرناکه ده، دوی له مختلفو لارو چې په اختیار کې یې لري تل هڅه کوي چې اسلامي امت د کریم خدای له بندګۍ لرې، او د خپل نفس او هوس بندګان ترې جوړ کړي. هغوی تل د مسلمانانو د عیبونو په لټه کې دي، تر څو یې اسلام ته مربوط کړي. او یا له اسلام نه داسي انځور خلګو ته وړاندي کړي چې اسلام او مسلمانان د وخت په تېرېدو سره په خپله د انزوا لوري ته لاړ شي.
له بل پلوه، د مسلمانانو ځیني ډلې په احساساتي او سخت دریځي ډول په حرکت کې دي چې د شک پرته دا لړۍ ډیر بد عواقب له ځانه سره لري. بل پلو بله ډله په افراطي ډول د متفکر او اهل باطنو په نوم د اسلام تحریف ته مخه کړي حتیٰ فکراً د قرآن له قطعې احکامو منکر شوي دي لکه د شریعت د تطبیق څخه، مدعې دي چې د قرآن متن د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لورې جوړ کړل شوی دی… او حدود یې تاویل کړي دي. خبره تر دې ځای ته رسیدلې چې د بشر قانون تکمیل، او د اسلام قانون یې ناقص معرفي کړي دی (العیاذ بالله) ځکه ادعا کوي چې سیاست په اسلام کې ځای نلري ذاتاً یو مذموم شی دی، او دا لړۍ دوام لري؛
په دي حساسو شرایطو کې مې وغوښتل په لنډ او ساده الفاظو چې ډیر مفهوم وړاندي کړي، د سوال او ځواب په ډول مې راټول کړل. نږدې ده چې څو کوچنۍ رسالې په دوه برخو کې، چې یوه برخه یې د ماشومانو او بله برخه یې د ځوانانو لپاره ده د نصاب په څیر به چاپ او نشر شي که د الله سبحانه و تعالیٰ توفیق راسره مل وو ان شاء الله.
اسلامي افکار او عقاید
د واحد الله جل جلاله عقلي اثبات، دا برخه یې فقط د استادانو او هغه کسانو لپاره ده چې مطالعه ولري.
الله جل جلاله هغه ذات دی چې وجود یې حتمي او قدرت یې ملموس دی، دا د اذهانو خیالي مفکورې ندي.
د ځمکې پر سر، خاصتاً غربي نړۍ کې ډیر خلګ په الله تعالیٰ عقیده او ایمان لري، خو د هغوی ایمان او عقیده په دې ولاړه ده چې الله یوه مفکوره ده نه حقیقت. هغوی خیال کوي چې د الله په وجود ایمان لرل په حقیقت کې په یوه لاهوتې مفکوره ایمان دی، او دا هغه مفکوره ده چې دوی یې په ښه یادوي، او وایې چې دا ښه او غوره لوری دی، تر څو چې انسان په هغې مفکوره معتقد وي هغه یې په خیال کې یي او د هغې حاکمیت ته یې غاړه ایښي وي هغه د همدې مفکورې په انګیزو سره له شر او بدیو لرې والی لټوي، خیر او ښیګنو ته ځان نژدي کوي. ځکه دا یوه داخلي او پټه انګیزه ده چې تاثیر یې د خارجي انګیزو او دوافعو نه پورته دی. په همدې بنا دوی وایي چې په الله ایمان لرل واجب دي، او د خلګو تشویق کول همدي ایمان ته هم واجب دي تر څو خلګ د داخلي دوافعو او انګیزو په واسطه چې هغه «دیني موانع» بولي خیر غوښتونکي او خیر منونکي شي…
دا ډله خلګ ډیر په آسانۍ سره د الحاد لورې ته بیایي، کله چې عقل د دې مفکورې په وجود لمس کوي دا مفکوره په تفکر کې واقع شي له خپل ایمان څخه مرتد کیږي، ځکه کله چې عقل خپل وجود لمس نکړي، او د دې وجود لپاره څه شی پیدا نکړي د الله له وجود څخه منکر او هغه ته کافر شي. له دې ور اخوا هغه چې دا ډول ایمان لري چې الله یوه مفکوره ده نه حقیقت، خیر هم له حقیقت څخه لري مفکوره جوړوې، همدارنګه شر او بدي هم له حقیقت څخه تشه مفکوره ګرځوي. له دي امله انسان کارونو ته په هغه اندازې مخ ته ورځې چې هغې کې د خیر د مفکورې اعتقاد ولرې، او هومره ځان ترې لرې ساتي چې هغې کې د شر په مفکوره معتقد وي. او هغه څه چې دوی یې دې ډول ایمان ته مجبور کړي چې هغوي په الله جل جلاله د ایمان راوړلو عمق ته د رسیدو لارې لپاره خپل عقل استعمال نکړي، او د لویي غوټي د پرانستلو له پلوه د طبیعي سوالونو لکه کائنات، انسان، ژوند اونور لکه: ژوند څه دی؟ یا د دنیا له ژوند څخه ماقبل یعني له کوم ځاي نه راغلې یو؟ او ما بعد یې چیري روان یو څه به کیږي؟ او د هغه د ارتباط او علاقې په مورد له ماقبل او مابعد سره یې د پرانستلو لپاره یوه معقوله لاره نده موندلې، بلکې پرانست او حل هغوی ته تلقین شوی، چې د هغوی تقلین کونکو نه غوښتل چي د تسلیم شوي حل پرته له دې چې ځان ته د مؤمنبه وجود حس او درک کړي، ایمان راووړ، ډیرو له دوی څخه هڅه کوله تر څو د عقل استعمال کړي خو هغوی ته ویل کیدل چې دين د عقل له لاسرسي لوړ دی، او سکوت ته مجبوره کول دي..!
او واقعیت هغه دی چې الله ﷻ یو داسي حقیقت دی چې د قدرت وجود یې ملموس او محسوس دي، نه مفکوره یې، که څه د ذات درک کول یې ناممکن دی، خو د قدرت وجود یې ملموس او محسوس دی.
نه وینئ کله چې انسان په کوټه کې ناست وي، او د طیارې غږ د اسمان لوري نه واوري اما خپله طیاره نه ویني، هغه د غږ په اورېدو سره عقیده او یقین کوي چې د اسمان لوري ته طیاره ده، که څه هم ذات یې نه دی لیدلی، معنا د طیارې په موجودیت په جزم او یقین سره تصدیق کوي.
لکه څنګه چې ذکر شوي مثال کې د طیارې د نشتوالي او عدم احساس لپاره د طیارې د ذات درک حاصل نشو، خو د طیارې د غږ اوریدلو په توسط یې موجودیت قطعې شو. په دې سبب د طیارې وجود حقیقت ده نه خیالې مفکوره، همدارنګه هر هغه شی چې د وجود درک او احساس یې قطعې وي، ځکه ښکاره محسوس ده او شته والی د هغوی بل یا غیر ته د احتیاج امر هم قطعې او یقینې ده. ځکه دا هم محسوس او هم مشاهد دي، ځکه اسماني اجرام نظام ته محتاج دی، او اور د خپل سوزل کیدو لپاره چاته محتاج دی چې هغه استعمال کړي، همدارنګه هر مدرک او محسوس شی غیر (بل) ته محتاج دی، او امکان نلري چې محتاج شی دي ازلی وي، ځکه که ازلي وای غیر (بل) ته به محتاج نه و، د محتاج والي معنا داده چې ازلي ندی. له همدې سببه محسوس اشیاؤو شته والی د مخلوق په حیث مطلق قطعی امر دی، ځکه غیر ازلي والی یې دا افاده کوي چې هغه مخلوق خپل خالق پوري اړه لري. نو د دې مخلوقاتو احساس لکه د طیاري د غږ احساس قطعي امر دی، او د خالق وجود د دې مخلوقاتو لپاره چې د هغه له لوري صادر شوی وي، لکه د طیارې وجود چې له هغې نه غږ صادر شوی قطعې امر دی.
نو د خالق وجود والی د مخلوقاتو لپاره قطعي او یقینې شو، په دي بنا د خالق موجودیت هغه حقیقت دی چې وجود یې انسان د حس په واسطه لمس کړی دی. او هغه مفکوره نده چې انسان په خپل ذهن کې ترسیم کړي وي. او دا خالق عقلاً واجب دی چې ازلي وي، ځکه که غیر ازلي وای حتماً به محتاج او په نتیجه کې به مخلوق وای.
او طبیعت خپله ازلې نه دی ځکه هغه محتاج دی چې په خاص نسبت او ټاکل شوو احوالو حرکت وکړي، او نشي کولای چې د ذکر شوو نسبتونو او احوالو له پابندۍ خلاصون ومومي. نو طبیعت د هغه احوالو په سبب محتاج دی، همدارنګه ازلي ماده نده ځکه چې محتاج دی، چون نشي کولای له یو حال نه بل حال ته تغییر وکړي مګر د معین تکاثر او معینو نسبتونو له امله. او بله لاره نلري چې پرته له دې ذکر شوو نسبتونو او هغه اندازه معین تکاثر ته چې تړلی دي، ځکه دا هم محتاج دی. په همدي بنا ثابته شوه چې طبیعت خالق نه دی ځکه ازلي او قدیم نه دی، او ماده هم خالق نه شي کیدای ځکه هغه هم قدیم او ازلي نده بناً د دې هیڅ احتمال پاتي نشو، پرته له دې چې الله تعالی خالق دی، یعني هغه ازلي او قدیم ذات چې خلګ یې “الله” یا “GOD” او “هیم” او نور نومونو نوموي، چې دا ټول نومونه په واحدي مسمیٰ دلالت کوي چې هغه الله دی، یعني ازلي قدیم خالق.
نو الله تعالیٰ هغه حقیقت دی چې د هغه وجود د مخلوقاتو د وجود د حس په واسطه لمس کیږي، او انسان چې کله له هغه ذات څخه ویریږي چې حقیقتاً موجود دی، وجود یې د احساس په واسطه لمس کیږي او کله چې د الله تعالیٰ عبادت کوي د هغه ذات عبادت کوي چې په رښتیا موجود دی، وجود والی یې د احساس په واسطه لمس کیدای شي او کله چې د الله تعالیٰ رضامندي غواړي د هغه ذات رضامندي غواړي چې وجود والی یې محقق دی او د احساس په واسطه لمسیږي، نو د الله ﷻ نه ویریدونکی انسان عابد وي، او د الله تعالیٰ د رضا غوښتونکی وي د هغه یقین له مخه وي چې هغه کې هیڅ ډول شک لار نه مومي.